فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوسله والو لخوا شوؤ بريدونو کې ددوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د پيښور د پوليسو مشر يا سي سي پي او اعجاز خان وايي دا مهال په پيښور کې هر دريم تن څخه د طالبانو په نوم د قلنگ غوښتنې کيږي.
په پاکستان کې د مطبوعاتو د څارنې يا کنټرول کولو ادارې د پيمرا غیر حکومتي غړو د جیو ټیلې وژن د بندولو سپارښتنه کړې ده. خو خپله جیو ټي وي د پیمرا د ترجمان په حواله ویلي دغه فیصله غیر سرکاري غړو په ذاتي کچه کړې ده او څه قانوني حيثیت نه لري
پيښور د پښتنو پيژندگلو،د کلتور نخښه ، د تاريخ تصوير، دتهذيب ځانگو اؤ هاغه تاريخي ښار دى چې يو وخت کې د گندهارا سلطنت د دارالحکومت اؤ د گلونو د ښار په نوم پيژندل کيدو. دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې دغه سرښار په تاريخي توگه د مينځنۍ، جنوبي اؤ لويديزې ايشياء قديم ښار اؤ د سوداگرۍ مهم مرکز پاتې شوى
١١م مئ مئ په ټوله نړۍ کې دمور دورځې په نوم نمانځل کيږي ، نن دخالي په ورځ دپاکستان اؤ افغانستان په گډون په ټوله دنيا کې خلکو دمور ورځ نمانځلې. مور ته په دې ورځ دعقيدت زرينې پيرزوئينې وړاندې شوي دي ، چا په نظمونو کې ستائيلې ، چا په سندرو ، مرثيو ، مقالو اؤ تاثراتو کې.
دغه چاودنه د فقيراباد چوک سره نزدې د شاه طهماس فټبال سټيډيم دننه د يو جومات ترڅنگ هاغه مهال شوې ده کله چې خلک دغه جومات ته د ماسپښين د نمونځ دپاره ورتلل.
په داسې حال کې چې دسږکال په لمړو پنځوؤ مياشتو کې تر دې مهاله دپاکستان دننه شپږ صحافيان اؤ دميډيا کارکوونکي وژل شوي، يو ټيليويژن اينکر دهيواد په پريښودو مجبور شوى اؤ بل دشپږو گولو خوړلو څخه په رغيدو دى دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وائي چې حکومت يې صحافيانو ته دمحفوظ ماحول برابرولو لپاره ضروري گامونه اخلي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گوښه کړل شوى دصنعتونو وزير شوکت يوسفزئ وائي دهغه لمنه دهر رقم غبن څخه پاکه ده اؤ کيدى شي دهغه په ضد دپارټۍ دننه يوه لا بي په فعاليتونو بوخته وي.
په يکم مئ هرکال په نړۍ کې دمزدورانو عالمي ورځ نمانځل کيږي اؤ په دغه ورځ دغريبو اؤ اميرو هيوادونو دننه يو شان دمزدورانو په حق کې لاريونونه ،غونډې اؤ سيمينارونه ترسره کيږي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په چارسدې سيمه کې دنهې په ورځ دپوليسو ديو گاډي سره نزدې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې ديو پوليس عسکر په گډون درې کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
دا دفاروق استاذ قيصه ده.----د هاغه لويې فاروق چې پخپل 65 کلن ژوند کې يې د پښتو موسيقۍ په سوؤنو نوميالي سندرغاړي تربيه کړي اؤ د شهرت لوړ بام ته رسؤلي خو پخپله دچارسدې په ميره کې د خټو په يو خاورين کور کې د گمنامۍ په تپه توره تيارۀ کې د خاکسارۍ اؤ ملنسارۍ ډک ژوند تيروي.
څليرشت کلن محمد شعيب د پاکستان د خيبرپښتونخوا د سرښار پيښور اوسيدونکى هاغه زلمې صحافي دى چې د وړوکوالي نه يې د سندرې وئيلو شوق لرلو خو د خپل کور د سخت ماحول له امله ورته د سندرو وئيلو اجازت نۀ ورکړى کيدو اؤ مجبوراً يې د خپل کور د څو نورو افرادو په څير د صحافت ميدان ته مخه کړه.
د زيارت په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د سياسي مذهبي گوند جماعت اسلامي لخوا د امن په موضوع راغوښتل شوي کانفرنس کې د خيبرپښتونخوا د حکومت سينئر وزير اؤ د جماعت اسلامي نوي ټاکل شوي مشر سراج الحق غوښتنه کړې ده چې طالبانو سره دې د مذاکراتو دپاره د غرونو پځايې نور په پلازمينه اسلام اباد کې د ناستې بندوبست وکړل شي.
په افغانستان کې د نوي جهور رئيس د ټاکلو اؤ ولايتي شوراگانو دپاره انتخابي کمپائن سرته رسيدونکى دى اؤ ټاکل شوې ده په پينځم اپريل يعنې د راتلونکي خالي په ورځ به د درې نيمو کروړو څخه زيات افغانان دخپلې رايې له لارې د راتلونکو پينځوؤ کالو دپاره خپل نوى اولسمشر اؤ د ولايتي شوراگانو استازي منتخب کوي.
دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل محکمې په پخواني پوځي حکمران جنرال ريټائړډ پرويز مشرف د گل په ورځ دهيواد ائين سره دغدارۍ کولو په تور فرد جرم لگولى خو داستغاثې وکيل اکرم شيخ وايي کۀ چرې مشرف د هيوادڅخه بهر تلل غواړي نو په دې حکومت ته هيڅ اعتراض نۀ شته.
دپاکستان بيلابيلو سياسي گوندونو د جمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ څخه د هزارې په نوم د نوې صوبې جوړؤلو اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې د نوم بدلؤلو په اړه منظور شوي قراردادونه غندلي اؤ دايې د پاکستان تحريک انصاف لخوا په هزاره کې د خپلو ووټونو پيداکولو يو ناکامه کوشش گرځولى دى .
د عوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر اؤ د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخار حسين وايي په پاکستان کې د حکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ د روغې جوړې هڅو ته ځکه زيات ليواله کيدل نۀ دي پکار چې په دغو مذاکراتو کې هيڅ سنجيدگي په نظر نۀ راځي.
دجمعې په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور په کليواله سيمه سربند کې د پوليسو په گاډي ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه8 کسان مړۀ اؤ د پوليس عسکرو په گډون 43 نور ژوبل شوي دي .
نن دپاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې ميشته گڼ شمير قبائيلي ميرمنې د زياتو ذهني فشارونو له امله په ذهني ناروغو کې مبتلا شوي دي.
نن د مارچ په دريمه نيټه د پاکستان په شمول د نړۍ يو شمير هيوادونو کې د موسيقۍ د ازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په خيبرپښتونخوا صوبه کې د سندرو وئيلو په جرم گڼ شمير هنرمندان تر دې مهاله وژل شوي يا هم د گواښونو لاندې نيول شوي دي.
نور کتل