<معلوماتو ته د ولس د لاس رسۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې ده چې په پاکستان په راتلونکي کې د عام انتخاباتو کولو تېارۍروانې دي او کارپوهان وايي انفارميشن ته رسېدل که د ټولنې د چارو لپاره ضروري ده نو د جمهوریت د پياوړي کېدو لپاره هم خوراارزښت لري
د پاکستان د سېنټ د بشري حقونو د پاره قاېمه کمېټۍ د مذهب د سپکاوي قانون ته د بيا کتنې وړانديزونه کړي په پاکستان کې په ورستيو کې د مذهب د سپکاوى په پلمه د لږکيو ډلو د ځورونې پېښې لا زیاتې شوي دي.
بلومبرګ: د پي آی ای په لیز اخېستل شویو دريارلس الوتکو کې د پيسو د نيشتوالي له کبله پينځه درول شوي
قرارداد: په پاکستان کې دې د مذهبي لږکيو ډلو بنيادي بشري حقونه ومنل شي
احتجاج کونکي: بلوچ او پښتانه يواځې په تندۍ بې درکه کيږي نه بلکې په پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري هم په زور کې ده. په زوره د بې درکه کړل شوو خلکو د نړيوالې ورځ په موقع د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې لويه احتجاجي غونډه شوې چې د بې درکه خلکو د کورنيو ترڅنګ پکې سياسي او مدني فعالينو ګډون کړی.
بلوچان د خپلو بې درکه کړل شوو خپلوانو د پاره انصاف غوښتلو ته کله کراچۍ، کله کوټې او کله اسلام اباد ته ځي خو لا هېڅ درک ورته نه ښکاري د ورک کړل شوو بلوچو خپلوانو دا ځل په اسلام اباد کې د لوږې په احتجاج لاس پورې کړی دی او وايي رياست دې ورته د دوی جرم وښيي.
د ماشومانو د حقونو غیر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه رپورټ کې ویلي، په پاکستان کې په روان کال کې د جنورۍ او جون ترمنځ هره ورځ په ۱۲ ماشومانو جنسي تیری شوی تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
په پاکستان کې مېشتو لږکيو له حکومت څخه د امتيازي قوانینو د ختمولو او دوي ته د تعلیم او روزګار د فرصتونو برابرولو غوښتنې کړي. دوی وايي، د هېواد اقليېتونه نن په وېره ژوند کوي. دا غوښتنې په اسلام اباد کې د لږکيو د قامي ورځې د لمانځلو په مناسبت وشوې.
د جبري لادرکه کسانو کمېشن وايي، په جولای میاشت کې یې ۷۶۱۶ قضیې هوارې کړي په جبري توګه د لا درکه شوو کسانو لپاره د پلټنو کمېشن په سپريم کورټ کې جمع کړي خپل رپورټ کې ویلي، چي کمېشن د جولاې 2023 پورې په مجموعي ډول 7 زره او 616 قضيې هوارې کړي چې په کې د جولاې د مياشتې 176 نوی کېسونه هم شامل دي.
د ماشومانو د حقونو د پاره کار کونکو فعالانو په اسلام اباد کې د يو جج په کور کې خدمت کونکې جينۍ رضوانه باندې د شوي تشدد خلاف احتجاج کړی. يادې ماشومې ته يې د انصاف ورکولو سره سره د سپريم کورټ نه غوښتنه کړې د ماشومانو په مشقت د بندېز قانون دې عملي کړي. تفصيل د وقار احمد په رپوټ کې
ایا کابل ته د اصف دراني سفر به افغان طالبان مجبوره کړي چې د پاکستان خلاف جنګېدونکو طالبانو پرضد ګامونه پورته کړي؟ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په داسې وخت د افغانستان سفر کړي چې پدې ورستيو کې د پاکستان دننه او په خصوصي توګه خېبر پښتونخوا کې يو ځل بيا د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي.
د کوڅې فټبال: د لنډي کوتل نه نیولې بیا د قطر او ناروې پورې د طفیل شینواري د ترقۍ قېصه د خیبر ضلعې په لنډي کوتل سیمه کې، طفیل شینواری د کوڅو د فټبال هغه لوبغاړی دی چې تېر کال یې په قطر کې د سټریټ فټبال په نړیوال جام کې د سرو زرو مډال ګټلی او اوس د نورو سیالو لپاره د ناروې هېواد ته ځي.
په پاکستان کې د قران شریف د تقدس ورځې د لمانځلو په مناسبت د جمعې له لمانځه وروسته ګڼو خلکو په لویو ښارونو کې خپل کاروبارونه تړلي وو. دغه ورځ حکومت او سياسې ګوندونو دواړو لمانځلې او په سويډن کې یې د قرآن شریف د سوزولو د پېښې پر ضد احتجاجونه کړي. تفصیل له اسلام اباد څخه د وقار احمد په رپوټ کې.
د پاکستان په پېندۍ ښار کې د هغو افغان کډوالو لپاره يو داسې ځانګړی سکول پرانېستل شوی څوک چې په کال 2021 کې په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته هلته ته نوي کډه شوي. په دې سکول کې زده کونکو ته د عمومي تعلیم ترڅنګ نور کوم هنرونه ښودل کېږي؟ تفصيل د وقار احمد په رپورټ کې
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالينو د مېرانشاه د احتجاجي ناستې په ملاتړ او د ورک کړل شوو او نيول شوو غړو د راخوشي کېدو لپاره تېره ورځ په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کړې. دوی ویل که د رياست مقصد دا وي چې د ګرفتارو د لارې به پي ټى ايم په شا شي نو دا شونې نه ده. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې
نور کتل