فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
پاکستان کې دمدني ټولنې زیاتره فعاله ښځینه غړې په قامي اسمبلۍ کې د جرګې اؤ پنچائیت په منظور شوې لانجمنه قانوني مسوده د فکر مندۍ څرګندونه کوي.
د پښتو وتلې اولسي سندرغاړې معشوق سلطان د ګل په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۱ کالو په عمر کې په حق رسېدلې او په پېښور کې خاورو ته سپارل شوې ده.پښتنو هنرمندانو د هغې مړینه د پښتو سندرې دپاره ستر زیان ګرځولی دی.
د پښتو ژبې وتلی غزل ګو شاعر ښاغلی پروفیسر رحمت الله درد د شورو په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۲ؤ کالو په عمر کې وفات شوی چې ټاکل شوې نن ماښام اووه نیمې بجې به د لکي مروت په مستي خیل سیمه کې خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارلی شي.
"عزیزانو مونږ اؤ تاسو ښه وینو چې په لوړ اواز به اذان شروع وي خو د ټي وي اؤ ټیپ ریکارډ سندرې به بیا هم د کورونو نه راخیژي' زلمي اؤ ماشومان مو د خدایې په قهر اخته شوي اؤ اوس دغه ډم خانه ځان سره جیب کې د موبائیل په شکل ګرځوي "
دپاکستان د مرکزي حکومت لخوا د”مالک “ په نوم په يو نوي پاکستاني فلم د بنديز لګول کیدو وروستو دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت اعلان کړى چې دخپلې صوبې سنيماګانو کې به دغه فلم نندارې ته وړاندې کوي.
په پاکستان کې د افغانستان لویې سفیر ښاغلی عمر زاخیلوال وایي د پيښور اؤ کابل درد هم یو دی اؤ دښمن یې هم یو دی ، پښتنو ته به خپلو کې کښیناستل اؤ خپلې ستونزې پخپله ختمول وي
د خیبر پښتونخوا حکومت د هاغو سوؤنو فنکارانو سره د مالي مرستو د منصوبې پیل کولو اعلان کړی چې د ترهګرۍ اؤ ګواښونو له وجې یې یا خو دفن څخه لاس اخستی اؤ یا اغیزمن شوي دي.
د افغانستان کرکټ ټیم د زمبابوی د دورې دپاره د پاکستان کرکټ ټیم د پخواني کپتان انضمام الحق د هیډ کوچ په توګه ټاکنه باندې د افغانستان دکرکټ دمینه والو له لوري په سوشل میډیا دلچسپې څرګندونې روانې دي.
د افغانستان د شمال ختیز ولایت کندوز په مرکزي ښار کندورد طالبانو د قبضې څخه وروستو په رسنیو اؤ سوشل میډیا افغان حکومت د سختو نیوکو لاندې راغلی اؤ څیړونکي وایي چې د افغانستان د ګډ حکومت د خپل منځي بې باورۍ اؤ سازشونو له امله طالبان اؤ داعش ورځ تر بلې په افغانستا کې پیاوړي کیږي.
د پښتو ژبې ستر لیکوال، شاعر، ادیب اؤ ماهر تعلیم پروفیسر جهانزیب نیاز د جمعې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 88ؤ کالو په عمر کې وفات شوی اؤ ټاکل شوې هم نن ماښام اؤوه بجې د چارسدې د رځړو په پخپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل کیږي .
د نهې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په سر ښار پيښور کې پولیسو د مزدور تنظیمونو ګڼ شمیر مشران د خپلو غوښتنو په حق کې د احتجاج له امله نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.
د نهې په ورځ امنیتي سرچینو وئیلي په سوات کې د طالبانو ددوؤ مهمو کمانډرانو مسلم خان اؤ محمود خان د پوځ ولقه کې د مړینې دعوه کړې ده.
غه وایي یاسمین خان چې یې فلمونو کې ولیده نو دهغې هم شوق پیدا شو چې پښتو فلمونو کې کار وکړي خو چې کله یې دغه خواهش د ځان سره واخستو اؤ د لاهور فلم انډسټرۍ ته لاړه نو بدرمنیر ورپسې وخاندل
د نومیالي پښتون قام پرست مشر اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي سترسکتر میا افتخار حسین د وژنې په اړه د ترهګرو ډلو هڅې نورې چټک شوي اؤ په پیښور کې استخباراتي ادارو دعوه کړې چې د یوې خودکش حملې د لارې د میا افتخار حسین د وژلو پلان یې ناکام کړی دی.
زما ملګري راته ډیر په خوند خپله د مسلمانۍ قیصه را ونیوله ، وې چې کله مونږ د هندوانو نه مسلمانان شو نو بیا به مې هم مور تر ډیرې مودې عادتاً دبتانو عبادت کولو
نن د بابړې په میدان کې د وژل شوؤ 600ؤ څخه د زیاتو هاغو پښتنو ورځ نمانځل کیږي چې په12 اګست کال 1948ء کې پرې د پوځ لخوا ګولۍ وریدلې وې ،
دگل په ورځ کابل کې دهوائي اډې ترڅنگ يو ځانمرگي بريد کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دافغانستان صدر اشرف غني په پاکستان غږ کړى چې دطالب جنگيالو په ضد دې گامونه واخلي.
د افغان طالبانو له لوري دخپل منځي اختلافاتو ختمولو دپاره دیو پاکستاني سیاسي مذهبي مشر مولانا سمیع الحق سره د تماسونو نیولو وروستو افغان حکومت هم د مولانا سیمع الحق څخه افغانستان کې دسولې ټینګښت په لړکې مرسته غوښتې ده.
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې څخه وروستو د قیادت پسر د طالبانو ترمینځ د پیدا شوؤ اختلافونو هوارؤلو دپاره د طالبانو بیلابیلو ډلو دپاکستان د یوې تندروه سیاسي مذهبي ډلې مشر مولانا سمیع الحق ته رجوع کړې
د پیښور د ښار په رڼاګانو کې چې کله هم زما موټر د شپې په دې سړک تیریري نو وینم چې زیاتره وخت په فټ پاتهونو اؤ سړکونو کمو مزدورانو اؤ زیاتو نشه یانو څادرونه په ځان راښکلي وي اؤ بې غمه ،بې خبره اوده پراته وي
نور کتل