دافغانستان په پکتيا ولايت کې دافغان او نيټو ځواکونو په گډه پوځي اډه ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې د ٥۴ ؤ افغان عسکرو پشمول ٥٣ کسان ژوبل شوي دي.
ځانمرگي دبارودو څخه ډک گاډى دپکتيا ولايت زرمت اولسوالۍ کې دنيټو او افغان ځواکونو دګډې اډې ددروازو سره نزدې الوځولى.
په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو وياند ميجر ايډم وجاک ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې په دغه بريد کې گڼ شمير افغان عسکر ژوبل شوي دي.
دهغه وينا ده دموټر په ذريعه ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې دنيټو کوم عسکر وژل شوي نۀ دى.
دايساف وياند ميجر ايډم وجاک وائي دچاؤدنې وروستو په اډه دمارټر فائر هم شوى دى.
دوالي مرستيال عبدالرحمان منگل ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې زياتره عسکر چاؤدنه کې په ماتو شوؤ شيشو زخمي شوي دي.
ټاکل شوې ده د٢٠١۴م تر اخره به افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ستنيږي او دامنيت چارې به افغان ځواکونو ته سپاري.
په داسې حال کې چې افغان ځواکونو دبهرنو پوځيانو څخه دافغانستان په ځينو سيمو کې دامنيتي ذمه واروپخپلو لاسونو کې داخستو عمل پيل کړى تندلاري عموماً افغان عسکر په نخښه کوي.
دولايتي حکومت وياند روح الله سمون يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې داسې ښکاري چاؤدنه دډرائيور لخوا دکيمپ ددروازو پورې درسيدو څخه وړاندې شوې ده.
همدغه شان اولسوال اغا گل احمدزى وائي چاؤدنه کې دماشومانو پشمول ٨ اولسي وگړي هم ژوبل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ذبيح الله مجاهد وويل په راکټونو، مشين ګنونو، لاسي بمونو او ځانمرګي واسکټونو سمبالول زمونږ جنګيالي په برياليتوب سره په زرمت اولسوالۍ کې ديو ځانمرګي بريد وروستو دامريکائي ځواکونو اډې ته ننوتلي او نښته اوس هم روانه ده.
خو دهغه دغه ادعا دايساف او افغان عسکرو لخوا رد کړل شوې ده.