چارواکي وائي دجمعې په ورځ شمالي افغانستان کې دجمعې په ورځ دجنجيانو په يو بس ترسره شوي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 18 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دضلعي پوليسو کمانډر بسم الله مسلميار وائي چې وژل شوؤ کې 6 ماشومان او 7 ښځې شاملې دي.
له دې وړاندې په روانه مياشت کې دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل افغانستان کې داولسي وگړو او په ځانگړې توگه دښځو او ماشومانو په مرگ ژوبله دانديښنې څرگندونه کړې وه.
دبلخ ولايت په دولت اباد اولسوالۍ کې په يو بس کې جنجيان روان وؤ چې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه.
دولايتي پوليسو وياند شيرجان دراني يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل پيښه کې وژل شوي زياتره ښځې او ماشومان دي او زياته يې کړه چېدمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
بل لوري ته دوالي وياند محمد عليم وئيلي دي چې دجمعې په ورځ دکابل شمال لويديز لوري ته 400 کلو ميټره لرې په يو تنگ سړک دفټبال دمينه والو يو گاډى دتيلو دټانکر سره جنگيدلى چې له امله يې دفټبال شپږ مينه وژل شوي او 36 نور ژوبل شوي دي.