فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مشرملا برادر اخندویلي طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په شمول د کوم بل هېواد د امنیت په خلاف استعمال کړي.
دپښتو۱۵۰نه زیاتو فلمونو کې دلازواله کردارونو لوبوونکې وتلې ستورې ثریا خان د عمر په وروستۍ برخه کې ناروغیو اؤ تنګدستیو رانیولې ده اؤ هغې له حکومت غوښتنه کړې ده چې دخپل ژوند د وروستیو شپو په ارام تیرولو دپاره ورته یوازې د دوؤ مرلو یو وړوکی کور ورکړي.
افغانستان کې سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر اؤ کابل کې دسولې په اړوند وروستي اقدامات هېله بخښونکي بللي اؤ په طالبانو اؤ افغان دولت یې غږ کړی چې دسولې دپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي اؤ اوږده جګړه پائ ته ورسوي.
دخیبر پښتونخوا دحکومت لخوا سرکاري روغتونونو کې ولس ته دصحت دغوره اسانیو ورکولو ددعوې برعکس دخېبر پښتونخوا په دوهم ستر تدریسي رروغتون (خیبر ټیچنګ هسپتال) کې داکسیجن ختمیدو له امله شپږ ناروغان تیره شپه مړه شوي دي.
دبلوچستان وتلی سیاستمدار سردار شیرباز خان مزاري دنوي کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ خپلې سترګې پټې کړي اؤ کورنۍ یې وایي چې هغه به پخپله پلرنۍ سیمه روجهان کې خاورو ته سپارل کیږي.
دپاکستان وزیراعظم عمران د ترکي د ډرامې ارطغرل اؤ د ترک لیکوالې دتصوف په اړه دلیکل شوي ناول "دمینې څلویښت اصول" څخه وروسته قام ته دترکي دیوې بلې ډرامې “یونس ایمری” دکتلو وړاندیز کړی دی.
پښتانه هنرمندان وایي وړومبی په خیبر پښتونخو کې ترهګرۍ اؤ اوس دحکومتي پام نشتوالي دفنګارانو حالت دې حد ته رسولی چې په کورونو کې یې فاقې یا لوږه پیل شوې ده اؤ اوس دوئ په اجتماعي ځان وژنه باندې سوچ کوي.
بالی ووډ کې دافغانستان دجګړې په موضوع د تورباز په نوم یو نوی جوړ شوی فلم په ۱۱م دسمبر نندارې ته وړاندې کړل کیږي چې مرکزي رول پکې دهندي فلمونو وتلي ستوري سنجی دت ترسره کړی دی.
دپښتو پېغله سندرغاړې ګل څانګه وایي دهغې په ښکلا ډیر خلک مئین دي خو هغې تر اوسه په چا خپل زړه نه دی بائیللی اؤ ددې وجه دا ښایي چې هغه خپلو ملګرو د مینې دنوم څخه ویرولې ده.
جلسې ته پخپله وینا کې د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان د هیواد په پوځ سختې نیوکې وکړې اؤ خبرداری یې ورکړو چې” که تاسو دسیاسي ادارې جوړیدو هڅه کوئ نو بیا به مونږ ډاډه نیوکه هم کوؤ اؤ نوم به مو هم اخلو”
دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي شاه فرمان دپېښور به اسلامیه کالج پوهنتون کې د استاذانو لخوا دښځینه زده کوونکو دځورؤنې ددغو تورونو په سخته نوټس اخستی اؤ په درېوؤ ورځو کې دننه یې دپلټنو سرته د رسولو امر کړی.
دخیبر پښتونخوا وتلی قانون پوهه اؤ پښتون ملت پاله شخصیت عبداللطیف اپریدی دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ د وکیلانو دسازمان په ټولټاکنو کې بریالی شوی اؤ ددغه سازمان صدر ټاکل شوی دی.
دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي دهغه ارمان دی چې په راتلونکي کې دپاکستان اؤ افغانستان ګډې پولې هم د اروپا په څېر دیوبل دپاره پرانستې پرتې وي اؤ دا دواړه هیوادونه دې دیو بل سره هم هغه شان خوږې اړېکې ولري.
په نړۍ کې یوازینیو د پولیو ښکار دوؤ هیوادونو پاکستان اؤ افغانستان دپولیو نړیواله ورځ پخپله ګډه پوله تورخم نمانځلې اؤ هوډ یې کړی چې دواړه هیوادونه به دپولیو دنوغي ویستلو دپاره په خلاص مټ هلې ځلې کوي.
نن دپښتو فلمونو د اولني هیرو بدرمنیر دمړینې ۱۲ کاله پوره شول ، خو د هغه دتلین په اړوند نه خو کومه د ذکر وړ غونډه یا دستوره شوې ده اؤ نه په پاکستاني ميدیا اؤ ټولنیزو رسنیو دبدرمنیر د هنري خدماتو یادؤنه شوې ده.
دخیبر پښتونخوا حکومت د هندي فلم انډسټرۍ د دوؤ وتلو ستوریو راجکپور اؤ دلیپ کمار پېښور کې د پلرنیو کورونو په بیعه د اخستو اؤ دهغې نه دمیوزیمونو جوړولو پرېکړه کړې اؤ په دې لړ کې ضلعي انتظامیې د دلیپ کمار په کور سیکشن ۴ هم لګولی دی.
دپاکستان دپوځ اؤ ریاستي ادارو په ضد دڅرګندونو په تور ددې هیواد دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف دهغه دلور مریم صفدر اؤ دهغه دګوند پاکستان مسلم لیګ(نواز)دیو شمیر نورو مشرانو په ضد دغدارۍ مقدمه درج کړل شوې ده.
ټاکل شوې ولسمشر غني به پخپل دې سفر کې دقطر دامیر اؤ نور چارواکو ترڅنګ دافغان دولت مرکچي پلاوي،افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ د ناټو ځواکونو دعمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره لیدنې اؤ په افغان سوله له نزدې مهمې خبرې اؤ پرېکړې وکړي.
دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران دکلتور د ودې دپاره هیواد کې دفلمي صنعت اؤ سنیماګانو دبحالۍ دګامونو منظوري ورکړې ده اړونده اړخونو ته یې دفلم جوړونکو اؤ فنکارانو دمالي مرستو دپاره دپنګو بیلولو امر کړی دی.
پېښور کې پولیسو دچارسدې مفتي اباد سیمې سره تړاؤ لرونکی بشیر مستان نومې هغه تن نیولی چې په دې وروستیو کې یې په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډیو کې ځان پیغمبر بللی دی.
نور کتل