افغانستان په پاکستان غږ کړى چې سرحدي بريدونه دې اودروي او دملگرو ملتونو امنيتي شورا ته يې خبردارى ورکړى چې ددغو بريدونو له امله دوړاندې څخه ددواړو هيوادونو دتاؤتريخوالي ښکار اړيکې نورې هم خرابيدى شي.
په عين حال کې دملگرو ملتونو يو استازي وئيلي دي چې دافغانستان په هاغو برخو کې چې دطالبانو تر واک لاندې دي دغو سيمو کې دطالبانو په ضد خلک راپورته کيږي.
دافغانستان دبهرنو چارو وزير ځلمي رسول دزيارت په ورځ دافغانستان په خاوره دپولې پورې غاړې پاکستان څخه ترسره کيدونکي بريدونه دسختې انديښنې وړ وگرځول او وې وئيل چې ددغو بريدونو له امله افغانان سخت غصه دي.
افغانستان په تيرو وختونو کې هم په کونړ ولايت کې دپاکستان دخاورې څخه دگوله بارۍ تورونه لگولي.
زلمي رسول دملگرو ملتونو دامنيتي شورا يا سيکورټي کونسل په يوه غونډه کې وويل يو ځل بيا ددغو بريدونو داودرولو غوښتنه کوي ځکه چې په دغو بريدونو کې دهغوي په لسگونو وگړي وژل شوي او گڼ شمير ژوبل شوي دي.
هغه وويل چې کابل پاکستان څخه ددغو بريدونو په مکمل ډول داودرولو لپاره رابطه کې دى او زياته يې کړه چې کابل خپل گاونډي هيواد( پاکستان) سره نزدې اړيکو لرلو ته ليواله دى.
په دغه موقع هغه دملگرو ملتونو امنيتي شورا ته خبردارى ورکړو چې ددغه شان بريدونو ددوامداره پاتې کيدو له امله ددواړو هيوادونو دوړاندې څخه دتاؤتريخوالي ښکار اړيکې نورې هم خرابيدى شي.
بل لوري افغانستان کې دملگرو ملتونو ځانگړي استازي جان کيوبس غونډې ته وئيلي دي چې دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دطالبانو په ضد داولس دراپورته کيدو داطلاعاتو جاج اخستل ضروري دي.
هغه وئيلي دي چې دامنيت او انصاف خواهش سيمه ييز خلک دحالاتو پخپلو لاسونو کې په اخستو مجبوره کړي دي.
هغه خبريالانو ته وئيلي دطالبانو زياتره مخالفت په جنوبي افغانستان کې دى او دا دسکولونو پشمول دطالبانو دتگلارو په ضد کيدى شي