فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
شمالي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دامريکائي اؤ افغاني چارواکو ترمخه دالقاعده سره تعلق لرونکو جنګيالو خپلې ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځايې څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دبريدونو کولو وروستو بيرته وزيرستان کې پټيږي
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې د امريکا خاص استازي وئيلي دي دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ خبرې اترې په کال ٢٠١١ م اؤ٢٠١٢م کې درامينځته شوؤ ځينو پيښو له امله ځنډيدلې وې خو دغه خبرې اوس بيا پځايې شوي دي
وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دصدر اصف علي زرداري په درناوي کې ورکړل شوې ميلمستيا ته پخپله وينا کې وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دپاکستان په تاريخ کې اصف علي زرداري لمړنى منتخب صدر دى چې په باعزته ډول يې خپله پينځه کلنه ائيني موده پوره کړې اؤ په باوقار انداز کې رخصتيږي
ديوې پوښتنې په ځواب کې اپريشنل کمانډر وويل دباجوړ، سوات ، مهمند اؤ اورکزو ايجنسۍ سره تعلق لرونکي جنگيالي هم په دغو سيمو کې پټ شوي وؤ.
دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف تيره ورځ په کراچۍ کې د خپلې وينا په مهال وئيلي وؤ قسم يې کړى چې کراچۍ څخه به بيا د رڼاگانو ښار جوړوي اؤ هيڅکله به دکراچۍ په امن سودا بازي ونۀ کړي
دسرچينو وينا ده په دغه موقع دسندهـ وزيراعلي صدر زرداري ته په ښار کې دامن دبحالۍ لپاره داخستل شوؤ گامونو په اړه احوال تير کړل شو، خو صدر زرداري په دغو اقداماتو دبې اطمينانۍ څرگندونه وکړه
پارليمنټ هاؤس کې دجمعې په ورځ ميډيا سره دخبرو په مهال مولانا فضل الرحمان وويل حکومت طالبانو سره مذاکرات پخپلو ترجيحاتو کې شامل کړي اؤ دواړه خواوې دخبرو اترو لپاره يو بل ته نزدې ورځي
چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان کندوز ولايت کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې ددشت ارچي اولسوالۍ دکمشنر يا اولسوال پشمول ۲۰ کسان وژل شوي اؤ ١١ نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دحکومت مخالفه جنگيالو په ضد دپوځي عملياتو او د تندروه ډلو ترمينځ دخپل مينځي جنگونو له امله په لکونو قبائيلي وگړي دخپلو سيمو څخه بې کوره شوي اؤ دپاکستان په بيلا بيلو بندوبستي سيمو کې دکډوالو په توگه ژوند کوي
ديو شخصي پاکستاني ټيلي ويژن سره په خبرو کې دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند ښاغلي اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي دافغانستان صدر حامد کرزي اسلام اباد ته پخپل اوسني سفر کې پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې طالبانو سره دخبرو کولو دپاره دې پاکستان کردار ادا کړي
دتير څه مودې راهسې په کراچۍ کې دوژنو لړۍ تاوده شوې چې که يو خوا سياسي گوندونه ددغو حالاتو ذمه واري په يو بل اچوي ، نو بلخوا دسندهـ صوبې په پلازمينه کراچۍ کې دطالبانو دفعاليت خبرونه هم دميډيا دلارې مخې ته راځي
ميا محمد نواز شريف دجمعې په ورځ دکورنو چارو وزارت ته حکم کړى چې ټول هيواد کې دې ٩م ستمبر پورې په تيزندو عمل درامد اودروي
د وائس اف امريکا انگريزي برخې سره خبرو کې افغان سفير عمرداودزي وويل څه چې يې وئيلي دهغې په اړه افغانستان ثبوتونه لري اؤ صدر حامد کرزى به په راتلونکې اوونۍ کې داسلام اباد ددورې په مهال پاکستان سره په دغه اړه خبرې اترې کوي
تيره ورځ يوې برطانوي ورځپاڼې سره په مرکه کې پاکستاني وزيراعظم وئيلي وو که ترهه گر خبرو کې سنجيده وي نو دهغوي سره مذاکراتو کې هيڅ زيان نشته
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې حاجي بلور وويل پوليس دهغه کور ته هيڅوک نۀ پريږدي اؤ هڅه کوي ، چې مبارکۍ لپاره راتلونکي ورکران دهغه څخه په ډډه وساتي
په ټول ملک کې د قومي اؤ صوبايي اسمبلو په ٤١ؤ چوکو د زيارت په ورځ انتخابات ترسره شوي وؤ چې پکښې دپاکستان په مرکز اؤ پنجاب صوبه کې واکمن گوند دقومي اسمبلۍ پينځۀ ،دپنجاب اسمبلۍ ١١اؤ دبلوچستان اسمبلۍ دوه چوکۍ گټلي دي
دخبريالانو د تحفظ يوې نړيوالې کميټې روانه اوونۍ کې پاکستان د ټولې دنيا په کچ دخبريالانو دپاره په دريم نمبر خطرناک هيواد گرځولى چرته چې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې پينځۀ صحافيان وژل شوي دي
په پاکستان کې د جنگيالو سره دخبرو اترو دغه هڅې وروستو له هغې گړندۍ شوې چې پاکستاني طالبانو دخيبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان جيل په ماتولو خپل په سووونو قيد جنگيالي دزندان څخه ازاد کړل اؤ دپاکستان مرکزي حکومت ته يې گواښ وکړو چې که دهغوي دډلې يو تن ته هم پهانسي ورکړل شوه نو دځان په ضد به دغه پهانسي دجنگ اعلان گڼي
غلام جان وزير په سيمه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو مرکزي کمانډر گڼل کيدو. اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ شاهد علي پخلى کړى چې چاؤدنه کې په نخښه کړل شوى گاډى تباه شوى اؤ پينځه کسان وژل شوي دي
په نوښار اؤ لکي مروت کې مقامي مشرانو اؤ جرگو دښځو په ووټونو اچولو پابندي لگولې اؤ دپيښور هائيکورټ چيف جسټس دوست محمد خان د دغو پيښو نوټس اخستى اؤ ټولو چارواکو ته يې ښځو ته دووټ داچولو داجازت ورکولو لپاره دگامونو اخستو وينا کړې ده
نور کتل