لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد:که پاکستان وغواړي نو ټي ټي پي سره یې پخلاینه کې منځګړتوب کولی شو



ذبیح الله مجاهد وویل د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په ضد جګړه وکړي اؤ نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هیواد په ضد وکاروي
ذبیح الله مجاهد وویل د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په ضد جګړه وکړي اؤ نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هیواد په ضد وکاروي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي که پاکستان وغواړي نو دوي د پاکستان اؤ ټي ټي پي تر منځ د منځګړتوب یا ثالثۍ کردار ترسره کولی شي.

پاکستان لا په سمدستي توګه د طالبانو د حکومت دې وړاندیز ته څه ځواب نه دی ویلی خو څېړونکي وایي تر دې وړاندې هم د افغان حکومت له لوري د پاکستان اؤ ټي ټي پي تر منځ پخلاینه کې د افغان طالبانو د منځګړتوب کردار ناکام شوی دی.

د برتانوي خبري شبکې انډيپنډنټ اردو سره خبرو کې د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د دوي حکومت د پاکستان سره غوره اړیکو ته لېواله دی اؤ غواړي دا اړیکې باید په وورولۍ ولاړې وي.

ویاند ویلي پاکستان د افغانستان یو ګاونډي هیواد دی اؤ څومره څه چې د افغانستان پاکستان سره ګډ یا شریک دي دومره د بل هیواد سره نشته.

هغه وویل د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ غوره اړیکې د دواړو هیوادونو هیوادونو ضرورت دی،د پاکستان ولس د افغان ولس سره د ورورولۍ اړیکې لري خو متاسفانه چې د پاکستان ځینې ګامونه د بې باورۍ چاپيریال رامنځته کوي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره ،څنګه چې د ټي ټي پي ستونزه ده، دا ستونزه له تېرو ۲۰ کالو راهسې راروانه ده، ټي ټي پي پاکستان کې جګړه کړې ده اؤ پاکستان د هغوي خلاف ضرب عضب عملیات وغیره کړي، دا د پاکستان ستونزه ده خو متاسفانه چې هغوي د هرې کارروایي ذمه واري د افغانستان غاړې ته اچوي چې په دې د بې باورۍ فضا رامنځته کیږي.

هغه ویلي، مونږ غواړو چې د پاکستان امنیتي ادارې باید د امن ټینګښت ته پام وګرځوي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړه چې په بنو یا بله کومه سیمه کې د کارروایي ذمه وار افغانستان ولې ګرځول کیږي؟

ذبیح الله مجاهد وویل د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هیواد په ضد جګړه وکړي اؤ نه هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هیواد په ضد وکاروي.

د نوموړي وینا وه که پاکستان سره څه معلومات وي نو هغه یې باید مونږ سره شریک کړي ترڅو معلومه شي چې هغوي ته د افغانستان څخه څه ستونزه ده خو وي ویل یوازې د رسنیو له لارې په تورونو لګولو د ولسونو تر منځ کرکې خوریږي اؤ ددې د لاسه د بې باورۍ چاپيریال رامنځته کیږي چې دا په ګټه نه ده .

د پاکستان اؤ ټي ټي پي تر منځ د ثالثۍ د کردار ترسره کولو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، که پاکستان وغواړي نو مونږ په هغه صورت کې د ثالثۍ کردار ترسره کولی شو ، که د پاکستان حکومت وغواړي نو مونږ به بیا د ورورولۍ په اصولو خپله هڅه وکړو.

خو ذبیح الله مجاهد وویل که چرې پاکستان داسې نه غواړي نو بیا مونږ په دې لړ کې مداخله نه شو کولی اؤ دا بیا د هغوي خپل کار دی ځکه چې دا د هغوي کورنۍ ستونزه ده.

ویاند واضحه کړه چې افغان طالبانو مخکې هم د پاکستان اؤ ټي ټي پي تر منځ ثالثي کړې وه اؤ بیا به یې هم کوي خو وایي دا به د پاکستان په خوښه وي.

پاکستان وخت په وخت د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په سرپرستۍ تورنوي اؤ وایي د ټي ټي پي وسله والو ته افغانستان کې خوندي ځالې ورکړل شوې دي.

په ۱۴م اګست د ازادۍ د ورځې د پوځي سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په مرسته تورن کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ، مونږ افغانستان ته پېغام ورکوو چې باید پخپل زوړ اؤ خیرخواه ګاونډي هیواد فتنه الخوارج [پاکستاني طالبانو] ته اولیت ور نه کړي.

د هغه وینا وه ، افغانستان زمونږ ورور ګاونډي هیواد دی اؤ ددې هیواد لپاره پاکستان اؤ زمونږ ولس بې شمېره قربانۍ ورکړي دي چې په نن دور کې یې هیڅ بېلګه یا مثال نه موندل کیږي.

جنرال منیر ویلي وؤ مونږ د افغانستان سره ښو اړیکو ته لیواله یو اؤ غواړو چې افغانستان باید د فتنه الخوارج په نوغي ویستو کې د پاکستان داسې کومک وکړي لکه څنګه چې پاکستان د افغانستان کومک کړی ؤ.

د پاکستان حکومت اؤ پوځ تر دې وړاندې هم څو څو ځله په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت نه خواهش څرګند کړی چې د پاکستان مخالفه ټي ټي پي په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي خو افغان طالب چارواکي وایي چې پاکستان کې امن ټينګول ددغه هیواد خپله کورنۍ ستونزه ده.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ پخلاینه کې د افغان طالبانو ثالثي تر دې وړاندې هم ناکامه شوې ده اؤ که اوس چرې بیا هم د ثالثۍ هڅه کیږي نو په دې د دواړو هیوادونو اړیکې یو څه ځای ته راتلی شي خو زیاتې هیلې ترې نه شي لرل کیدای.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي پاکستاني طالبان د افغانستان د طالبانو سره کلکې اړیکې لري اؤ زیاتره د دواړو خواؤ وسله والو په یو ځای د امریکې اؤ ناټو د پوځونو خلاف جګړې کړي دي نو ځکه اوس افغان طالبان د پاکستان په خواهش د ټي ټي پي په ضد له اقدام ډډه کوي.

ځېنې څېړونکي په دې اند هم دي چې افغان طالبان ځکه د ټي ټي پي په ضد د پاکستان غوښتنو ته غوږ نه نیسي چې هغوي پوهیږي که ټي ټي پي ترې خفه شي نو دغه وسله واله ډله بیا په افغانستان کې د طالبانو سخت مخالف وسله وال تنظم داعش ته د ملګرتیا لاس وړاندې کولی شي چې دا به بیا د افغان طالبانو لپاره یوه د نقصان ډکه سودا تمامیږي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG