فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپښتو د وتلي نقاد،شاعر،افسانه نګار،محقیق اؤ صحافي قلندر مومند ۱۷م تلین نن دنهې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې اړوند دبیلابیلو غونډو دتابیاګانو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمیر پښتنو فعالانو د ژبې،ادب اؤ تاریخ دپاره دقلندر مومند خدمتونه ستائیلي دي.
په خیبر پښتونخوا صوبه میشت افغان صنعتکاران اؤ تجاران وایي دوئ پاکستان ته دکاروبار اؤ ټیکسونو په مد کې هرکال په میلینونو ډالر ګټه رسوي خو پاکستان کې ورته تر اوسه پخپل نوم دکاروبار کولو اؤ جائیداد اخستلو حق نه دی ترلاسه.
د پښتو د وتلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش روغتیایي وضعیت د ډاډ په لوري روان شوی دی اؤ دهغې ځوئ شاهد اورکزی وایي ۱۵ ورځې وروسته هغې سترګې غړولي اؤ د ژوند امید یې پيدا شوی دی.
دخیبر پښتونخوا په دویم لویې ښار مردان کې دپښتو د ستر سندرغاړي هارون باچا په ویاړ دستائنې یوه ستره دستوره شوې چې پکې وتلو لیکوالانو، پوهانو اؤ هنرمندانو دهارون باچا فني صلاحیتونه اؤ خدمتونه ستائیلي اؤ هغه یې دپښتو سندرو د نوي دور یو ستر اتل بللی دی.
په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول په ټک ټاک د مشهورې شوې پښتنې پیغلې حریم شاه پلار سید ضرار حسین شاه په وړومبي ځل په ټولنیزو رسنیو راښکاره شوی اؤ دخپلې لور حریم شاه په عملونو یې دخپلو،خپلوانو اؤ ټولو خلکو نه بخښنه غوښتې ده.
د پنجشنبې په ورځ دافغان دولت پلاوی پېښور کې دافغان قونصل جنرال ښاغلي هاشم نیازي په مشرۍ دماه جین قزلباش پوښتنې ته لیډي ریډنګ روغتون ته ورغلی اؤ هغې ته یې دافغان دولت اؤ خلکو لخوا نیکې پیرزوئنې وړاندې کړي.
دلیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر خالد مسعود وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ویلی چې ماه جبین قزلباش دنهې په ماسخوتن د زړه د دورې له امله لیډي ریډنګ روغتون ته رارسول شوې اؤ دلته ډاکټرانو دهغې له معائنې وروسته هغه وړومبی سی سی یو اؤ وروسته ایي سي یو وارډ ته منتقل کړې ده.
دپښتو وتلی سندرغاړی کرن خان وایي کال ۲۰۱۹م کې هغه ګڼ داسې هنري فعالیتونه وکړل چې خلکو خوښ کړي دي خو په دې کال کې هم دپښتنو ترمنځ بې اتفاقۍ اؤ د پښتنو خوارې ورځې هغه د زړه خوشحالۍ ته نه دی پریښودی.
دپښتو وتلې هنرمنده نازیه اقبال وایي په لندن کې یې خپل هنري فعالیتونه دوامداره ساتلي دي خو پخپل وطن اؤ خپله خاوره پسې یې هم زړه خوږیږي اؤ دپښتونخوا دخلکو مینه به کله هم هیره نکړل شي.
دنړۍ په تاریخ کې دا تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کیږي چې دعلم اؤ انسانیت دښمنانو پکې په یوه ورځ دعلم په یو مرکز کې دومره زیات ماشومان وژلي وؤ چې دلاشونو یا مړو په راټولولو یې خلک ستړي شوي وؤ .
هغه وویل پاکستان اؤ افغانستان چې تیرکال له اوړدو خبرو وروسته دمذاکراتو په کوم میکانزم صلاح شوي دا اقدام دهغه اصولو څخه هم سرغړونه ده ځکه چې دغه میکانزم کې دواړه هیوادونو ژمنه کړې چې دیو بل پرضد به منفي تبلیغات اؤ پروپېګنډه نه کوي.
د اسمبلۍ ممبر صیب چې کله خپل د تورو شیشو غټ ګاډی د سړک په غاړه ودرولو نو خواؤ شا پټو کې د پشکال په سخا ګرمۍ کې په کارونو بوختو کرونده ګرو کې یو تن په حیرانتیا په زوره چغه کړه "هلکه دا خو بیمبر صیب راغلو":اؤ بیا نر هاغه دی چې د ممبر صیب لینډ کروزر ته ځان په منډه رسوي
دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ته ویلي افغان ځواکونو د داعش او دطالبانو په شمول ټولې تروریستي ډلې د ډیورنډ کرښې په اطرافو کې ځپلي دي خو بدبختانه د طالبانو ډلې رهبران تر اوسه هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعالیت کوي.
دپښتو فلمونو وتلی ستوری اؤ هدایتکار عجب ګل وایي دا مهال دهغه په فکر په پښتو فلم انډسټرۍ کې پښتنې میرمنې بیخي نشته اؤ یوازې د پنجاب جینکۍ په پښتو فلمونو کې کار کوي.
دافغان سولې دپاره دمذاکراتو هڅې یو ځل بیا چټک شوي اؤ کابل ته د امریکا ددفاع د وزیر د سفر ترڅنګ پاکستان هم په طالبانو د اوربند یا تاؤ تریخوالي راکمولو دپاره خپل فشار سیوا کړی دی.
دپاکستان دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام په زرګونو امنیتي فعالینو په ۳۱م اکتوبر دحکومت په ضد اسلام اباد ته دلاریون کولو وړاندې پېښور کې ډنډو په لاس تمرینونه کړي اؤ صوبایي حکومت اعلان کړی چې دجی یو ایي په دغو فعالینو به مقدمې درج کوي.
په پېښور کې دافغان مارکیټ دمالکیت پسر د رامنځته شوي جنجال له امله په احتجاجي ډول په پېښور کې دافغانستان لویه کونسلګري وتړل شوه.
د ښې موسیقۍ راجوړولو دپاره په نړیواله کچه مشهورې پاکستاني ادارې" کوک اسټوډیو" ته په وړومبي ځل یو ځلمي افغان سندرغاړي شمالي افغان لار پیدا کړې ده اؤ دموسیقۍ ددې ادارې د۱۲م سېزن په سندرو کې پخپل خوږ غږ دپښتو سندره ویلې ده.
چترال دخیبر پښتونخوا هغه غرییزه اؤ سمسوره سیمه ده چې لیدلو له یې نه یوازې دپاکستان بلکې دنړۍ دګوټ ګوټ څخه سیلانیان ورځي اؤ دغلته دمیشتو کیلاشانو د لرغوني تهذیب ننداره دنزدې څخه کوي.
اسلام اباد ته دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد له سفر وروسته ټاکل شوې ده نن د قطر څخه دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالب مشرانو یو پلاوی هم اسلام اباد ته رسیږي اؤ دغلته به دپاکستان دولتي اؤ پوځي مشرانو ترڅنګ زلمي خلیلزاد سره لیدنې وکړي.
نور کتل