لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د افغاني پوليس په ډزو دوه امريکائي عسکر وژل شوي


Preparing For Change In Afghanistan
Preparing For Change In Afghanistan
په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو وئيلي دي دجمعې په ورځ يو افغاني پوليس دوه امريکائي عسکر وژلي دي.
د نيټو د شميرې ترمخه سږ کال په افغانستان کې په دغه رقم 28ؤ بريدونو کې 39 بهرني پوځيان وژل شوي دي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې يوه اوونۍ دمخه په يوه ورځ افغاني عسکرو 6 امريکائي پوځيان وژل شوي وؤ، او ددغه پيښې سره به دبهرنو ځواکونو او سيمه ييزو ځواکونو ترمينځ باور کې نور کمى هم رامينځته شي.
د ائتلافي ځواکونو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دغه پيښه دجمعې په ورځ په فراه ولايت کې رامينځته شوې او په ځوابي کارروايۍ کې بريدکوونکى هم وژل شوى دى.

بيان کې وئيل شوي دي چارواکو ددغه پيښې دعلتونو معلومولو لپاره پلټنې پيل کړي دي، په افغانستان کې دميشتو امريکائي پوځونو دتگلارې سره سم دوژل شوؤ پوځيانو دپيژندگلو معامله دامريکا ددفاع په محکمې پريښودل شوې ده.
بيان کې ددغه پيښې نور تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي خو دسرچينو ترمخه دبريدکوونکي تعلق په کليواله کچه دمنظم کړل شوؤ افغاني پوليسو سره ؤ، چې ددغو عسکرو تربيت امريکائي پوځ کوي.
دافغاني پوليسو او پوځيانو له لوري اوسنو ورځو کې په غيرملکي پوځيانو بريدونو کې اضافه شوې ده، دجمعې په ورځ رامينځته شوې دغه پيښ په تيرو دوؤ اوونو کې دخپل نوعيت شپږمه پيښه ده.
امريکائي چارواکي وائي ددغه شان پيښو په مخنيوي کې دمدد ورکولو لپاره دافغاني عسکرو دبهرتۍ په اړه جامع طريقه کار هم تجويز کړل شوى، او امريکا په افغانستان کې دخپلو مخبرانو په شميره کې هم زياتوالى راوستى.
په تيرو وختونو کې افغانستان کې فعاله جنگيالو هم دسيمه ييزو عسکرو دوردو په اغوستو سره په بهرنو پوځيانو بريدونه ترسره کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG