فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
وائس اف امریکه ډیوه سره دخپل شخصي ژوند په هکله دخبرو په وخت ښاغلي پشتین ویلي هغه پخپل ژوند کې د شمیر یوازې څو فلمونه اؤ ډرامې کتلي دي اؤ نور ټول وخت یې د کتابونو لوست ته ورکړی دی.
دبشري حقونو نړیواله ورځ نن(دوشنبه) په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې دبشري حقونو څخه د سرغړونو اؤ ریاستي جبر اؤ زیاتیو په ضد یو شمیر تحریکونو سر راپورته کړی اؤ تورونه لګوي چې دخیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو نه په زرګونو خلک امنیتي ادارو پورته کړي اؤ بې درکه کړي یې دي.
دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي پاکستان امریکا سره داسې اړیکې نه غواړي چې پکې پاکستان د کرایې دیو ټوپکمار په توګه کارول کیږي خو څیړونکي وایي چې دمعاشي ستونزو سره مخ دعمران خان حکومت امریکا سره د تربګنۍ ګواښ هم پسر نه شي اخستی.
دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ښځو په ضد دتاؤ تریخوالۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوازې د روان کال په نهو میاشتو کې ددې صوبې دننه د وژل شوؤ ښځو شمیره ۲۱۲ ته رسیدلې چې په دې کې ۴۴ میرمنې دغیرت په نوم وژل شوي دي.
دکرکټ د ټي10 سیالیو په دوهم سیزن کې دشاهد اپریدي په مشرۍ پښتون لوبډله فائنل ته وتلې ده اؤ نن دپاکستان په وخت ماسخوتن نهه بجې دمتحده عرب اماراتو د شارجه په لوبغالي کې د نادرن وارئیرز سره فائنل مقابله کوي.
دپاکستان د وزیراعظم عمران خان اعلانونه اؤ پلانونه هم ناویاته اؤ عجیبه وي چې زیاتره وخت په سوشل میډيا دخلکو ترمینځ خوندور بحثونه راپاروي، چرته که سیاسي مخالفین دهغه په څرګندونو ریشخند وهي نو هلته د هغه د ګوند فعالین دخپل مشر په صفایانو ورکولو نه ستړي کیږي.
پاکستان کې په ۲۵جولایي د شوؤ ټولټاکنو نه دمخه په ۲۰م مئ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په حکومت کې دراتلو دپاره د خپلو لمړیو سلو ورځو ایجنډا اعلان کړې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په دغو سلو ورځو کې به بدلون راولي.
دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې وکټ کیپر اؤ تکړه بېټسمین شهزاد محمدي وایي د افغانستان د کرکټ لوبغاړي دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې پښتنو لوبغاړو سره ښه انډیوالي اؤ راشه درشه لري اؤ هیڅکله کرکټ د سیاستونو نه ښکار کوي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو شوؤ قبائیلي سیمو ۱۴ نورې صوبایي محکمې د صوبایي حکومت په واک کې ورکړل شوي اؤ وزیراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلي محمود خان ته سپارښتنه کړې چې دقبائیلي سیمو څخه پخپله لیدنه وکړي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان عمران خان وایي هغه د وژل شوي پولیس افسر دمعاملې پخپله څارنه کوي اؤ دپښتونخوا حکومت ته یې ویلي چې د داوړ د وژنې دپلټنو لړ کې باید د اسلام اباد پولیسو سره مرسته وکړي.
دافغانستان دننګرهار ولایت په سوونو قامي مشران،ځوانان،مدني فعالان،علماء اؤ محصلین دپښتون پاکستاني پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې په ضد په ننګرهار کې دقبائیلو اؤ سرحدونو دچارو ریاست ته ورټول شوي
“دمدینې په ریاست کې په کټ بې وسه پروت یم، دمرګ بلا راته وازه خوله ولاړه ده خو د ریاست حکمران مې په لوري مخ نه راګرځوي، سوال نه کووم، ددې ریاست دپاره مې دیرش کاله خدمت کړی ایا اوس په ریاست دا حق نه لرم چې ما دمرګ له کومي وژغوري”
د روسیې ورونیژ ښار په دولتي پوهنتون کې دستر پښتون شاعر اؤ فلسفي غني خان دمجمسمې داېښودلو دمراسمو په پرمهال دغلته یو بشپړ پښتون چاپیریال ترنظره کیدلو اؤ د رباب د خوندورو نغمو سره دعوامي نیشنل مشر اسفندیار ولي خان پخپله لاسونه پړقول.
دپاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دپاره د کلېزې پرمختیایي پنګې په لړ کې څلور ابه اؤ ۸۰ کروړه روپۍ جاري کړي دي.
په پاکستان کې دخبري ادارو څخه دګڼ شمیر خبریالانو د ویستل کیدو اؤ هغوئ ته د تنخاګانو نه ورکولو په ضد وتلو خبریالانو داحتجاج په توګه اسلام اباد کې دپارلیمان د ودانۍ مخې ته پکوړې پلورل پیل کړي دي.
ارواښاد اجمل خټک دپښتو ژبې یو ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ؤ چې په ټوله نړۍ کې میشت پښتانه یې فکري لوړوالي اؤ سیاسي خدمتونو ته بې کچه درناوی لري.
دپاکستان حکومت په پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي سیمو دننه داصلاحاتو زر ترزره پځائ کولو ژمنه کړې اؤ وزیراعظم عمران خان د خزانې وزیر ته امر کړی چې دملکي ګټو یا این ایف سي ایوارډ د درې فیصده برخې فاټا ته ورکولو دپاره ګامونه واخلي.
دپښتو موسیقۍ وتلی طبله نواز ولي داد استاد د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۳ؤ کالو په عمر کې وفات شوی اؤ ټاکل شوې نن (سه شنبه) پېښور کې خاورو ته سپارل کیږي.
طالبانو منلې چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره یې په قطر کې مخ پر مخ خبرې کړي اؤ وایي دواړو خواؤ په دغه ناسته کې په دې خبره صلاح کړې چې راتلونکي کې به هم هم خپلو کې غونډو ته دوام ورکړي.
په پاکستان کې سیاسي اؤ مدني فعالینو دغبن په تورونو کې دپنجاب پوهنتون د استاذانو زولنو کې محکمې ته د وړاندې کولو سخته غندنه کړې اؤ د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د احتساب ادارې دلاهور مشر ته امر کړی چې پخپل دې ګام دقام نه بخښنه وغواړي.
نور کتل