فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
اسلام اباد کې ميډيا ته دخارجه دفتر وياند وئيلي پاکستان امريکا سره دډرون بريدونو معامله راپورته کړې اؤ په مستقبل کې به هم په ټولو فورمونو دغه معامله راپورته کوي. هغه وويل ډرون بريدونه دگټې پځايې زيات تاوان لري
دايف سي سرچينو ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه پيښه دباړې په اکاخيل سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يوه ډله تيريده اؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنه پرې وشوه
کابل ته دپاکستان دوزيراعظم لپاره دقومي سلامتۍ د صلاح کار سرتاج عزيز دخالي په ورځ ټاکل شوې دوره يوه ورځ وروستو شوې اؤ هغه به داتوار په ورځ دافغان صدر حامد کرزي سره قطر کې طالبانو سره دخبرو اترو پيل کولو په عمل غږيږي
دافغان صدر حامد کرزي په بلنه افغانستان ته ددورې دغه اراده سرتاج عزيز برطانوي خارجه وزير وليم هيگ سره دخبرو وروستو يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال څرگنده کړې ده
وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دغه څرگندونې دبرطانيې خارجه وزير وليم هيگ سره دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دليدنې په مهال کړي دي
دامنيتي ځواکونو په گاډي دوسله والو لخوا دغه حمله دباجوړ دمرکزې سيمې خار څخه ٤٠ کلو ميټره لرې شمال لويديز لوري په کمر کلي کې شوې ده
دپوليسو مرستيال مشر رئيس خان صديق ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې” په کيمپ شينک کې کارکوونکي ٨ افغان مزدوران طالبانو نن سحر وژلي دي
عدالت پوليسو ته حکم کړى چې که چرې ٢٠٠٧م کې دلال جومات په ضد پوځي کارروايۍ په اړه دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف په ضد کوم جرم جوړيږي ، نو دهغه په ضد دې مقدمه درج کړل شي.
دهيواد دسرحدي سيمو په اړه خپلو څرگندونو کې وزيراعظم وويل قبائيلي سيمو اؤ دهيواد نورو علاقو ته دغيرملکيانو دورتگ دمخنيوي لپاره دې گامونه واخستل شي
سفير ډوبنز منلې ده چې پاکستان اوس اوس په افغانستان کې دامن عمل په پرمخ وړلو کې مددگار جوړ شوى دى اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دغه مرسته به نوره هم سيوا شي
دائي ايس ائي دهيډکوارټرز ددورې په وخت ددغه ادارې لوړپوړو چارواکو ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف دقومي سلامتۍ لپاره دائي ايس ائي دکردار دستائينې کولو په ترڅ کې وويل” ټولې استخباراتي دقومي امنيت په اړه ادارې دې پخپل مينځ کې رابطې اؤ مرسته سيوا کړي
چارواکي وائي په کوهاټ هنگو روډ کچه پخه سيمه کې ديو جومات مخې ته په موټر سائيکل پسى تړل بم هاغه وخت وچاؤديدو چې خلک دغرمې دنمونځ ادا کولو وروستو جومات څخه بهر راوتل
پارليمنټ هاؤس کې خبريالانو سره خبرو کې خورشيده شاه وويل ددغه غونډې په رابللو کې ځنډ دخلکو په ذهنونو کې شکونه راولاړ کړي دي. هغه په حکومت ټينگار کړى چې دغه غونډه دې زر تر زره راوغواړي ، ځکه چې دهغه په قول موجوده وخت کې بدامني دپاکستان تر ټولو ستره ستونزه ده
دهغه دجنازې نمونځ کې دپيپلز پارټۍ مشر خورشيده شاه، صدر رداري اؤ صدارتي ترجمان سينيټر فرحت الله بابر پشمول نورو گڼو سياسي مشرانو گډون کړى دى
ورځپاڼه ليکي صدر اوباما دکال ٢٠١٤م تر پايې افغانستان کې دپوځي موجوديت په خاتمه ژمن دى اؤ داوباما انتظاميې چارواکي افغان چارواکو سره ددغه نيټې څخه وروستو په يو وړوکي پاتې کيدونکي ځواک خبرې کوي
کميشن په پاکستان کې تر٩ ؤ کلونو داسامه موجودگي درياستي ادارو سخت نااهليت بللى اؤ دپاکستان دخفيه ايجنسۍ ائي ايس ائي په اړه يې په ډاگه کړې چې دغه ايجنسۍ غيرپيشه وارانه عمل کړى
اوباما وائي دنړۍ ديو ارب اؤ پنځوسو کروړو مسلمانانو لپاره د روژې میاشت دنورو خلکو دخيرښيگړې اؤ خوشحالۍ دعکاسۍ ، روژې نيولو اؤ عبادت موقعې برابروي.
مصر کې اخوان المسلمين دملک دعبوري صدر عدلي منصور لخوا دراتلونکي کال په پيل کې دانتخاباتو کولو اعلان مسترد کړى دى
دکورنو چارو وزارت په يو بيان کې وئيلي دي چې دنيټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو اؤ افغان پوځ په تير يو شواروز کې گڼو ولايتونو کې کارروايۍ ترسره کړي ، چې پکې ٣٨ وسله وال طالبان وژل شوي،١٠ ژوبل شوي اؤ ١٨ نور نيول شوي دي
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دگل په ورځ پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه غونډې لپاره دوړاندې څخه ټاکل شوې نيټه (١٢مئ) غوڅه نيټه نۀ ده اؤ ددغه غونډې نيټه وروستو کيدى شي
نور کتل