د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي د سيمه ييزو هيوادونو په مقابل کې پاکستان کې د ابادۍ زیاتېدو شرحه تر ټولو زياته 1.98 فيصدي ده او دا هیواد زياتي ابادۍ سره په نړۍ کې په پينځم نمبر دی. پوهان وايي د حمل د مخنيوي د دوايانو يا نورو طريقو نه خپلولو له کبله د پاکستان ابادي زیاتیږي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
د پېښور حيات اباد مېډېلک کمپليکس روغتون کې د ښځو د وارډ ډاکټره غزاله شمس وايي، ډېرې داسې جينکۍ ورله علاج له راځي چې په کمر عمرۍ کې یې واده شوی وي په بچو زېږولو کې وقفه يا دمه غواړي خو د خپل صحت په هکله خبره نه شي کولی او پوهه هم نه لري
د نړیوالو چارو ماهر تیمور خان ډیوه ته وایي "روس بلکل د پاکستان دا مدد کولی شي چې ترهګر تنظيمونو بشمول داعش او ټي ټي پي په افغانستان کې کنټرول کړي ولې چې دا تنظیمونه د پاکستان يا افغانستان لپاره نه بلکې د سيمې د امن لپاره لوي خطر دی"
په پاکستان کې د اولس بېوسي په مقالو او په ټېلې وېزنونو باندې تودو خبرو کې هره ورځ بیانېږي. خو په اسلام اباد کې یو هنرمند دغه اولسي بېوسي په هنر کې هم ښودې. هنرمند جمال شاه یو شمېر غوږ نیولي انسانان د مجسمو په شکل کې د ښار په لوی اېف-ناین پارک کې کېښودې وې. ملک وقار احمد پرې رپوټ راکوي
د اسلام اباد وروسته پاتو سيمو کې بي وزله، يتيم او د سکولونو نه بهر ماشومانو دپاره يو غير دولتي تنظيم د وړيا تعليم ورکولو بندوبست کړی دی چرته چې 2000 نه زيات ماشومان وړيا تعليم ترلاسه کوي. نور تفصیل له اسلام آباده د وقار احمد په دې رپوټ کې:
په پاکستان کې دا وخت بې شميره داسې افغان کډوال موجود دي چې له لسيزو راهيسې په پاکستان کې اوسيږي خو د پاکستاني شهریت له حق او بنيادي بشري حقونو محرومه دي. قانون پوهان وايي پاکستان کې بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو قانون شته خو هغه لانجمن کړی شوی دی. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
د جون 12مه نېټه په نړیواله کچه د ماشومانو د مشقت په ضد ورځ لمانځل کېږي. د غيرسرکاري شميرو ترمخه په پاکستان کې دا وخت 12.5 مېلین ماشومان په مشقت اخته دي او دا شمېرې ورځ تر بله زیاتیږي. څېړونکي د دې علت په پاکستان کې د چايلډ لېبر په اړه کمزورې پاليسۍ ګڼي. نور حال د وقار احمد په رپوټ کې:
د جون پینځمه د چاپیریال د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې مقصد يې په خلکو کې د چاپېريال صفا ساتلو او چاپېریال ته د زیان رسوونکو عواملو مخه نیول دي. څيړونکي وايي پاکستان د موسمي بدلون نه متاثره هيوادونو کې يو دی خو دلته موسمي بدلون يو غيراهم موضوع ګڼل کیږي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
د می په ۳۱ مه د پاکستان ترڅنګ په ګرده نړۍ کې د تماکو د مخنیوي نړیواله ورځ نمانځل کېږي مطبوعاتي رپوټونه ښيي چې د تماکو استعمال له وجې په نړۍ کې هر کال اته میلينه خلک ژوند بايلي. پاکستان کې هم د تماکو د استعمال له وجې هر کال نیزدې یو لکه شپیته زره کسان مري. تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
په پاکستان کې د ګرمۍ د سختې څپې له امله په ځینو برخو کې ښونځي یا سکولونه په عارضي ډول تړل شوي د پاکستان اکثره ښارونه دا مهال د تودوخې له سختې څپې سره مخ دي او د موسمياتو محکمه وايي چې په راتلونکې کې د تودوخې درجه تر خطرناک حده رسېدای شي.
د پاکستان خارجه دفتر نه جاري شوې بیان ترمخه په واشنګټن کې امریکې اؤ پاکستان ترمینځ د ترهګرې په ضد مذاکرات شوې دي اؤ په دې کې د ترهګرې اؤ ترهګرو ډلو په ضد د شریکو هڅو اعلان شوی دی.
په اسلام اباد ژوبڼ (چړیا ګهر) کې د ځناورو د درملنې لپاره یو روغتیا مرکز جوړ شوی چې په کې د لسګونو ځناورو درملنه کېږي د اسلام اباد های کورټ تر دې مخکې له ځناورو سره د ناوړه چلند له امله د دغه ژوبڼ د تړلو امر کړی و. تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
واشنګټن کې پخواني افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور د اصف دراني هغه څرګندونې غلطې بللې چې د افغانستان حالاتو له هند څخه زیات پاکستان ته زیان رسولی. څیړونکي وایې پاکستان ګڼي چې ترهه ګري يي لویه مسله ده خو بیا د ترهه ګرۍ پرضد د پاکستان څه واضحه تګلاره نه ښکاري. تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې (يو اين ډي پي) نيشنل هيومن ډيولپمنټ انډيکس د۲۰۲۴ تازه رپورټ ترمخه د پاکستان نیمه آبادي د انټرنيټ نه محرومه ده چې پکې زياته شميره د ښځو ده د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې د انټرنيټ د نېشتوالي له کبله ښځې د خپلو حقونو نه بې خبره پاتې شي.
کارپوهان وايي، که پاکستان د موسمياتي بدلون په اړه کوټلې ګامونه پورته نه کړل نو د خوراکي توکو له کموالي سره به مخ شي مطبوعاتي راپورونه وايي، پاکستان په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون له امله تر ټولو زیات اغېزمن شوی دی. تفصیل د وقار احمد په راپور کې.
نور کتل