لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنډۍ:مدرسه کې په دیني طالبه دجنسي تیري په جرم دمدرسې مفتي نیول شوی


پولیس وایي دپنجاب په پینډۍ ښار کې یې دیوې دیني مدرسې هغه مغتي نیولی چې یوه اوونۍ وړاندې یې دمدرسې په یوې محصلې یا زده کوونکي جنسي تیری کړی ؤ.

پولیس وایي دمفتي شاه نواز احمد په نوم دغه دیني عالم باندې دهغه دمدرسې یوې پېغلې زده کوونکې د جنسي تیري تورونه لګولي اؤ جینۍ دا هم ویلي چې دهغه سره په دې جرم کې دمدرسې یوه بله ښځینه استاذې هم همکاري کړې ده.

دپولیس وینا ده چې دمفتي شاه نواز احمد په ضد په ۱۷م اګست دپینډۍ په پیرودهایي پولیس تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې ده خو هغه دکرفتارۍ نه ځان پټ کړی ؤ.

دپولیسو په وینا مفتي شاه نواز دنیول کیدو ترڅنګ په دې مقدمه کې دمدرسې دنورو استاذانو اؤ مامورینو نه هم پلټنې روانې دي اؤ دتورن مفتي په تېښته کې دهمکارۍ په تور د دهغه ورور،وراره اؤ دمدرسې دمنتظم ځوئ هم نیول شوی دی.

پولیس زیاتوي چې دجنسي تیري دښکار پیغلې طبي معاینات یې کړي اؤ په یوه معاینه کې په دغه جینۍ دتشدد نخښې روښانه دي.

دپولیس وینا ده چې که بشپړ طبي رپورټ مخې ته راشي نو ددې پېښې پلټنې به لا پسې پرمخ یوړل شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په دیني مدرسو کې د استاذانو لخوا پخپلو ښځینه اؤ نارینه شاګردانو دجنسي تشدد کچه لوړه شوې ده اؤ تر دې دوه میاشتې وړاندې دپنجاب یو ستر دیني عالم مفتي عزیز الرحمان هم په مدرسه کې خپل شاګرد سره دجنسي تیري په تور نیول شوی ؤ چې تر اوسه زندان کې پروت دی.

په دغه مقدمه کې دسوات پینځویشت کلن ځوان صابر شاه په نوموړي مفتي هغه سره دبدکارۍ تورونه لګولي وؤ.

په ټولنیزو رسنیو دبدکارۍ د ویډیو مخې ته د راتلو نه وروسته مفتي عزیزالرحمان یوه دسپیناوي ویډیو هم په رسنیو خپره کړې وه اؤ په دې ویډیو هغه ددې خبرې نه انکار نه ؤ کړی چې ګنې دمدرسې دطالب سره یې بدکاري نه ده کړې خو ویلي یې وؤ چې دا هرڅه ده پخپل هوش کې نه دي کړي.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره دکارکوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کال ۲۰۲۰ په وړومبیو شپږو مياشتو کې نزدې ۱۵۰۰ ماشومان د جنسي ځورؤنو سره مخ شوي دي.

شیمرې ښایي په دې کې ۵۳ فيصده جينکۍ او ۴۷ فيصده هلکان دي.

د ساحل د رپورټ له مخې د کال ۲۰۱۹ د هم دومره مودې د شمېرو مقابله کې د ماشومانو د جنسي ځورونو پېښې ۱۴ فيصده سېوا شوي او په دې حساب پاکستان کې روزانه اته ماشومان د جنسي ځورنې ښکار کيږي.

د ساحل شمېرې ښايي په دې کې نزدې د ۵۰۰ ماشومانو عمرونه د ۱۱ نه تر ۱۵ کالو دي او د ۳۳۱ عمرونه د شپږو نه تر لسو کالو پورې دي.

د ماشومانو حقونو د پاره کارکونکی عمران ټکر وايي والدینو ته پکار دي چې دخپل ماشوم په ناسته ولاړه،تګ راتګ او بدليدونکو روئيو کلک نظر وساتي او د جنسي تيري نه دبچ کيدو په اړه ورته پوهه ورکړي.

" ماشوم په دې پوهول دي چې بې وخته د خپل عمر نه زيات چا سره ډير نه نزدې کيږي او که ويره لري نو مور و پلار دې په وخت خبروي "

عمران ټکر زياتوي په پاکستان کې د جنسي تيريو پېښې اکثره نه رپورټ کيږي او که رپورټ هم شي نو دې پېښو کې ککړو ډيرو لږو کسانو ته قانوني سزاګانې ورکړل کیږي.

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د تير دسمبر په مياشت کې په زوره د جنسي تيريو د مخنیوي قانون ۲۰۲۰ لاسلیک کړی چې له مخې به يي ګرد هېواد کې د جنسي زياتيو د مقدمو فېصله کولو د پاره ځانګړي عدالتونه جوړيږي او د ککړو تنانو جنسي توان به ختمولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG