فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په پېښور کې د ځوان کهول وګړي وایي په کوچني اختر کې د سینیماګانو اؤ دسیلګرۍ دمقاماتو تړل کیدو سره دهغوئ اختر پیکه پیکه دی اؤ نه شي کولی دخپلو ملګرو سره یو ځائ داختر نه دتیر په څېر خوندونه واخلي.
په خیبر پښتونخوا کې د سینیماګانو مالکان وایي حکومت نورو صعنتونو ته لاک ډاؤن کې اسانۍ ورکړې خو دسینیما صنعت یې له پامه غورځولی چې له دې امله د سینیماګانو دننه کار کوونکي په زرګونو مزدوران،هنرمندان اؤ دسینیماګانو مالکان سخت اغیزمن شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو مشهورې شوې پېغله پښتنه شاعره نوره احساس وایي پښتنه ټولنه کې که ښځو ته د خپل کردار ترسره کولو موقعه ورنکړل شوه نو د ژوند په منډه کې به پښتانه تر نورې نړۍ وروسته پاتې کیږي.
په پاکستان کې دتیرو څو کلونو راهسې فلمي صنعت د زوال سره مخ راروان دی خو فلم جوړونکي اؤ فلمي ستوري وایي چې د کرونا وایرس له امله رامنځته شوي بحران دپاکستان فلم انډسټري نوره هم ځپلې ده اؤ تاریخ کې په وړومبي ځل دا په راتلونکي وړوکي اختر هیڅ نوی فلم نندارې ته نه وړاندې کیږي.
پینځه پنځوس کلنه امینه(فرضي نوم) دافغانستان دکندوز ولایت سره تړاؤ لري اؤ دا مهال دپاکستان دپلازمینې اسلام اباد په یوه څنډه کې دکډوالو په یو عارضي کیمپ کې دخپلو څلورو لوڼو اؤ درېوؤ ماشومانو زامنو سره دمهاجرت شپې دستونزو ډکې شپې سبا کوي.
نن په ټوله نړۍ کې دمطبوعاتو د ازادۍ ورځ نمانځل کیږي خو دخبریالانو دحقونو دپاره په مبارزه بوخت نړیوال تنظیم (بې پولې خبریالان) وایي چې دنړۍ په ۱۸۰هیوادونو کې دمیډیا د ازادۍ په حواله پاکستان په ۱۴۵م نمبر ولاړ دی اؤ سږکال نور هم درې درجې په ښکته تللی دی
ثمینه ناز دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور سره تړاؤ لرونکې وړومبۍ ښځینه خبریاله ده چې په کرونا وائرس اخته شوې خو هغه وایي حوصلې یې لوړې دي اؤ په دې پوهیږي چې پخپل عزم ،حوصله اؤ همت به دې ناروغۍ ته ماتې ورکوي.
د روژې په ورځو کې عموماً دپېښور سړکونو ماذیګر مهال دومره ګرم وي چې دپېښې اېښودلو ځائ پرې نه وي خو صوبه کې روان لاک ډان له دا ځل د روژې ماذیګري ساړه کړي دي اؤ هغه خواریکښه طبقه چې دمزدورۍ دپاره یې سترګې د روژې میاشت ته وې ، دمایوسۍ سره مخ ده.
په پاکستان کې د کرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو اؤ په کاروباري فعالیتونو دبندیز له امله د دیاړي مارې طبقې اقتصادي حالت سخت ځپل شوی چې اوس د دوئ دمرستو دپاره دحکومت ترڅنګ یو شمیر شخصي ادارو،شتمنو خلکو یا کاروباریانو هم مرستې ته راټوپ کړي دي.
دپاکستان په سندهـ اؤ بلوچستان ایالتونو کې د کرونا وائروسو د خوریدو دمخنیوي په خاطر دحکومتي بندیز له امله خلکو دجمعې نمونځونه په کورونو دننه کړي خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې بیا دجمعې نمونځونه په جوماتونو کې شوي دي اؤ خلکو پکې په ګڼ شمیر برخه هم اخستې ده.
دپاکستان لخوا افغانستان سره دپولو تړلو وروسته ملګرو ملتونو پاکستان څخه افغانستان ته دافغان کډوالو پخپله خوښه د ستنېدنې بهیر ځنډولی دی.
د ګلګت بلتستان په مرکز ګلګت کې چارواکي وايي ديوې ٤٥ کلنې زنانه طبي معاينه سرته رسؤل شوې او داسلام اباد دصحت مرکزي ادارې ته ليږل شوې نمونې څخه څرګنده شوې چې دغه ښځه د کرونا په ناروغۍ اخته شوې ده.
دافغانستان اؤ پاکستان دجګړه ځپلو پښتنو سیمو ترڅنګ نن په دریم مارچ په ټوله نړۍ کې دموسیقۍ دازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې زیاتره پښتانه هنرمندان ګیله کوي ځان په امنیتي اؤ اقتصادي توګه خوندي اؤ باثباته نه ګڼي.
دپښتو ستره سندرغاړې ماه جبین قزلباش چې پرون وفات شوې وه نن د زیارت په ورځ یې دپېښور په ګل ګشت کالونۍ کې جنازه شوې اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوې ده.
دافغانستان د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو ته دپاکستان څخه دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران اؤ دمرکزي پارلیمان غړي ښاغلی محسن داوړ اؤ ښاغلی علي وزیر هم دافغان حکومت لخوا کابل ته بلل شوي دي.
د مورنۍ ژبې تحريک که پخوانى پاکستان په منځ ويشلی خو اوسني پاکستان تر اوسه په هيواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي دي.
سندرغاړي شاهسوار دوباره دهنر میدان ته د راتلو له اعلان وروسته په هغه کیدونکې نیوکې بې اساسه بللې دي اؤ ویلي یې دي هغه کله هم تبلیغ ته د وخت ورکولو نه انکار نه دی کړی بلکې غواړي چې ددین سره،سره خپلو اولادونو دپاره کار روزګار هم دسندرو په شکل کې وکړي.
دپښتو وتلي ځوان سندرغاړي شاهسوار چې ددین دتبلیغ له امله یې د سندرو نه لاس اخستی ؤ یو ځل بیا یې اعلان کړی چې په سندرو سر دوباره پیل کوي .
په پېښور اؤ دخیبر پښتونخوا صوبې نورو برخو کې اوس په سینماګانو دنوؤ فلمونو ښودل کیدو پځائ زیاتره سټیج شو ګانې یا په ژوندۍ بڼه کنسټرټونه ښودل کیږي چې دفلمي ستورو په وینا دفلمونو شوقیان پکې زیاته خوښي لري اؤ ددغو شوګانو کتلو له د لرې،لرې سیمو نه ورځي.
نور کتل