فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپنجاب دسرښار لاهور په یو تاریخي جومات وزیر خان کې دسندرې د ریکارډنګ مخې ته له راتلو وروسته په سوشل میډیا یو شمیر خلکو پوښتنې راولاړې کړي چې ولې دپنجاب په جوماتونو کې دسندرو اؤ ګډاګانو ریکارډنګ کیږي اؤ دپښتنو په جوماتونو کې نمونځ کوونکي هم په امن کې نه دي؟
په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي شکرالله عاطف مشعل نن په چارسده ولي باغ کې دعوامي نیشنل ګوند دمشر اسفندیار ولي خان سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې ،دپاکستان اؤ افغانستان د اړېکو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې کړي دي.
ټاکل شوې ده سبا دجمعې په ورځ کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیږي چې پکې به طالبانو سره دپیل کیدونکو بین الافغاني خبرو په څرنګوالي اؤ د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو بحثونه اؤ مشورې کولی شي.
عوامي نیشنل ګوند اندېښنه ښکاره کړې ده چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د لرغونو اثارو محکمې څخه یو شمیر لرغوني اثار غلا کړل شوي اؤ د لرغونتیا د نړیوالې ادارې یونیسکو څخه یې غوښتنه کړی چې باید خپل یو پلاوی خیبر پښتونخوا کې د پرتو ټولو لرغونو اثارو دکتنې دپاره واستوي
“سمه ده ګل پاڼې بیا به بل ملاقات جیل کې کوؤ ، نن شپه چې څومره ګپ شپ لګوې، وئ لګوه ځکه چې بیا به درسره جیل کې ددې ګپ شپ موقعه نه وي”
پښتنې جینکۍ په ځانګړي توګه د کالجونو اؤ پوهنتونونو زده کوونکې په ټولنیزو رسنیو ټک ټوک،فیس بک،ټوئټر اؤ انسټاګرام خپلې ویډیوګانې دخلکو سره شریکو
ناوې محکمې ته ویلي چې دهغې خاوند مخکې ښځه وه، ولی اوس په بشپړ ډول سړی دی اؤ دهغې ترې په ګیډه ماشوم هم دی.
دغبن په تورونو دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوي دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی داطلاعاتو پخواني ځانګړي معاون اجمل وزیر په ځان لګول شوي تورونه رد کړي اؤ وایي ځېنو خلکو په میدان دهغه مقابله نه شوه کولی نو دسازش دلارې یې ورله دمخې نیولو هڅه وکړه.
دترهګرۍ اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله پاکستان کې دهنر څانګه سخته زیانمنه شوې ده اؤ زیاترو پښتنو هنرمندانو اوس دخپل ژوند اؤ هنر د دوام دپاره دسوشل میډیا په ځانګړې توګه د “بېګو لائیو”اؤ یوټیوپ دلارې خپل هنري فعالیتونه پیل کړي دي.
دجولایي پینځمه پاکستان کې د جمهوریت په ضد دپوځي کودتا یا مارشل لاء په یوه توره ورځ یادیږي اؤ دسیاسي چارو پوهان اؤ څېړونکي وایي چې دپاکستان دبدمرغۍ ورځ ۴۳ کاله وړاندې هم له دې ورځې د جنرال ضیاء په امریت سره پیل شوې وه.
استاد خیال محمد اؤ خدائ بخښلې ګلنار بیګم دپښتو دوه هاغه ستر سندرغاړي دي چې تر نیمې پیړۍ یې دپښتو سندرې ویلي اؤ دفن استاذان وایي چې د دوئ دواړو ځائ هیڅوک نه شي نیولی.
پېښور کې دپولیسو په لاس د یو پښتون ځوان عامر تهکالي نه دپرتوګ ویستل کیدو په ضد نن ګڼ شمیر مدني فعالانو،طالبعلمانو اؤ د ژوند دبیلابیلو تپو سره تړاؤ لرونکو خلکو دقهره ډک احتجاجونه کړي اؤ ځائ پځائ دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې شوي دي.
پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي عاطف مشعل د چهارشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي دپاکستان حکومت سره هوکړې ته ورسیدو چې د۲۲م جون څخه به پاکستان ته دتورخم،سپین بولدک اؤ غلام خان له لارو افغانستان څخه صادرات پیل شي.
دمالي کړکیچونو اؤ کرونا وایرس له لاسه د روغتیایي اسانیو دنشتوالي سره مخ دپاکستان دمالي کال 2020-21 دپاره کلیزه بودیجه یا بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شوی چې پکې ددفاع دڅانګې دپاره ۱۲۹۰ اربه روپۍ بیلې کړل کړل شوي دي.
دپاکستان حکومت دمالي کال 2020-21 دپاره کلیز بجټ کې دفنکارانو دخیر ښېګړې دپاره یو کروړ روپۍ پنګه بیله کړې ده خو پښتانه فنکاران وایي چې هغوئ کله هم دحکومتي مرستو څخه نه دي برخمن شوي.
دپېښور هائیکورټ چیف جسټس یا مشر قاضي ښاغلي وقار احمد سیتهـ دهیواد په ستره کې د درېوؤ قاضیانو ګمارنه چیلنج کړې ده اؤ ویلي یې دي په دې ګمارنه کې د سینیارټي یا زیاتې مودې دماموریت د اصولو څخه سرغړونه شوې ده.
دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې په پخواني کپتان شاهد اپریدي دپوځ په مرسته دسیاست پیل کولو له سیوا شوؤ شکونو وروسته هغه په ډاګه کړې چې سیاست ته د ورتلو هیڅ اراده نه لري خو وایي الله چې دهغه څخه څه کار اخستل غواړي دهغې په هکله له اوسه هیڅ نه شي ویلی.
په پېښور کې تر دې مهاله ۲۲ خبریالان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ یو خبریال فخرالدین سید له دې موذي ناروغۍ څخه تر اوسه مړ شوی دی .
ډاکټر کاظم نیاز دپښتو ژبې د مشهور شاعر،لیکوال اؤ مصنف ارواښاد پروفیسر جهانزیب نیاز ځوئ اؤ دباچا خان اؤ ولي خان د کورنۍ یو مهم غړی دی چې خیبر پښتونخوا کې یې په مهمو ریاستي دندو خدماتو ترسره کړي دي.
نور کتل