لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې داسټريليا ٥ عسکر وژل شوي دي


د امریکې صدر براک اوباما او د اسټریلیا وزیراعظم جولیه گلرډ
د امریکې صدر براک اوباما او د اسټریلیا وزیراعظم جولیه گلرډ
افغانستان کې ميشت داسټريليا دپوځي مشن پينځه عسکر په دوؤ بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي دي.
دنيټو دچارواکو ترمخه درې اسټريلوي عسکر دمقامي پوځ دوردۍ اغوستي يو تن په ډزو کې وژل شوي دي.
چارواکي وائي دغه پيښه دشورو په شپه جنوبي افغانستان کې داسټريلوي پوځ په يوه اډه کې رامينځته شوې ده.
دائتلافي ځواکونو وينا ده دزيارت په سحردافغانستان په هلمندولايت کې دهيلي کاپټرو دتباه کيدو له امله هم داسټريليا دوه پوځيان وژل شوي دي.
داسټريليا وزيراعظم جوليا گيلارډ وئيلي دي چې ددغه نوعيت دپوځي وژنو له امله دافغانستان په اړه دهغه دهيواد په تگلاره کې کوم بدلون نۀ راځي.
له دې وړاندې افغانستان کې دنيټو په مشرۍ کې ميشتو غيرملکي پوځيانو پخپل يو باضابطه اعلان کې وئيلي وؤ چې دشورو په ماښام جنوبي ولايت ارزگان کې دافغان پوځ يونيفارم اغوستي يو تن په ډزو درې ائتلافي پوځيان وژلي وؤ، ددغه پيښې پلټنې پيل کړل شوي دي.
په ارزگان کې خواؤشا ١٥٠٠ اسټريلوي عسکر ځايې پځايې دي او دزيارت دورځې دپيښې څخه وړاندې افغانستان کې روانه جگړه کې تر دې مهاله ٣٣ اسټريلوي پوځيان وژل شوي دي.
دنيټو په پوځيانو دسيمه ييزو افغان عسکرو له لوري ددغه رقم بريدونو دا لړۍ دائتلافي ځواکونو لپاره يوه ستره ستونزه جوړيږي ځکه چې سږکال په دغو پيښو کې غيرمعمولي اضافه شوې ده.
سږ کال په دغه شان لږ ترلږه ٣۴ؤ پيښو کې ۴٥ غيرملکي پوځيان وژل شوي چې پکې اکثريت دامريکايانو دى.
دنيټو چارواکو منلې ده چې دپلټنو څخه څرگنده شوې ده په دغو بريدونو کې ککړو کسانو کې دلسو فيصدو نيغه په نيغه او پينځلسو فيصدو په بالواسطه توگه تعلق دطالبانو سره دى.
امريکا او ائتلافي ځواکونو دکال ٢٠١۴م تر اخره دسلامتۍ ذمه وارۍ افغان پوځيانو ته دسپارلو او افغانستان څخه دخپلو جنگي پوځيانو دويستو اعلان کړى خو ددننه بريدونو له امله دخپل مينځي باور فضاء تاؤژنه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG