وکیل خان، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.
د کوهاټ فخر اعظم د تیرو پینځه کالو راهسې په امریکا کې لوې ترک (ټریلر) چلوي. وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت دغه پښتون ځوان وايي امریکا کې د لاک ډاون د لاسه یې روزګار اغیزمن شویی. فخر اعظم په امریکا کې د لاک ډاون کیسه د ډيوه همکار وکيل خان ته ډیوه ستوري خپرونه کې کړي تاسو یې هم واورئ.
افغانه کنیډايي مژده جمال ذاده یوه بااستعداده هنرمنده او مدني فعاله . مژده جمال ذاده دخپل تېر شوي، اوسني او راتلونکي ژوند په حقله په خپرونه ډیوه ستوري کې د کوربه وکيل خان د تپوسونو ځوابونه ورکوي
سندرغاړې شانزا علي خان د کلتور په چوکاټ کې خپل ته وده ورکول غواړي پېغلې هنر مندې وي او ډیوه ته وویل چې په خپل انځوري هنر کې د پښتنو ښځو ستونزې ښکاره کوي. دډیوه ستوري کوربه وکيل خان دا اونۍ د هغې سره مرکه کړې تاسو یې دلته کتلی شئ
د تکړه پښتون سندر غاړي ظفر اقرار نه یواځې دا چې د موسیقۍ هنر سم زده دی بلکې هغه د پښتو موسیقۍ په هغه منر مندانو کې هم شامل دی چې په تېرو څو کلنو کې یې د خپل فن شمع بله ساتلې ده. په داسې ورځو کې چې دسخت دریځو د گواښونو د لاسه د پښتو موسیقي غږول اسان کار نه وو اقرار پښتون اولس ته خپل غږ تل په خپله سن
د پښتو ژبې وتلی هنرمند ډاکټر ناشناس وايي ځان استاد نه بلکې اوس هم ځان د موسیقۍ زده کونکی گڼي. هغه وویل چې کله هم ورته څوک استاد ووایی نو ورته په خپل هنرکې خامۍ یادې شي.
د پېښور په بېټنگ کې غوره لوبه سمت وکړه چې د پېنځو شپږیزو او د څلورو څلوریزو په وهلو یې ٧١ رنز جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو
استاد ډاکټر محمد فطرت حبيبي ناشناس په تېرو پنځوسو کالو کې د معیاري، کلاسیکي، فولکلوري او عصري موسیقۍ بې ساری ستوری دی. هغه خپله کيسه نن د وي او اې ډیوه کوربه وکيل خان ته کړې. بل خالي یا (شنبه) به دویمه برخه اورئ
د علي په مشهورو سندرو کې "ملنگ عبدالرحمان" او "باچاخان ته پیزونې" په اولس کې زیات خوښ شوي دي. دا اونۍ په خپرونه د ډ یوه ستوري کې وکيل خان د علي بابا خان سره د هغه د موسيقۍ په انداز او د ژوند په حقله تپوسونه کړي دي
نيمه پېړۍ وشوه چې سید سردار بادشاه د پښتو په ډرامو کې مرکزي کردارونه لوبوي. ښاغلی بادشاه د نن سبا د پښتو ډرامو د معیار نه مطمین نه دی. د ډیوه ستوري کوربه وکيل خان د سید سردار بادشاه سره ځانگړې مرکه کې کړي دي
دا اوونۍ د ډیوه ستوري پروګرام مېلمه د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی عرفان مسود دی. ښاغلي عرفان په نړیواله کچه په بېلابېلو بدني لوبو کې ۱۲ ایوارډونه اخیستي دي. نوموړی د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د (اوشو) اکېډمي لري. عرفان د خپل کار په اړه د ډیوه ستوري پروګرام له کوربه وکیل خان سره خبرې کوي.
غزال عنایت وايي په پښتواو دري کې سندرې ویلي او وايي د هندي او اردو ژبو د سندرغاړو سندرې هم زمزمه کومه. او غواړم چې په دغه دواړه ژبو کې هم سندرې اوایم.
وتلې پښتنې هنر مندې نازيه اقبال ډیوه ته ويلي دي ویاړ کوي چې پښتنه ده او په پښتو کې سندرې وايي. هغې د ډیوه په نوې خپرونه "د ډیوه ستوري" کې اوویل که په بل قام کې پیدا وې کیدې شي دا مقام ېې نه وې موندلی.
امریکا کې د پولیس نظام د پاکستان نه څومره مختلف دی، پولیس افسرانو ته څه قسمه مراعات ورکړی کیږي، پولیس د خلکو څه رنگ مرسته کوي او پولیس دپاره د دندې په لړ کې مشکلات څه دي؟ سجاد احمد په دې اړه د خپلو خیالاتو اظهار کولو
سید رحمان شينو واېي د 1972 راهسې پښتانه خندوي او په خپلو ټقالو کې د ټولنې په نيمگړي او ناسمه کارونو گوته ږدي- د ډیوه ریډیو په خپرونه بله ډیوه کې په خبرو کې ښاغلي شينو اوویل چې په ورکوټوالي به یې په پېښور کې رکشه چلوله
٢٢ کلن کلیم الله خان تعلق د پاکستان سرحدي ښار چمن سره دی. د فټ بال لوبه يي چمن کې ذده کړې ده. ټ بال چمن کې ډیره مقبوله لوبه ده. که څه هم لوبه دپاره ضروري سهولتونه نشته خو د فټ بال مینه وال په خپل قابلیت ځان دپاره نوم او لکه د کلیم الله شهرت پیدا کوي