پاکستان د افغان صدر حامد کرزۍ دا خبره رد کړې ده چې پاکستاني ځواکونو د پولې پورې غاړه افغانستان ته په سلگونو راکټونه ویشتلې دي چې په نتیجه کې يي ٣٦ کسان وژل شوې.
د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس وئیلې د پاکستان ځواکونو قصداً د افغانستان خاورې ته کومې راکټې نه دې ویشتلې. خو هغه زیاته کړې داسې څه امکان نشې ردیدی چې تښتیدونکو جنگیالو ویشتلو د پاره ځنې گولې په حادڅاتي توگه افغانستان کې غورځیدلې وې.
ښاغلې عباس زیاته کړه په تیره یو میاشت کې جنگیالو د افغانستان نه په پاکستان کې پنځه حملې کړې دي، په نتیجه کې ٥٥ عسکر وژل شوې او ٨٨ زخمیان شوې دي.
افغان صدر حامد کرزۍ د اتوار په ورځ وئیلې په تیرو دریو هفتو کې د پاکستان له اړخه ۴٧٠ راکټې د افغانستان په خاوره غورځیدلې دي په نتیجه کې يي ٣٦ کسان وژل شوې دي، چې پکښې ماشومان هم شامل دي.
د تندلارو خلاف د کره گامونو نه اخستلو په سر د افغانستان او پاکستان تعلقاتو په تیرو وختونو کې د تاؤتریخوالي ښکار شوې دي.
او د نهې په ورځ به د افغانستان او پاکستان استازي امریکائي چارواکو سره کابل کې لیده کاته کوي او امکان دی د خبرو اترو موضوع به طالبانو سره د جوړ جاړي عمل وي.
د گل په ورځ د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خصوصي استازي مارک گراسمین کابل کې خبرنگارانو ته وئیلې د نهې په ورځ خبرو اترو کې به په دې خبره غور کولی شي چې د افغانستان د امن په عمل کې د پاکستان کردار څه رنگ نور زیاتیدی شي.
مارک گراسمین اویل خبرواترو کې به په واضحه توگه پاکستان ته ویل کیږي چې د ترهگرو ملاتړ دې بند کړي.