فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
سږکال د شپږم اگست څخه دپاکستان اؤ هند ترمينځ په کړکيچنه سيمه کشمير د شيلنگ اؤ ډزو له امله په لائن اف کنټرول هاغه مهال سخت تاؤ تريخوالى پيدا شو کله چې دغلته ٥ هندوستاني پوځيان ووژل شول اؤ هند ددې تور په پاکستاني پوځ ولگولو
دصوابۍ دپوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي ، دغه پيښه هاغه مهال دصوابۍ په يوه کليواله سيمه کې رامينځته شوه ، کله چې پوليسو په هوائي ډزو کې ککړ يو ملزم دگرفتار ورولو څخه وروستو تاڼې ته بوتللو.
دسرښار کوئټې څخه راولپينډۍ ته په تلونکي ريل گاډي جعفرايکسپريس په غرونو کې دوړاندې څخه ناستو نامعلومو وسله والو د بولان په مچه نومې سيمه کې راکټ داغلى اؤ وروستو يې پرې په وړو وسلو سره بريد کړى
مصر کې دصحت دوزارت له لوري دجاري کړل شوي بيان ترمخه دشورو په ورځ ټول هيواد کې لږ ترلږه ٥٢٥ کسان وژل شوي دي
دعوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکى سناتور حاجي عادل وائي”، ترڅو چې دوزيراعظم نواز شريف پاليسي بيان مخې ته نۀ وي ، راغلى، مونږ نه شو وئيلى چې دقومي سلامتۍ په اړه دپوځ اؤ حکومت موقف يو دى که جدا جدا. “
سرچينې وائي پوليسو دسفاري پارک سره نزدې دورانکارو دموجودگۍ داطلاع په ترلاسه کولو دغلته کارروائي پيل کړه ، خو هغوي دوسله والو له لوري دسخت مزاحمت سره مخ شول اؤ وروستو يې درينجرز ځواکونو مرسته هم وغوښته
” څلورو وسله والو هاغو مهال په خلکو ډزې پيل کړې ، کله چې نمونځ گزار داختر دنمونځ ادا کولو وروستو دجومات څخه بهر راوتل“ بشير احمد
دډيرو کلونو وروستو دا لمړى ځل دى چې په پاکستان کې دڅلورو واړو صوبو دننه په يوه ورځ داختر خوشحالي نمانځل کيږي
دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه دامريکې دخارجه محکمې له لوري دخبرداري په جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي په پاکستان کې دگڼو بهرنو اؤ کورنو ترهه گرو ډلو موجودگي دامريکائي وگړو دپاره خطره ده
وزيراعظم په کوئټه کې دپوليس لائنز دننه دشوي ځانمرگي بريد وروستو دکورنو چارو دمرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدل کړي اؤ په دغه ليدنه کې دبلوچستان پشمول ټول هيواد کې دترهه گرۍ دپرله پسې پيښو په بابله تفصيلي خبرې اترې شوي دي
دعيني شاهدانو له مخې په دغه جنازه کې دائي جي بلوچستان مشتاق احمدسپرا په گډون گڼ شمير پوليس افسران موجود وؤ، اؤ کله چې دجنازې دنمونځ دپاره صف بندي کيدله ، په دغه مهال يو تن ځانمرگي ځان پسي تړلي بارود والوځول
دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان په ميرعلي کې دسيمه ييزو علماؤ په يوه غونډه کې وئيل شوي وؤ چې دميرانشاه اؤ ميرعلي څخه ورته دشوال دمياشتې دليدلو ١٨ شهادتونه ترلاسه شوي ، ځکه دزيارت په ورځ اختر کوي
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزي ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي بمي چاؤدنه دلويديز ولايت ننگرهار په کليواله سيمه غني خيل اولسوالۍ کې په يوه هديره کې شوې ده. وياند وويل دوژل شوؤ زياترو کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره دى
اسلام اباد په تيرو وختونو کې دافغانستان سرحدي ښارونو قندهار اؤ جلال اباد کې دهندي قونصلگرو په موجودگۍ په دې وئيلو سره انديښنه ښودلې چې دغه قونصلگرۍ دهغوي په ناقراره صوبه بلوچستان اؤ نورو سرحدي سيمو کې دبدامنۍ خورولو لپاره کارول کيږي
درمضان په وروستو ورځو کې دپيښور اؤ دصوبې دنورو برخو لويې بازارونه تر نيمو شپو يا هم دپيشمني پورې پرانستي پراتۀ وي اؤ په بازارونو کې د بلپونو په رڼاگانو سينگار شوي دوکانونه له ورايه ځليږي
سږکال چې به کوم نوي د پښتو فلمونه دپيښور،مردان،سوات اؤ کابل په سينيماگانو کې نندارې ته وړاندې کړل کيږي په هغې کې قرباني،شرط،زما ارمان،لوفر اؤ بنگى لالى شامل دي
دغه پوښتنه يواځې دعام اولس په خلۀ کې نۀ ده ، بلکې دژوند دهرې طبقې وگړى په پاکستان اؤ افغانستان کې ، ديو بل څخه دغه رقم پوښتنه کوي، ځکه چې په سيمه کې روان امنيتي اؤ سياسي وضعيت دژوند دټولو طبقو خلک يو شان اغيزمن کړي دي
دجمعې په ورځ د داوزئ پوليس ټانې محرر فضل جان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ددغه پيښې د تفصيلاتو بيانولو په مهال وويل دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه خواوشا دولس بجې د داوزئ تاڼې ايس ايچ اميرسلطان خان دپوليسو په گاډي کې گشت کولو چې په هريانه روډ نامعلومو والو دپوليسو په گاډي ناتاره ډزې وکړې
دپاکستان دغه دعوې په داسې حال کې دي چې لۀ دې وړاندې دالقاعده دمشراسامه بن لادن په گډون يو شمير مهم ترهگر دپاکستان په خاوره شوؤ عملياتو يا هم ډرون بريدونو کې وژل شوي اؤ څه ژوندي هم نيول شوي دي
عمران خان څو ورځې وړاندې تور لگولى ؤ چې په عامو انتخاباتو کې ټگي ټوري شوې وه اؤ د عدليې اؤ اليکشن کميشن کردار پکې انتهايي شرمناک پاتې شوى ؤ چې لۀ دې امله سترې محکمې يا سپريم کورټ عمران خان ته د محکمې د سپکاوي نوټس ورکړى اؤ هغۀ يې د جمعې په ورځ عدالت ته وربللى ؤ
نور کتل