د حکومت د وېنا ترمخه د پي ايي ای د پراوټایزیشن یا په غېر حکومتي کمپنۍ د خرڅولو دا عمل يې د ايي اېم اېف په غوښته پیل کړی دی او د پي اي ای ترڅنګ به پاکستان سټیلز ملز اؤ د نورو داسې ادارو نجکاري به هم کیږي چې په تاوان کې روانې دي اؤ هر کال حکومت ورته اربونو روپو سبسډیز ورکوي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکې صدر ته ځوابي خط کې ویلي دي پاکستان غواړي د نړیوال امن د پاره له امریکا سره یو ځای کار وکړي څیړونکي وایي، ښايي په راتلونکي ورځو کې به د ترهه ګرې پرضد د پاکستان اؤ امریکې ترمنځ یو ځل بیا اړیکې زیاتې شي. تفصيل د اسلام آباد نه د وقار احمد په رپوټ کې.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په ګډون د شاوخوا 27 لکو پاکستانیانو د ژوند شخصي معلومات افشا شوي یا "غلا" شوي دي چې پکې بایو مېټرک معلومات هم شامل دي.
پاکستان دا وخت د ګرانۍ، د روپۍ د ښکته غورځېدونکي قدر، زر مبادلې د کمي او د بهرنیو قرضونو د دروند بوج سره مخ دی اقتصاد پوهان وايي له دې هېواد سره د اي اېم اېف پرته بله لاره نشته. که پاکستان د آي ايم ايف شرطونه مني او نوی ټيکسونه لګوي نو يو عام وګري باندې به يي څه اثرات وي؟
په پاکستان کې زياتره ښځې سېنټري پيډز او د ضرورت نور د پاکۍ شيانو ته رسايي نه لري. شميړې ښيي چې په پاکستان کې شاوخوا اویا فیصدي (٪۷۰) ښځې سينټري پيډز نه استعمالوي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د عورت مارچ فعالانو په دې هېواد کې د ماهوارۍ په مصنوعاتو د لګول شويو ټېکسونو د ختمولو غوښتنه وکړه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د عورت مارچ ګډونوالو همدارنګه د سرکاري سکولونو په نصاب کې د ماهواري په اړه د مالوماتو شاملولو غوښتنې هم کړې.
د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېرسرکاري ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې په تېر 2023 کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې 53 فيصده زیاتوالی راغلی دوی د ترهګرو په پېښو کې دا زیاتوالی په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري. تفصیل د وقار احمد په رپورټ کې.
په پاکستان کې په اتم فروري په شویو انتخاباتو کې د درغلیو له تورونو وروسته امریکې یو ځل بیا د ټاکنو په پایلو باندې اندېښنې ښودلې
د پاکستان د الېکشن کمېشن د غېر حتمي ابتدايي نتیجو ترمخه د فرورۍ په اتمه شويو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په 266 چوکو ازادو اميدورانو 101، پاکستان مسلم ليګ (ن) 75 او پاکستان پيپلز ګوند 54 سيټونه ترلاسه کړي دي
پاکستان کې د شخړو او امنیت د مطالعاتو څيړنيزي غير دولتي ادارې پېکس په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې د روان کال 2024 په لومړې مياشت کې د تير کال 2023 د دسمبر د مياشتې په پرتله په پاکستان کې وسله وال فعاليتونه يو سل دوه فيصده زيات شوي دي.
د ايران او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو په اسلام آباد کې په خپلې لیدنه کې په ګډه د چېلنجونو د مخنيوي دپاره په کار کولو اتفاق کړی د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې سمدستي وروسته په اعلې کچه د چارواکو دا ملاقاتونه څه معنی لري؟ په دې اړه نور حال د اسلام اباد نه وقار احمد وړاندې کوي
په رپورټ کې ويل شوي، ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې ده. له دې وړاندې د کورینوچارو وزارت هم ويلي وو چې خېبرپښتونخوا صوبې نه تر ټولو زیات د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي دي
نور کتل