فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
ښاغلي کيري دپاکستان ددغه دريځ په اړه وويل هغه د ډرون حملو په هکله دپاکستان د انديښنو څخه خبر دى خو نوموړي پاکستان ته ورياده کړه چې دالقاعده دمشر ايمن الظواهري پشان عناصر چې په دې هيواد کې کوم فعاليتونه لري ايا هغه دپاکستان د خپلواکۍ څخه سرغړونه نۀ ده؟
دکيس داوريدنې په مهال دبنگله ديش پايتخت ډهاکه کې سخت حفاظتي گامونه نيول شوي وؤ اؤ انديښنه څرگندولى شي چې ددغه فيصلې له امله به دغه هيواد کې نور تاؤتريخوالى هم راولاړ شي
دپوليسو سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي پوليسو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د بډه بيرې په بن غازي سيمه کې ترهه گر موجود دي، کله چې په دغه اطلاع پوليس سيمې ته ورسيدل اؤ په يو کور يې دچاپې وهلو هڅه کوله نو په دغه مهال پرې ترهه گرو ډزې وکړې
راپورونه وائي لمړۍ چاؤدنه دکرمې ايجنسۍ په مرکزي پاړه چنار بازار کې په يو موټر سائيکل دتړلو چاؤديدونکو موادو په نتيجه کې شوې ده اؤ دپوليټيکل انتظاميې دچارواکو ترمخه دوهمه چاؤدنه دلمړۍ چاؤدنې دځايې څخه ٤٠٠ گزه لرې څلور منټه پس ديو سکول څخه بهر شوې ده
سينيټر رضا رباني په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دوفاقيت دژغورلو لپاره پيپلز پارټۍ دنورو يو شان فکر لرونکو سياسي گوندونو سره دصلاح مشورو وروستو هغوي دغه فيصله کړې ده
د پاکستان خارجه وزارت په خپل یو بیان کې د مصر د بندی کړې شوي صدر محمد مرسي د خوشي کولو غوښتنه کړیده. د خارجه وزارت بیان کې ویل شوي د مصر صدر نیولو سره په دغه هیواد کې جمهوریت ته زیان رسیدلی دی. پاکستان واېي دوي په مصر کې د مرسي حکومت د پوځ د لوري ختمولو عمل مخالفت کوي.
په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن سره دجمعې په ورځ ديوې ليدنې په مهال وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې خپل گاونډي هيواد افغانستان کې به دامنيت دټينگښت لپاره هڅې دوامداره ساتلى شي
ميا نواز شريف ته په يو خط کې پرويز خټک وئيلي دي چې په تيرو وختونو کې هم دټولو گوندونو غونډې رابلل شوي دي ، خو کومه نتيجه اؤ گټه يې نۀ ده ورکړې ، ځکه په دغه معامله به په يو محدود ماحول کې خبرې کول گټورې اؤ په قومي مفاد کې وي
دپوليټيکل انتظاميې دچارواکو ترمخه دکرمې ايجنسۍ دعليزۍ سيمې څخه پاړه چنار ته دمسافرو په يو روان بس شيرکونومې سيمه کې دسړک په غاړه ښخ بم چاؤديدلى دى
چارواکي وائي دغه پيښه دشورو په شپه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دميډرډ څخه فيرول ته دتلونکي ريل گاډي ١٣ واړه ډبې په لويديز ښار سانتياگوډي کم پاسټو کې دپاټلۍ څخه وخوئيدې اؤ واوړيدې
تيره مياشت وزيراعظم نواز شريف پرله پسې گڼو غونډو کې دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په جوړولو غور کولو اؤ افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو وړاندې يې د اگاهو څخه دسياسي اؤ پوځي اړخونو په مشوره دافغان تگلارې په جوړولو ټينگار کړى ؤ.
سرچينې وائي گل ولي دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته په ژوبل حالت کې رسول شوي اؤ دليډي ريډنگ هسپتال يو وياند جميل شاه وائي چې هسپتال ته ددوؤ کسانو مړي وروړل شوي اؤ ډپټي کمانډنټ درې ډزه لگيدلى چې حالت يې سخت دى
دليويز يو چارواکي محمد علي په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخضدار په گزگي چوکۍ سيمه کې دسړک په غاړه دوړاندې څخه ناستو وسله والو په يو گاډي ډزې کړي دي
په خارجه دفتر کې هفته وار بريفنگ ته دوينا په مهال اعزازاحمدچوهدري وويل پاکستان ته دافغانستان دصدر حامد کرزي ددورې نيټې ته به هم ډير زر غوڅ شکل ورکړل شي
ډي جي رينجرز ميجر جنرل رضوان اختر پخلى کړى دى چې دسکهر په زياتي حفاظتي بيراج کالونۍ سيمه کې دانټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په دفتر دروژه ماتي په وخت کې شوې دغه حمله کې ٧ کسان وژل شوي اؤ ٤٠ نور ژوبل شوي دي
دحزب اختلاف تر ټولو ستر گوند پاکستان پيپلز پارټۍ له لوري رضارباني اؤ دتحريک انصاف جسټس (ر) وجيه الدين هم دصدارتي چوکۍ لپاره دنامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي
واشنگټن کې خبريالانو ته ديو بريفنگ په مهال دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وويل دامريکا خارجه وزير جان کيري به ډير زر دپاکستان دوره کوي، خو ددغه دورې لپاره شيډول ته تر دې مهاله غوڅ شکل نۀ دى ورکړل شوى
دغه پيښه په داسې وخت کې رامينځته شوې چې په روانه مياشت کې دپوځ له لوري دصدر محمد مرسي دبرطرفۍ څخه وروستو دملک مختلفو برخو کې مظاهرې روانې دي
دغو مُليانو دمقامي انتظاميې اؤ پوليسو سره دښځو بهر ته په تگ ددغه پابندۍ لگولو په اړه پخپله فيصله دعمل درامد په حواله ليدنه کړې ده، خو راپورونه وائي ، هغوي په دغه فيصله عمل درامد کې کولو کې داسانتيا ورکولو څخه انکار کړى
راپور کې وئيل شوي دي چې شيعه ورورولي دخودکش حملو اؤ هدفي بريدونو زياته ښکار ده اؤ دعيسويانو، احمديانو اؤ هندوانو لپاره دوړاندې څخه بدتر صورتحال نور هم په خرابيدو دى اؤ ددغو مذهبي اقليتونو په ضد په گڼ شمير کې بريدونه ترسره شوي دي
نور کتل