په بنو کې د پولیسو په مرکز یا پولیس لاین وسله وال برید شوی، چې له هغې وروسته سختې ډزې ډزې روانې دي، پولیس سرچینې په دې برید کې د دریوؤ پولیس عسکرو، دریو وسله والو او د یو لاروي د وژل کېدو پخلی کوي.
د سرچینو له مخې، له پینځوؤ څخه نیولي تر شپږو پورې وسله وال د پولیسو مرکز ته ننوتلي دي اؤ د پولیسو سره په جګړه کې بوخت دي.
ځايي پولیس د دې ډله ییز برید پخلی کوي او وايي پولیسو په فوري توګه پولیس لاین ته غځېدلې ټولې لارې بندې تړلې دې اؤ هېچا د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
پولیس وایي د برید کونکو پرضد یې ګیره تنګه کړې ده، اؤ اپریشن لا دوام لري .
ځايي خلک وايي چې د پولیسو له لاین څخه پرله پسې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي، چې له امله یې په سیمه کې سخته ویر ترهه خوره شوې ده.
امنیتي سرچینې وايي له برید نه څو ساعته وړاندې، د بنو په بکا خېل سیمه کې په یو وسله وال برید کې د وژل شوي پولیس عسکر جنازه د پولیسو په لاین کې شوې چې هغې د پاره د سیمې امنیتي او انتظامي افسران او ګڼ شمیر پولیس اهلکار پولیس لاین ته ورغلي خو دا مالومه نه ده چې د برید پرمهال اوس افسران موجود دي او که نه.
دا مهال هم د پولیسو او ترهګرو ترمنځ ډزې روانې دي او امنیتي ځواکونه په زیات شمېر د پېښې ځاي ته رسېدلي دي.
ډيوه درسره زر ددې پېښې نور جزیات شریکوي
بنو کې په پولیس لاین ډله ییز برید کې درې پولیس وژل شوي، نښته روانه ده

ډيره اسماعیل خان (وي او ای ډیوه) —
Forum