د لا درکه بلوچانو د لاريون مشرې ماه رنګ بلوچ له ډيوه سره په خبرو کې ويلي چې ګڼ شمير غړي يي تر اوسه ندي خوشې کړای شوي خو پوليس دا تورونه ردوي
په کال 2011 د بې درکه تنانو په اړه یو کسیزه حکومتي کمیشن هم جوړ کړی شوی او دې کمیشن څو واري دعوا کړې ده چې د اکثرو لادرکو خلقو کېسونه حل کړی شوې دي خو د لا درکه تنانو لپاره غږ پورته کوونکې د دې خبرې سره اتفاق نه لري او وايي رياست ته به خپلې تګلارې بدلول وي۔
د پاکستان خارجه وزارت هغه مطبوعاتي راپورونه نه تاییدوي چې ګنې د ویغور مسلمانانو د ویستلو پرېکړه یې هم کړې په پاکستان کې مېشتو ویغور مسلمانانو په دې پرېکړې اندېښنه ښودلې. تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
غېر رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کښې نزدې زرو پورې ویغور کورنۍ ژوند کوي. په دوی کې ځېنې د ۱۹۵۸ نه آباد دي او زیاتره اوس پاکستاني شهریت هم لري. دوی اکثره د پاکستان راولپنډې ښار، ګلګت او د اففانستان په خوست کې ژوند کوي
کډوالې وویل د افغانستان د پخواني حکومت په مهال يې د صحت په برخه کې په يوه اداره کې کار کولو خو وايي خاوند سره د ناسم تعلق په سبب یې هغه سرپرستي نه کوله او طالبانو د محرم نه بغیر هغې ته د روزګار اجازت نه ورکولو
د پاکستان د سېنټ غړو د حکومت هغه دریځ ته بېلا بېل غبرګونونه ښودلي چې وايي د بې اسناده کډوالو او په ځانګړي ډول د افغانانو له وتلو سره به د دې هيواد اقتصاد او امنيتي وضيت ښه شي. تفصيل يې اسلام آباد نه وقار احمد وراندې کوي.
پاکستان کې د برني اېوان سېنېټ ځينې غړو د پاکستان د حکومت په دغه پرېکړه پوښتنې راولاړې کړي چې د لا قانونه بهر ملکيانو او په ځانګړي ډول د افغانانو د ايستلو سره به د دې هيواد اقتصاد او امنيتي حال هم ښه شي که نه؟.
د پوځ پخواني ویاند اؤ د بلوچستان موجوده کور کمانډر جنرل اصف غفور مخکې وويلي وو چې ګڼ شمېر بې درکه خلق په ترهګرو تنظیمونو کې شامل شوي او ځینې په کې وژل شوي هم دي
پولیسو د اسلام اباد په یوې څېړنېزې اداره کې له پاکستان څخه په زوره د افغان کډوالو د ویستلو پر پالیسۍ باندې له بحث څخه پوهان او فعالان منعه کړي د حکومت لخوا دې کار د بیان د ازادۍ په اړه تاوده غبرګونه راپارولي. څېړونکي وايي چې که تنقيدي غږونه بند کړل شي نو ټولنه له ګډوډۍ سره مخ کېږي.
خبریالانو په کینیا کې د وژل شوي خبریال ارشد شریف د قاتلانو نه پیدا کېدل د ریاست ناکامي بللې دغه خبره د ارشد شریف د لومړني تلین پر مهال په اسلام اباد پریس کلب کې د راولپېنډۍ اسلام اباد یونین اف جرنلسټ لخوا په یوې جوړه شوې غونډه کې وشوه.
د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې د مدني ټولنې فعالانو د احتجاج پر وخت د حماس او اسرایلو د جګړې په اړه د مسلمانو هېوادونو په غېر واضحه دريځ نیوکې کړي دوی ويلي دا کومه مذهبي جګره نه ده بلکه د فلسطينيانو پر خاوره د اسرایلو د قبضې پر ضد مبارزه ده او بايد پاکستان پدغه جګره ښکاره موقف ولري.
څېړونکي د پاکستان په هغو خبرو شک څرګندوي چې وايي، له افغانستان سره پیاوړې اړیکې غواړي څېړونکي وايي، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان ورستۍ پرېکړې او د حکومتي چارواکو څرګندونې به نه یواځې دغه اړیکې پیاوړې نه کړي بلکه له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکه او غوصه نوره هم زیاته شي.
په پېښور کې د لائيوسټاک ايګري په نامه دوه ورځنی ننداتون جوړ شوی په دغه نندارتون کې د کرنې پيداوار او حفاظت او دغه ډول د څارویو خسماني په اړه ګډون کوونکو ته روزنه ورکړل شوې. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
نور کتل