د اسلام اباد څخه وتلی خبریال او څېړونکی اسد علي طور ډیوه سره خبرو کې وایي"کوم تنظیم چې ټوله مبارزه د ټي ټي پي په پاکستان کې د ابادولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او د هغوي سره د رياست د ساز باز خلاف کوي، تاسو په هغه تنظیم بنديز لګوئ، او تور لګوئ چې هغه د ترهګرو سره رابطې لري، دا خو يوه ټوکه ده."
د امریکا ولسمشر جوبایډن ټینګار کړی د پاکستان او امریکا تر منځ دوامداره ملګرتیا د نړیوال او سیمه ییز ثبات لپاره مهمه ده. څيړونکي وايي په سيمه کې د امنيت په اړه چين اندېښنې څرګندوي خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان هغسې مرستې نه شي کولې څنګه چې امريکا کولی شي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
پاکستان ته د روس پلاوی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان له سختو معاشي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او روس هم د اوکراین شخړې له امله د نړیوالو بندیزونو او د نيوکو ښکار دی
د روس مرستیال وزیراعظم د پاکستان دوه ورځنی سفر په داسې وخت کې کوي چې هم روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي وو.
د ستمبر په 16 مه د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره کتلي او د سيمه ييزه همکارۍ په اړه يي خبري کړي دي.
په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې مهم اتحادي پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې. څیړونکي د دې علت د پاکستان د ریاست هغه تګلارې بولي، د 9/11 د پېښو وروسته پيل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته پښتنه سيمه اغېزمنه شوې ده.
د ډيجيټل حقونو لپاره کارکوونکی غیرسرکاري تنظيم بايټس فار آل په خپل تازه رپورټ کې د پاکستان د حکومت هغه دريځ رد کړی چې وایي وي پي اېن په پاکستان کې د ورو انټرنيټ اصلي لامل دی. حکومت لا دې رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی. نور تفصیل له اسلام آباده د وقار احمد په رپوټ کې:
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ويلي، انساني قاچاق بايد د بشري حقونو سرغړونه وګڼل شي. ایچ آر سي پي په خپل تازه رپورټ کې ويلي، له هيواده هر کال له 80 زرو نه تر 100،000 پورې خلک په غير قانوني ډول یورپي هېوادونو ته په قاچاقي توګه ځي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
په تېرو ورځو کې په پاکستان کې د ګېلپ پاکستان په نوم ترسره شوې يوه سروې یا نظر پوښتنه کې ويل شوي څه ۹۰ فيصده خلک د پاکستانه بهر وتل غواړي
د پاکستان پوځ پرله پسې په ډیجیټل ترهګرۍ د قابو راوستو خبره کوي خو څيرونکي وايي رياست ته اصل خطر له حقيقي ترهګرۍ او هغو ترهګرو ډلو دی چې يو ځل بيا په هيواد کې خپلې جرړې مضبوطوي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
له تېرې يوې مياشتې راهيسې په پاکستان کې د انټرنيټ غيراعلانيه سست رفتار په هيواد کې ګڼ شمېر فري لانسران یا په انټرنیټ ازاد کارکوونکي هم اغېزمن کړي چې فري لانسنګ يا د انټرنيت د لارې پيسې ګټي او د هيواد په اقتصاد کې مهم کردار لوبوي. تفصيل د اسلام آباد نه د وقار احمد په رپوټ کې:
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېردولتي تنظيم ساحل په خپل تازه رپورټ کې ویلي، په هېواد کې روان کال د جنورۍ نه تر جون پورې پر 1630 ماشومانو جنسي تېری شوی. فعالان وايي د ماشومانو د حقونو په اړه په ټولنه کې د آګاهۍ او د تربيت کمی دی. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې ادارې پيکس په خپل تازه رپورټ کې ويلي، په هيواد کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او په دې کې ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی. څيړونکي وايي پاکستان د یو سخت سياسي کړکېچ سره مخ دی او که د ترهګرۍ مسلې ته پام ونه کړي ترهګري نوره هم زياتېدای شي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د مبارزینو ترڅنګ د اسلامي او نورو مذهبونو مشران وایي تعلیم او صحت د هر ماشوم بنیادي حق دی او که یوه کورنۍ د غریبۍ له وجې ماشوم ته تعليم نه شي ورکولی دا بیا د ریاست او د غیرسرکاري ادارو ذمه واري جوړېږي چې د ماشومانو حقونه خوندي کړي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
پاکستان کې د وړاندې نه د ټولنیزو رسنیو په ځینو پاڼو لکه په اېکس (پخواني ټویټر) بندیز دی. خو د پاکستان هر يو حکومت بيا دعوه کوي،چې په هيواد کې مطبوعاتو ته مکمله ازادي ترلاسه ده.
نور کتل