فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپښتو ژبې د مترقي شاعر، صحافي اؤ سياستمدار ارواښاد اجمل خټک د مضمونونو د کتاب "سرې غنچې" د مخکتنې دستوره د پښتو ادبي غورځنگ لخوا دجمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا په سرښارپيښور کې د نوميالي ليکوال عالمزيب خټک په صدارت کې شوې چې مشر ميلمه يې اورنگزيب کاسي ؤ.
په اوسني پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندي، بلوڅي او ان تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله کولې نه شي. دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د بقا په جګړه کې اخته دي
دپښتو ژبې دوتلي صوفي شاعر، لوړپوړي ليکوال، بابائى غزلاميرحمزه خان شينواري شلم تلين دنهې په ورځ دپيښور په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې په درناوي سره نمانځل شوى دى.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور دسينيماگانو مالکان وائي حکومت پرې دترهه گرۍ د گواښونو له امله ټولې سينيما گانې تړلي اؤ ورته يې وئيلي چې بايد دسينيماگانو مالکان دخپلو سينيماگانو د تحفظ ذمه واري پخپله غاړه واخلي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې حکومت د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې تندې کړي اؤ د دواړو خواؤ له لوري مذاکراتو دپاره ټاکل شوې کميټۍ اولس ته ډاډ ورکوي چې دغو خبرو اترو څخه بايد ښه توقعات وساتل شي په پاکستان کې يو ځل بيا د ترهگرۍ چټک شوې لړۍ خلک پريشانه کړي دي.
پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور دقيصه خوانۍ بازار سره پيوست د شيعه مسلمانانو په علاقه کوچه رسالدار کې ديو هوټل څخه بهر دنهې په ماسخوتن ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ دښځو اؤ ماشومانو پشمول د٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
وتلې امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دافغانستان صدر حامد کرزى دخپلو امريکائي اؤ لويديزو ائتلافيانو دخبرولو څخه پرته طالبانو سره دامن تړون ته رسيدو لپاره پټې خبرې اترې پيل کړي
دپاکستان د پلازمينې اسلام اباد سره د 70ؤ کلو ميټره په فاصله پرتې د خيبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې دامنيت وضعه په چټکتيا سره د خرابۍ په لوري روانه ده اؤ په نزدې ورځو کې دغلته د وسله والو په بريدونو کې گڼ شمير امنيتي مامورين، سياسي مشران اؤ عام خلک وژل شوي دي
دخالي په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه کې د پوليسو لخوا د تندلارو په ضد عمليات ترسره کړل شوي چې پکې څلور تندروه جنگيالي وژل شوي اؤ پوليس وايي د هغوئ څخه چاوديدونکي مواد اؤ وسله هم ترلاسه کړې ده.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په پېښور پوهنتون کې دنهې په ورځ د ملالې يوسفزئي د کتاب ” ائي اېم ملاله“ د مخ کتنې ټاکل شوې دستوره دخيبرپښتونخوا دحکومت دمداخلت وروستو دپوهنتون لخوا ځنډول شوې ده.
دپاکستان په حکومت دترهه گرو په ضد دکوټلو گامونو اخستو دپاره فشار وروستو له هغې سيوا شوى چې دتيرو اوؤ ورځو راهسې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په پوځ، پوليسو، اولسي وگړو اؤ سياسي مشرانو ترسره شوؤ بريدونو کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د وسله والو طالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو د ترسره شوؤ پرله پسې بريدونو څخه وروستو په لمړي ځل ددغه هيواد وزيراعظم ميانوازشريف په غوڅو ټکو کې وئيلي چې په غيرمعمولي حالاتو کې دغيرمعمولي گامونو اخستو ضرورت دى اؤ هيواد کې د قانون واکمني په هرقيمت پځايې کولى شي.
دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د زيارت په ماښام د پيښور په تبيليغي مرکز کې د شوې يوې چاودنې له امله لږ ترلږه 7 کسان مړۀ اؤ 60 نور ژوبل شوي دي چې په ژوبلو کې هم د زياتره کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي اؤ له دې امله د مړو شميره کې د زياتوالي انديښنه ده ده.
دنوي کال دپيل کيدو په لمړۍ دپاکستان د سندهـ ايالت په لاړکانه سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د پاکستان ديو شخصي ټي وي چينل خبريال د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوى دى چې ددغه وژنې په ضد په ټول پاکستان کې صحافتي تنظيمونو احتجاجي مظاهرې کړي دي.
د پاکستان دکورنيو چارو وزيرچوهدري نثارعلي خان وايي حکومت طالبانو سره دجوړجاړي په غرض دخبرو پيل کولو دپاره ځانگړې ډله جوړه کړې ده اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به په دغو خبرو کې زيات پرمختگ وشي
دپاکستان د قبائيلي سيمو طالبعلمانو اؤ د ژوند د بيلابيلو تپو سره تعلق لرونکو قبائيليانو د پاکستان په تور پوځ لگولى چې شمالي وزيرستان کې د عملياتو په نوم ئې بيگناه قبائيلي خلک وژلي اؤ غوښتنه يې کړې بايد حکومت اؤ د پوځ سرلښکر ددغو وژنو بې پلوه پلټنې وکړي.
د شورو په ماښام دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو په يوه پوسته د شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو پاکستاني پوځ په سيمه کې عمليات پيل کړي چې پکې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دپښتو ژبې د نوميالۍ اؤ ښائسته سندرغاړې غزاله جاويد اؤ دهغې دپلار جاويد د وژنې په مقدمه کې د گل په ورځ محکمې د غزاله جاويد پخواني خاوند جهانگير خان ته دوه ځله دتيزندۍ ،دلسو کالو دبند اؤ د اووۀ کروړه اؤ لسو لکو روپور د تاوان سزا اورولې ده.
دخالي په ورځ دپاکستان اؤ افغانستان د گډې پولې ترڅنگ په بهيدونکي سيند کې په روانه يوه کشتۍ د بې پائيلوټه امريکايي الوتکې په يو ميزائيلي بريد کې د مرگ ژوبلې په هکله متضادې دعوې شوي دي.
١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ ترسرلاسه کولو دجگړې په مهال په جنگي جرمونو کې دککړتيا په تور بنگله ديش کې دجماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا دتيزندي کولو په ضد دتشدد څخه ډک احتجاج روان دى اؤ مظاهرينو کاروباري مرکزونو اؤ ودانو ته زيان رسولى دى.
نور کتل