وکیل خان، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.
د ډیوې اونیزه خپرونه ولولې د دې اونۍ په خپرونه کې له خبریال او هنرمند سید عدنان شاه سره خبرې کوو. نوموړي په خپلو پروګرامونو باندې لس کتابونه لیکلي. کوربه: وکیل خان
د پېغلو او ځوانانو لپاره د وي او اې ډیوه اونیزه خپرونه ولولې د دې اونۍ په خپرونه کې له ښاغلي قاعد اقبال سره خبرې کوو. دی په H1B ویزه چې د کار ویزه ده امریکا ته راغلی. کوربه: وکیل خان
د ډیوې اونیزه خپرونه ولولې د دې اونۍ په خپرونه کې به عنایت الله وپیژنئ. د سوات اوسېدونکی عنایت الله چې یو سندرغاړی هم دی، په وروستیو کې یې په صوبايي کچه د PMS ازموینه پاس کړې او په سکالرشېپ امریکا ته هم راغلی وو. کوربه: وکیل خان
د ډیوې اونیزه خپرونه ولولې په دې خپرونه کې د موسیقۍ د استاذ شاکر زېب او هنر مند عاقب نور سره خبرې کوو. کوربه وکیل خان
د وي او اې اونیزه خپرونه ولولې په دې خپرونه کې له عمر فاروق خان سره خبرې کوو. دی امریکا ته په F-1 یا سټوډېنټ ویزه راغلی. کوربه: وکیل خان
د وي او اې اونیزه خپرونه ولولې په دې خپرونه کې به تاسو ته د بلوچستان فضل محمد درپېژنو. فضل محمد په کوټه کې په نشي توکو د روږو کسانو د درملنې یو مرکز لري.
د ځوانانو او پېغلو لپاره د وي او اې ډیوه اونیزه خپرونه "ولولې" دا اونۍ تاسو ته د وزیرستان ارسلان اسد مسید در پېژنو ارسلان دا وخت د امریکا په نیویارک کې د مارشل ارټ له یو شمېر کلبونو سره لوبېږي او یو شمېر جایزې یې هم ګټلي دي.
د وي او اې ډیوې اونیزه خپرونه ولولې د کورمې عرفان الله جان څوک دی؟ عرفان الله جان په لس کلنۍ کې په یوې چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړی. دی اوس په مصنوعي پخو باندې ګرځي. عرفان په خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې تر زرو زیاتو کسانو ته په خپله مصنوعي لاسونه او پخې لګولي دي. کوربه وکیل خان.
د بایډن انتظاميې د امريکا قانون جوړونکو ته خبرداری ورکړې چې د اوکراين لپاره د 61.4 بيلين ډالرو مرستې د غوښتنې په منظورۍ کې پاتې راتلل به د روس د صدر په ګټه وي.
د امریکا پوځ په عراق او شام کې په خپلو ځواکونو باندی د نېږدې ۳۰ بریدونو لپاره نورې ایران پلوه پراکسي ډلې تورنې کړې.
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر د یووالي او ملاتړ ښودلو لپاره په داسې وخت کې اسراییل ته تللی چې دغه هیواد د پولې له پورې غاړې څخه د حماس د وسله والې ډلې بریدونو ته ځواب ورکوي. په همدې حال کې روس له عربي مشرانو سره خبرې کوي چې د اسراییلو د حماس کړکېچ لا پسې ژورېږي.
د فلسطیني ډلې حماس لپاره د ایران ملاتړ د پام وړ دی چې وسله وال يې د شنبې - خالي په ورځ د اسرایل سویل اړخ ته ننوتل او په ملکي وګړو او پوځيانو یې بریدونه وکړل په همدې حال کې امریکايي چارواکي وايي، واشنګټن تر اوسه داسې کوم ثبوت نه لري چې ګواکې له حماس سره په دغه منصونه کې ایران مستقیم لاس درلود.
ولولې: د ځوانانو او پېغلو لپاره د وي او اې ډیوې اونیزه خپرونه. دا اونۍ په دې خبرې کوو چې ځوانان څنګه په نشي توکو روږدي کېږي او څنګه یې بیا درملنه کېږي؟ کوربه: وکیل خان.
د امریکا صدر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د اسرایلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل. دوی د ایران د اټومي ګواښ، په لویدیځه غاړه کې د اسرایلو د میشت ځایونو د پراخولو او د هیواد په عدالتي نظام کې په بدلون د هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ډیوې اونیزه خپرونه ولولې: د دې اونۍ په خپرونه کې په پېښور کې د مېشتو افغان سوک وهونکو (باکسرانو) سره خبرې شوي. په پېښور کې افغان سوک وهونکي او د هغوی روزونکي وايي، دوی ته په نړیوالو سیالیو کې برخه نه ورکول کېږي او ورسره توپیري چلند کېږي. کوربه: وکیل خان
افغانه شاعره او کډواله شکیلا رحمان په پېښور کې د خپل وطن افغانستان نه لرې ژوند کوي چې په يوه حواله يې تر اوسه ژوند خو خوندي دی خو ژوند يې د ستړیاو ډک او لکه د بې زالې مرغۍ کله په يو شپول او کله په بل شپول تېرېږي. دې د خپل ژوند دا لوړې او ژورې په خپلې شاعرۍ کې داسې انځور او بیان کړي.
د پښتو وتلې سندرغاړې قمر ګل بي بي له نړۍ سترګې پټې کړي. هغې په ژوندانه د ډیوې له وکیل خان سره دا مرکه کړې وه.
خېبر پښتونخوا دیر ضلعې ثمر خان پېژندګلو ثمر خان وايي د پاکستان یو شمېر لوړو غرونو ته په سایکل ختلې او ۵۶۰۰ میټره اوچت غر نه يې سنو بورډېنګ کړی. هغې د خپلې وروستۍ تجربې په اړه د وي او ای ډیوه خبریال وکیل خان سره خبرې کړې دي
نعمان خان وایي د سیتارسره یې ملګرتیا دومره پخه ده چې وس دواړه د یو بل سرو خبرې هم کوي. د وي او ای ډیوه خبریال وکیل خان د نعمان خان سره د هغه د هنر په اړه خبرې کړي
په امریکا کې خلک کولی شي چې خپل ووټونه پیشګي ورکړي دډیوه خبریال وکیل خان د پېشګي ووټونو یو مرکز ته ورغلی او د خلکو سره یې په دغه موضوع خبرې کړي دي
نور کتل