فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په داسې حال کې چې پاکستان نن دخپلې ازادۍ دوه اویایمه کلیزه نمانځي اقتصاد پوهان وایي دپاکستان په پښتون میشتو سیمو کې اقتصادي پرمختیا ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې اؤ ددې سیمو وګړي،دغربت، بې روزګارۍ، نا امنۍ ،دبجلۍ اؤ ګیس د لوډشیډنګ په څير د مهمو ستونزو سره مخ دي.
دټانگې دغه سورلي کۀ به يوخوا ښه ارزانه اؤ دسهولت ډکه وه نو بلخوا به يې د خوند هم جواب نۀ ؤ ځکه چې ټانگه خو هسې هم په روايتي ډول د نوابانو یا شاهي سورلي گڼل کيږي.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې دنرښځیانو په ضد د تشدد اؤ کرکې لړۍ ورځ تر بلې پیاوړې کیږي اؤ په یو تازه راپور کې راغلي چې د تېرو درېوؤ کلونو په موده کې په خیبر پښتونخوا کې ۵۵ نرښځيان وژل شوي اؤ۱۱۳۳نور وهل شوي،زورؤل شوي اؤ رټل شوي دي.
دهندي فلمونو وتلی پښتون ستوری قادر خان چې د تیرو څو کلونو راهسې د ناروغۍ له امله په کټ پروت دی ، ناروغتیا یې نوره هم سیوا شوې اؤ کورنۍ یې وایي چې د خبرو اترو اؤ خوراک څخه پریوتی دی.
عوامي نیشنل پارټۍ ۲۵م جولایي پاکستان کې د ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د نتیجو نه منلو اؤ په ۳۰م جولایي ټوله صوبه کې ددې په ضد د کوټلي احتجاج کولو اعلان کړی اؤ تور یې لګولی چې په دغو ټولټاکنو کې پښتانه مشران په ځانګړي ډول په نخښه کړل شوي دي.
دپاکستان دپښتون ملت پاله سیاسي ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ تور لګولی چې په۲۵مه جولايي ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په لویه کچه د ټګۍ له لارې دپښتنو حقیقي مشران وروستو پاتې کړل شوي دي.
د ای یو ای او ایم په نوم دغه څارندویه ډلې پخپله اعلامیه کې ویلي چې دانتخابي پروسې څارونکو ته تیره ورځ دټاکنو دڅارنې اجازه ترلاسه شوې ده اؤ د اروپایي اتحادیې څارونکي یوازې په څو ورځو کې دټولو چارو څارنه نه شي کولی.
دپېښور په ځانمرګي برید کې وژل شوی هارون بلور د بلور کورنۍ په زلمو کې هاغه یوازینی تن پاتې شوی ؤ چې دغه غم ځپلې کورنۍ ورپسې دخپل سیاسي وراثت په هکله ټولې هیلې تړلې وې.
نن د سائنس او ترقۍ په تيز رفتاره دور کې د ډولۍ رواج د پښتنو د ښاري سيمو څخه په تندۍ سره وتونکى دى او ددې ځاې سينګار کړى شوې موټرې نيسي.
دپاکستان د احتساب محکمې ددغه هیواد پخواني وزیراعظم اؤ د مسلم لیګ ګوند مشر میا نوازشریف ته د لسو کالو دبند، دهغه لور ته د اووه کالو د بند اؤ زوم ته د یو کال بند سزا اورؤلې ده.
په چترال کې دمیشت کیلاش تهذیب د جینکو تنګولو په تور پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی تن ایمل خان نن د قانوني کارروایۍ دپاره له پېښور څخه چترال ته بوتلل شوی دی.
که په نزدې ورځو کې نه وي ،څه موده وروسته سهي خو طالبان به اولسي غبرګون په نتیجه کې یا خو سر دوباره اوربند ته مجبوریږي اؤ یا به هم پخپلو اندروني لیکو کې د انشار سره مخ کیږي.
اکبرحسین په کال ١٩۴٨ کې زیږیدلی و او د ١٣ کلونو په عمر کې یې د هنرمندۍ د سفر اغاز وکړو. هغه په کال ١٩٦۴ کې د ریډیو پاکستان پېښور او بیا په کال ١٩٦٦ کې د پاکستان ټېلې وژن دپاره سندرې ریکارډ کول پیل کړل
د وړوکي اختر په وړومبۍ ورځ دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور اؤ نورو بیلابیلو سیمو کې ماشومانو دساعت تیري دپاره ترټولو زیات پام د ټوقانجو وسلو اخستلو ته کړی اؤ په لارو کوڅو کې په ګڼ شمیر ماشومان دټوقانجو وسلو سره په لوبو کولو لیدل کیږي.
دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د جنګونو نه لاس واخلي اؤ ددامداره سولې دپاره دملت ارادې ته لبیک ووایي.
په خیبر پښتونخوا کې د کوچني اختر په موقعه کې چرته ډلې ډلې ځوانان د سیل سپاټو دپاره ښکلو اؤ یخو سیمو ته په چکرو روان دي نو یو ګڼ شمیر زلمي داسې هم لیدل کیږي چې هغوي د نوؤ فلمونو کتلو دپاره سینیماګانو ته مخه کړې ده .
دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې د افغانستان د ولسمشر ښاغلي اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره یې دترهګرۍ په ضد په ګډه مبارزه دخپل منځي تاؤ تریخوالي په کمولو اؤ دافغانستان اؤ پاکستان د سولې اؤ یووالي دعمل په پلان خبرې اترې کړي دي.
دپاکستان دسیاسي ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان دپخوانۍ میرمنې ریحام خان لخوا دخپریدونکي کتاب په هکله پیل شوؤ بحثونو ته د عمران خان یوې بلې پخوانۍ میرمنې جمائمه خان هم رادانګلي دي اؤ داسې دوه پخوانۍ بنې یو بل مخامخ ودریدلي دي.
دپښتون ژغورنې د غورځنګ د وتلي مشر علي وزیر ورور ښاغلي مزمل ویلي دعليوزیر د حفاظت دپاره د وزیرو اؤ نورو قبیلو په زرګونو خلک دهغوئ دکوره چاپیره شوي اؤ وایي چې طالبان یا بل هیڅ یو قوت به ترې د علي وزیر ویښته قدرې ازار نه کړي.
لونګین ولي خان ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالینو چې واڼا کې کوم برید شوی دا دټولو سیاسي ، جمهوري اؤ بشري اصولو په ضد دی اؤ د هر پښتون زړه یې دردولی دی
نور کتل