پاکستان دامريکائي پوځي په ډزو د١٦ؤ افغان اولسي وگړو دوژنې پيښه دزياتې غندنې وړ گرځولې او په دغه پيښه کې يې ککړو کسانو ته دکوټلې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
دشورو په ورځ اسلام اباد کې دسويډن دخپل سيال سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وويل ددغه پيښې چې څومره هم غندنه وشي کمه به وي ځکه چې په افغانستان کې دپوځي هلو ځلو شرطونه بيخي واضحه دي او دهغې احترام په ټولو لازم دى.
هغې وويل " مونږ گڼو چې دا دخپل نوعيت يوه بيله پيښه ده ، ددې په سختو ټکو کې دغندنې ضرورت دى، کوم کسان چې ذمه دار دي يا کوم تن چې په دې کې ککړ وي هغوي ته دې سزا ورکړى شي چې دغه شان افغانستان کې اولسي وگړو ته يو واضحه پيغام ترلاسه شي چې دقوانينو اطلاق په ټولو کيږي"
دپاکستان خارجه وزيرې وويل ددغه پيښې څخه وروستو افغانستان کې دميشتو غيرملکي پوځيانو دوتلو په عمل کې بيړه راوستل پکار دي که نه ددې فيصله به پخپله افغانانو ته کول وي او پاکستان به ددې ملاتړ کوي.
نوموړې وويل " دا فيصله به افغان اولس او افغان پارلمان ته دبين الملي ورورولۍ سره په شريکه کول وي او په دې لړ کې کوم وخت چې دهغوي په فکر مناسب وي ، مونږ به يې احترام کوؤ"
دسويډن خارجه وزير کارل بلټ هم دامريکائي پوځي په ډزو دافغان وگړو وژنه زياته افسوسناکه وگرځوله او وې وئيل ددې داصلي حقيقتونو معلومولو لپاره دهرممکن کوشش ضرورت دى.
هغه هيله څرگنده کړه چې ددې له امله به افغانستان کې دميشتو بين المللي ځواکونو تگلاره نۀ متاثره کيږي.
د16ؤ افغان اولسي وگړو دوژنې پيښه دجنوبي ولايت په پنجوائي اولسوالۍ کې داتوار په ورځ سحر مهال هاغه وخت رامينځته شوې وه کله چې يو امريکائي پوځي دخپلې اډې څخه بهر راووتو او ديو نزدې کلي په خلکو يې ناتاره ډزې وکړې، په دغه بريد کې وژل شوؤ کې ٩ ماشومان او درې ښځې هم شاملې وې ، پينځه کسان ژوبل شوي هم وؤ.
امريکائي صدر راک اوباما په دغه پيښه افغان حکومت او اولس څخه بخښنه غوښتې او وئيلي يې دي چې په دغه پيښه دوي زيات خفه شوي.
امريکائي چارواکي وائي دډزو په پيښه کې دککړ پوځي دغه شخصي فعل ؤ چې په يو ډول هم دامريکائي پوځونو دتگلارې استازيتوب نۀ کوي.
دافغان وگړو دوژنې په ضد افغانستان کې داحتجاجي مظاهرو لړۍ روانه ده، دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا دشورو په ورځ دافغانستان په غيراعلانيه دوره کابل ته رسيدلى ، نوموړى ه افغان مشرانو سره په خبرو کې دامريکائي پوځي په ډزو دافغان وگړو دوژنې په اړه هم بحث کوي.