فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
که حکومت دخیبر پښتونخوا پولیسو ته مثالي پولیس وایي نو هلته دپښتون ژغورنې غورځنګ یو سپین ږیري فعال نصیب خان ناصر په دغو پولیسو تور لګولی چې د بې کچه تشدد کولو ترڅنګ یې هغه ته د” لور “ناروا کنځلې کړي.
بیدار بخت (مرحوم) پښتو فلمونو ته د بدرمنیر په مقابله کې راوستل شوی ؤ اؤ دفلمساز عزیز تبسم دا خیال ؤ چې د پښتو د اولني فلم یوسف خان شیربانو د کامیابۍ نه پس د بدرمنیر په سر کې د شهرت کومه نشه پیدا شوې ده دغه نشه به د بیدار بخت په لونګینه ځوانۍ وباسي
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پښتانه دپاکستان خیرخواه دي خو دپښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشاره یې ویلي امنیتي ادارې ثبوتونه لري چې هیواد کې ځېنو خلکو ته دافغانستان اؤ هند داستخباراتي ادارو لخوا پیسې ورکول کیږي.
په مهمند قبائیلي ضلعه کې دېوې پښتنې میرمنې لخوا د کور دبې ستره کولو په هڅه کې د وژل شوي امنیتي عسکر د وژلو مقدمه دنامعلومو خلکو په ضد درج کړل شوې ده.
نن بیا دهرکال څیر په نړۍ کې د خواریکښو ورځ نمانځل کیږي، خو نن بیا حمید کاکا دسحر په شپږو بجو دپېښور په سوړیزو سیمه کې د خښتو بټۍ ته تللی اؤ وایي نن یې تابیا کړې ده چې دمعمول نه به زیات کار کوي چې د خپل کور دبجلۍ راغلی بل ۵۸۴ روپۍ لنډې کړي.
دپاکستان په وزیراعظم عمران خان پسې په ټولنیزو رسنیو دهغه په هاغه بیان سختې پچموزې اؤ نیوکې روانې دي چې ویلي یې وؤ د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته جاپان اؤ جرمني پخپله پوله ګډ تجارت کړی ؤ.
چارواکي وایي په خیبر پښتونخوا کې دپولیو دڅاڅکو په ضد پیل کړل شوې منظمې پروپیګنډې دپولیو روان مهم سخت اغیزمن کړی اؤ دمهم په دوهمه ورځ دپولیو ټيمونو ته دخلکو لخوا ګواښونه کیږي چې باید نور دغه کمپائن په مخکې یو نه سي.
دپښتو د کلاسیکي موسیقۍ وتلي سندرغاړي ښاغلي ډاکټر فطرت ناشناس ویلي دپټې خزانې اؤ احمدشاه ابدالي په اړوند هغه کافي مطالعه نه لري اؤ څه چې یې ویلي دي دا یې یوازې یو شخصي نظر ؤ نه چې کومه علمي څېړنه یا تبصره وه.
دپښتو ژبې د وتلې سندرغاړې نازیه اقبال ورور افتخارعلي ته د پینډۍ یوې سیمه ییزې محکمې دهغې د دوؤ ماشومانو لوڼو سره د جنسي تیري په جرم کې دوه ځله دتیزندۍ اؤ شپږ لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.
دپاکستان حکومت دافغانستان سره دخپلې لګیدلې پولې خوندي کولو اؤ د پوځ اؤ نورو امنیتي ادارو دتوان سیوا کولو دپاره د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۰-۲۰۱۹ په بودیجه کې د۴۳.۷ اربو روپو اېښودلو منظوري ورکړې ده.
عیني شاهدان وایي دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې په جومات دشوي برید په مهال دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دایبټ اباد سیمې اوسیدونکي نعیم راشد نومې تن دخپل سره په دانګلو پولیسو سره دترهګر په نیولو کې کومک کړی دی.
دموسیقۍ د ازادۍ نړیواله ورځ دنورې نړۍ په څېر نن په خیبرپښتونخوا صوبه کې هم په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پښتانه هنرمندان اؤ څیړونکي وایي په سیمه اؤ په ځانګړي توګه پښتونخوا صوبه کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب روان بهیر تر ټولو ستر زیانونه پښتو موسیقۍ ته اړولي دي.
وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې ویلي په لمړي ځل ورته د فرمان شعر (ظالمې زړه خو دې نو نه خو خوږیدو خو نو نه) سندرغاړي همایون لیږلی ؤ اؤ ددغه شعر په اوریدو یې دومره ډیر خاندلي وؤ چې حد یې نشته.
په پښتو ادب کې ډير لویې لویې اؤ د ژور فکر خاوندان شاعران تیر شوي دي خو په دغو شاعرانو کې ځینې پټ پاتې شوي اؤ ځینې د تکړه څیړونکو په محنت مخې ته راغلي اؤ پښتانه یې له فکرونو مستفید شوي دي.
کال ۲۰۱۸م که چرته پخپله لمن کې دپښتنو دپاره ډير غمونه اؤ دردونه لرلي دي نو هلته یې د خوشحالیو نه هم د ډيرو خلکو لمنې ډکې کړي ،خو دا کال په هنرمندانو اؤ فنکارانو څنګه تیر شو، راځئ د هغوئ له خولې یې واورئ.
پېښور پریس کلب کې سبا دخالي په ورځ کلیزې ټاکنې کیږي اؤ ددغو ټاکنو دپاره دصحافیانو بیلابیلې ډلې په میدان ولاړې دي خو دپېښور پریس کلب مهم مشران بیا دا خبره مني چې دې ټاکنو کې دخاورې په امنیت ،سیاست،اقتصادي وضعیت اؤ حقونو هیڅ خبره نه کیږي
افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.
دتیرو وختونو دپښتو فلمونو وتلی ستوری نعمت سرحدي وایي هغه نور هیڅکله نه غواړي په فلمونو کې راشي بلکې غواړي په پاتې ژوند کې الله رضا کړي اؤ ددې دپاره هغه خپل ټول مصروفیات د کوره تر جومات محدود کړي دي.
دچین،پاکستان اؤ افغانستان درې اړخیزه غونډه نن (شنبه) دافغانستان پلازمینه کابل کې پیل شوې چې پکې دافغانستان دستونزې په دائمي هواري اؤ دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ په روغه جوړه بحث اؤ صلاح مشورې کولی شي.
دپښتون ژغورنې د غورځنګ وتلي مشر اؤ دجنوبي وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ویلي هغه یا محسن داوړ پارلیمان ته پوځ یا استخباراتي شبکو نه دي رسولي بلکې هاغو غیرت مندو پښتنو رسولي چې ګولیو ته سینې نیولې وې .
نور کتل