فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپښتو ستر خوږ ژبی سندرغاړی استاد هدایت الله د ۷۹کالو په عمر د اوږدې ناروغۍ نه وروسته حق رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده نن(خالي) ماسپښین دوه بجې یې دپېښور بېرسکو سیمه کې جنازه کیږي.
په افغانستان کې دصدارتي ټاکنو دپاره روان کمپائن دطالبانو دګواښونو اؤ بریدونو په ترڅ کې سرته رسېدلی اؤ ټاکل شوې ده دشنبې(خالي په وځ) به دنهو میلیونو نه زیات افغانان دخپلو رائیو دلارې د هیواد واک دخپلې خوښې ولسمشر ته وسپاري.
څېړونکي وایي امریکا چې دنائن الیون دپېښو نه روسته افغانستان ته په کومو هدفونو پسې راغلې وه دهغې په ترلاسه کولو کې په بشپړ ډول ناکامه ده اؤ نن په افغانستان اؤ ټوله سیمه کې ترهګري دختمیدلو پځائ نوره پراخه شوې ده.
تیره اوونۍ کابل کې په یوه بمي چاودنه کې دافغانستان دستر لیکوال،شاعر اؤ عملي شخصیت سیلمان لائق ټپي کیدلو د ډيورنډ دکرښې دواړو غاړو ته میشت پښتانه شاعران،ادیبان اؤ خبریالان ځورولي اؤ وايي د داسې علمي اشخاصو متضرر کېدل په چقيقت کې په کلتور او پوهنه ګوزار دی.
ټاکل شوې ده نن دوشنبه په ازمیښتي توګه د پاکستان او افغانستان تر مینځه د تورخم دروازه د څلیریشت ساعته پرانیستل کیږي اؤ پاکستاني چارواکي هیله لري چې ددې ګام له امله به د دواړو هیوادونو ترمینځه دسوداګرۍ کچه لوړه شي.
پېښور هائیکورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ مهمو مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړو محسن داوړ اؤ علي وزیر پېښور کې دضمانت عریضه رد کړې اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ دضمانتونو پرېکړه به دپېښور هائیکورټ د بنو څانګه(سرکټ بینچ) کوي
دطالبانو د واکمنۍ په مهال اسلام اباد کې دطالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضیعف دعوه کړې ده چې امریکا اؤ طالبان افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش اؤ افغانستان کې دترهګریزو فعالیتونو دمخنیوي په اړوند په یو غوڅ تړون متفق شوي چې راتلونکو څو ورځو کې به پرې دواړه خواوې لاسلیکونه وکړي.
فرزانه دخیبر پښتونخوا د نرښځیانو دسازمان مشره ده اؤ په دې صوبه کې زیاتره ښکلي اؤ مشهور هیجړاګان یا نرښځیان فرزانه خپل “ګورو” مني ،خو په سوونو نرښځیانو ته دهغوئ دحقونو ترلاسه کولو دپاره په مبارزه بوخت فرزانه وایي خپل زړه یې زیاتو غمونو چاڼ،چاڼ کړی دی.
په راتلونکي غټ اختر دپېښور،کراچۍ اؤ پینډۍ په سینیماګانو کې د پښتو نوي څلور فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي اؤ ددې ترڅنګ د یو شمیر نوؤ سندرغاړو نوې سندرې هم دلویې اختر دپاره مارکیټ ته راغلي دي.
دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي دغو درېواړو غړو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره خبرې کړې وې اؤ غوښتل یې چې دې ګوند کې شامل شي خو د وزارت په نه ورکړل کیدو بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شوي دي.
دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته دهغه تورونو پسر د ۱۰ؤ کروړو روپو د تاوان قانوني نوټس لیږلی چې ویلي یې وؤ اسفندیار ولي خان دپښتنو دسرونو سودا په ۲۵میلیونه ډالرو کړې وه.
ماه جبین وایي د وړوکوالي نه ډیره ښائسته شوخه اؤ هوښیاره وه. سره طله دار ویښتان ، غټ سره اننګي ، زرکې سترګې اؤ هسکه غاړه یې لرله ، دمور د غیږ نه نیولې تر مکتب به چې چا ولیدله مینه به یې پرې ورتله.
خیال محمد چې دعمر د زیاتوالي اؤ ناروغۍ له امله اوس له سندرو ویلو پریوتی اؤ ګلنار بیګم ۲۴ کاله وړاندې وفات شوې ده،دواړو دپښتو فلمونو دپاره په زرګونو سندرې ویلي اؤ په دغو سندرو کې اوس زیاترو د کلاسیک بڼه موندلې
څېړونکي وایي پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني په اوسني سفر کې به افغان لوری تر ټولو زیات زور په دې خبره راوړي چې پاکستان باید طالبان افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښینوي.
دپاکستان دټولټاکنو کمیشن پرېکړه کړې چې په ۲۰مه جولایي دخیبر پښتونخوا قبائیلي سیمو کې دصوبایي اسمبلۍ دپاره کیدونکې ټولټاکنې به د پوځ دڅارنې لاندې کولی شي اؤ رائیو وروکولو دمرکزونو دننه اؤ بهر به پوځيان ودرؤل کیږي.
دخیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې سیلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره دصوبې دسیلګرۍ سیمو ته دهیلي کاپټرو دلارې دسیلګرو رسولو پروژه پیل کوي،ترڅو دپښتونخوا ښکلې سیمې په ټوله نړۍ کې ښکاره اؤ له دغې لارې دسیلګرۍ صنعت ته وده ورکړل شي.
دپاکستان دبرقي میډیا دڅار ادارې پیمرا ددغه هیواد داحتساب دملي ادارې دمشر دشخصي ژوند په اړوند دیوې شکمنې ویډیو اؤ اډيو په خپرولو د” نیوز ون “په نوم یو شخصي ټي وي چینل باندې یو میلیون روپۍ جرمانه لګولې ده.
دخیبر پښتونخوا حکومت د ټولټاکنو کمیشن ته وړاندیز کړی دی چې په قبائیلي ضلعو کې دامن دخراب وضعیت اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله باید په قبائیلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ دپاره کیدونکې ټولټاکنې وځنډوي.
دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان یوځل بیا وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو د بحث موضوع جوړه شوې ده چې په یوه ویډیو کې دکلي په کوڅو کې ماشومانو سره د هګیو په جنګولو لیدل شوی.
سندرغاړي ټول کال د اولس دخوشحالولو دپاره سندرې وایي اؤ ډیر لږ وختونه ورته د ځان دپاره په لاس ورځي خو یوازې اختر داسې موقعه وي چې دغه سندرغاړي پکې دخپلو،خپلوانو ، ملګرو اؤ دوستانو سره کښیني،محفلونه راجوړ کړي اؤ دخپل زړه خواله وکړي.
نور کتل