فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په خیبر پښتونخوا کې عام ولس ته د کرونا ضد ویکسین لګول پیل شوي اؤ دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وایي په لمړي پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو کالو نه دبره عمر وګړو ته دا ویکسین لګول کیږي.
د تیرو څو کلونو راهسې یو شمیر سندغاړې وژل شوې او په ځینو بریدونه شوي دي. چې له امله یې ډیرې په فن پریښودو مجبوره شوې.
پاکستان کې دسینیټ په ۳۷څوکیو ترسره شوؤ ټاکنو کې واکمن ګوند تحریک انصاف ته سخته ضربه رسېدلې اؤ دحکومت دپاره تر ټولو مهمه داسلام اباد څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم کاندید یوسف رضا ګیلاني ګټلې ده .
دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ تېرکال په ۲۸مه فرورۍ دوحه کې دسولې دشوي تړون نه (یکشنبه) یو کال پوره شو ،طالبان وایي په دې یو کال کې هغوئ جګړې راکمې کړي اؤ په تړون کې شوې خپلې ټولې ژمنې یې سرته رسولي دي.
نن په ۲۶مه فرورۍ دپښتو د وتلې اؤ ښکلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش د وړومبي تلین ورځ په داسې حال کې په خاموشۍ سره تېریږي چې له مرګ وروسته ددغه ستره هنرمندې قابو د نیمې پېړۍ هنري خدمتونه هیچا نه دي ستائیلي.
په شمالي وزیرستان کې تیره ورځ دڅلورو میرمنو له وژل کیدو وروسته ددغه قبائیلي ضلعې پولیسو خبرداری ورکړی چې خلک دې محتاط پاتې شي ځکه چې دترهګرو لخوا نور بریدونه هم دامکان څخه بهر نه دي.
نن داتوار په ورځ په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ نمانځل کیږي شي.
په ګرده نړۍ کې سبا په ۱۴مه فرورۍ مینه کوونکي خلک د” ویلنټائن ډی” په نوم دمېنې ورځ نمانځي اؤ ګڼ شمیر پښتنو سندرغاړو دې ورځې ته نوې سندرې تیارې کړې دي.
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر په کابل کې دامریکایي سفارت چارسمبالي اؤ دپاکستان دسفیر منصور احمد خان سره لیدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې دپروسې په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.
دپښتو ژبې د ستر انقلابي شاعر ،لویې سیاستمدار اؤ ځیرک صحافي ارواښاد اجمل خټک ۱۱م تلین نن دیکشنبې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې مناسبت په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو دپښتنو دحقونو دپاره دهغه سیاسي،ادبي اؤ صحافتي مبارزې ته زرینې پیرزوئنې وړاندې کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کلالۍ اسماعیل دخپلې مور یوه لنډه شان شان ویډیو خپره کړې ده چې په دغه ویډیو کې هغه پخپل کور د پولیسو د چاپې حال بیانوي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره ټیلي فوني خبرو اترو کې هغه ته باور ورکړی چې پاکستان افغانستان کې د امن ټنګښت دپاره امریکا سره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې پارو ویلي هغه د ګډیدو د ژوند نه نوره ډیره تنګه شوې ده ځکه چې په دغه میدان کې ورته هیڅوک د انسان په سترګه نه ګوري اؤ نامناسبه رویه ورسره کوي.
په کابل کې دامریکې لوړپوړي سفارتکار یا شازدافئیر راس ولسن ویلي هیواد یې افغانستان کې دلنډمهاله حکومت پلوي نه دی اؤ ژمن دی چې د سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې شخړې ته د پای ټکی کیږدي
“تاسو دې پخپله دپاپا جونز پیزې خورئ اؤ مونږ به په چائیو،اوبو تیرباسئ ، دا خو زیاتی دی دا میلمستیا نه ده” دا دپي ډي ایم دمشر مولانا فضل الرحمان دخولې وتلې هغه طنزیه جمله ده چې پاکستان کې په ټوئټر ټاپ ټرینډ جوړ شوی اؤ ۴۷زرو نه زیاتو کسانو په دې هکله په ټوئټر خپل ټوئټونه کړي دي.
هنرمندان وايي دوئ يوه سندره په ډير محنت او مصرف تياره کړي خو په سوشل ميډيا او عامو محفلونو کې په دغه سندره پيسې بيا نور خلک ګټي
دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دطالبانو ځان غوښتنه به دسولې دخبرو په روان بهیر منفي اغیز ولري اؤ واضحه کړې یې ده چې هغه به دټاکنو پرته واک بل چاته ونه سپاري.
روان کال (۲۰۲۰م) دڅو ورځو میلمه دی اؤ نوی کال ۲۰۲۱م ته په ټوله نړۍ کې دهرکلي ویلو تیارۍ روانې دي خو په روان کال کې دپاکستان اؤ افغانستان دننه دترهګرۍ ځېنو پېښو دخلکو په ذهنونو داسې ژورې اغیزې کړي چې ترمودو به یې په یاد ولري.
دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هیواد کې په زوره د جنسي تیریو دمخنیوي قانون ۲۰۲۰م منظور کړی چې له مخې به یې ګرد هیواد کې دجنسي زیاتیو په اړه دمقدمو فیصله کولو دپاره ځانګړي عدالتونه جوړولی شي.
پاکستان کې دحکومتي اؤ پوځي کړنو په ضد په دې وروستیو کې دپیل شوؤ سیاسي اؤ ولسي تحریکونو نه وروسته پاکستاني مطبوعات وایي چې حکومت اوس دبغاوت کوونکو یا بغاوت ته دخلکو لمسوونکو په ضد سمدستي ګامونو اخستو دپاره موجوده قوانینو کې دبدلون پرېکړه کړې ده.
نور کتل