لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي دي


جنوبي افغانستان هلمند ولايت
جنوبي افغانستان هلمند ولايت
دخالي په ورځ چارواکو وئيلي دي چې جنوبي افغانستان کې شپږ افغان عسکر دزهرو ورکولو کيدو وروستو په ډزو سره وژل شوي دي.
دغه پيښه دزيارت په ورځ دهلمند ولايت په گريشک اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
دهلمند ولايت دوالي وياند احمدزيرک ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل يو داخلي پخلي کوونکي تن او پوليس عسکر لمړى په پوسته کې خپلو ملگرو عسکرو ته دزهرو ډک خوراک ورکړو او کله چې هغوي بې هوشه شول نو بيا يې پرې ډزې وکړې.
هغه وويل هغه وويل چې دډزو په دغه پيښه کې ککړ پوليس عسکر نيول شوى دى.
دپوليسو ولايتي وياند فريد احمد فرهنگ ددغه پيښې پخلى کړى دى.
ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى او طالب وياند يوسف احمدي وائي پيښه کې 8 پوليس عسکر وژل شوي او دهغوي څخه وسلې هم ترلاسه کړل شوي دي.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې اکثره مهال دخپلو ملگرو لخوا په عسکرو بريدونه شوي چې پکې سږکال تر دې مهاله د50ؤ څخه زيات بهرنيان او په لسگونو سيمه ييز عسکر وژل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG