فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په اسلام اباد اؤ قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې په اړوند دخبرو اترو نه وروسته افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې افغان ولسمشر اؤ نور چارواکي دخپلو سفرونو دجذئیاتو څخه خبر کړي دي.
افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو پیل کولو په موخه افغان چارواکو اؤ سیاسي مشرانو سره له لیدنو وروسته د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته رسیدلی اؤ پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې پیل کړي دي.
دپښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه باندې په سوشل میډیا سخت ټکونه روان دي چې ولې یې د ټي وي په یوه شو کې ویلي چې “په پښتو ژبه کې د سندرو ویلو پځایې اردو ژبه کې سندرې ویل زیات خوښوي”
په افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو ته دعملي بڼې ورکولو په موخه دافغانستان په سفر کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې دافغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو چارواکو سره لیدنې کړي دي.
دپښتو پېغله سندرغاړې دل راج وایي په وروستیو کې دپښتو موسیقۍ دنیا ته د افغانستان،پاکستان اؤ بیلابیلو هیوادونو نه ګڼ شمیر داسې هنرمندان زلمي اؤ پېغلې راغلي چې هغوئ پښتو موسیقۍ ته دیو نړیوال معیار ورکولو هڅې کوي اؤ دا ډيره دخوښۍ خبره ده.
دپښتو د وتلې سندرغاړې معشوق سلطان د مړینې دوه کاله پوره شول خو هغه په دغو دوؤ کالو کې له مړینې وروسته بیا هیچا یاده نه کړه .
دافغانستان غزني ولایت کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د روانې غونډې ترڅنګ راکټي بریدونه شوي خو چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې چاته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی.
دپښتو وتلې سندرغاړې نازنین انور وایي ګڼو فلمسازانو ورته نه یوازې په فلمونو کې د هیروئن په توګه دکار کولو افرونه یا وړاندیزونه کړي بلکې دماډلنګ دپاره هم ورسره تماسونه نیول کیږي خو هغه نه غواړي چې دسندرو نه په لاس اخستو فلمونو کې کار یا ماډلنګ وکړي.
دافغانستان په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پولې ته څیرمه په مهمند دره ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو ځانمرګي برید شوی چې پکې چارواکو ۱۹ؤ کسانو د وژل کیدلو اؤ ۵۷ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی.
د کمپیوټر اؤ انټرنیټ دعام کیدلو سره دپښتنو ډیرې دودیزې لوبې له مینځه تللي یا هم په ډیرې چټکتیا سره له مینځه چې په هغې کې یوه د" لچه پیتو" لوبه ده.
دافغانستان ددفاع وزیر ښاغلي جیمز میټس ویلي دامریکا دولت او خلک به سوکالۍ، امنیت او دایمي ثبات ته تر رسېدو د افغانستان تر څنګ ولاړ وي اؤ دې هیواد سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې د خپلو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
پاکستان کې سوشل میډيا ته د زیاتو خلکو دپام ورګرځيدلو له امله اوس د ورځپاڼو،مجلو اؤ نیوز چینلو په کتلو کې د وړاندې په پرتله دخلکو خوښي تر زیاته حده کمه شوې ده.
په ټوله نړۍ کې نن په زوره دخلکو دبې درکۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې دجبري بې درکیو کچه لوړه شوې ده اؤ تیرکال ترټولو زیات خلک دخیبر پښتونخوا صوبې څخه بې درکه شوي دي چې شمیره یې ۷۵۱ؤ ته رسیدلې ده.
په ټولنیزو رسنیو دپاکستان په نوي حکومت سختې نیوکې روانې دي چې په خوله د سادګۍ خبرې کوي خو په عمل کې حکمرانانو شاهانه خویونه پیل کړي اؤ له هیلي کاپټرو لاندې قدم نه ږدي.
دپيښور خبریالانو نن پاکستان کې د واکمن ګوند دتګلارو مخالف پښتون خبریال سلیم صافي ته دتحریک انصاف دغړو لخوا په ټولنیزو رسنیو و ویل کیدونکو سپکو سپورو په ضد احتجاج کړی.
دپاکستان نوی حکومت ویلي د نیوز یا خبرونو چینلونه لاندې وړل اؤ دساعت تیرې چینلې راپورته کول دهیواد په ګټه دي اؤ دهغوئ حکومت به هڅه وکړي چې فلم، ډرامې اؤ موسیقۍ ته وده ورکړي.
دنورو خلکو په څير پښتانه سندرغاړي هم د اختر د خوشحالو په نمانځلو بوخت دي خو وتلې سندرغاړي ګل پانه بیا په دې لویې اختر دکوره هیچرته بهر نه ده وتلې اؤ د اختر لمړۍ ورځ یې دقربانۍ په کولو اؤ دوهمه د میلمنو په خدمت تیره کړې ده.
دپاکستان خیبر پښتونخوا صوبه کې هم افغان کډوالو نن د سه شنبې په ورځ دافغانستان اؤ سعودي عرب سره یو ځایې اختر کړی خو زیاتره کډوال د مسافرۍ په اختر کې دخپل هیواد د اخترونو میلې اؤ خوښۍ یادوي اؤ وایي دلته یې دکډوالۍ په کیمپونو کې اختر پیکه پیکه دی.
دپاکستان نوی وزیراعظم عمران خان په خټه پښتون دی خو پښتو نه ورځي، هغه په ۲۵ نومبر کال ۱۹۵۲ دپنجاب په لاهور ښار کې داکرام الله خان نیازي کره پیدا شوی اؤ دپلار یک یو زوئ دی.
اف ..څه د قدر ډکه زمانه وه اؤ څه قدردان خلک وؤ.ته ګوره د ژمې اوږده شپه به مونږ ټوله په محفل کولو تيروله خو مجال شته کۀ چا به مو دمخې نه ړق وهلو،مشران کشران ،همځولي ټول به راته محفل کې دم ختلي ناست وؤ اؤ زمونږ رباعياني،غزلې اؤ چاربيتې به يې اوريدلې
نور کتل