فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي طالبانو په مکتبونو کې د وطن دوستۍ ،تاریخ اؤ جغرافیې په هکله مضمونه له نصابه ویستلي دي.
دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دقانون سازې اسمبلۍ داستازو ټاکلو دپاره دسخت تاؤ تریخوالي اؤ ټاکنو کې دټګۍ دتورونو په جریان کې د رایې ورکولو عمل روان دی اؤ دغلته د دوؤ مخالفو سیاسي ګوندونو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د شنبې په ورځ په دوحه کې دافغان دولتي استازو اؤ طالبانو ترمنځ دسولې بین الافغاني خبرې پیل شوي اؤ دطالبانو دمذاکراتي عمل مشر ملاعبدالغني برادر وایي هرڅو که تراوسه پرمختګونه نه دي لیدل شوي خو بیا هم دسولې ددې بین الافغاني خبرو څخه باید خلک ناهیلي نه شي.
دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ازبکستان کې په داسې حال کې لیدنه کې کړې ده چې افغانستان کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو پسر دکابل اؤ اسلام اباد اړېکې سختې تاؤژنې شوي لؤ افغانستان پرله پسې په پاکستان دملاتړ تورونه لګوي.
دافغانستان د روان وضعیت پسر دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې د اړېکو ترینګلي کیدو نه وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هېله ده وزیراعظم عمران خان اؤ افغان ولسمشر اشرف غني سبا دجمعې په ورځ دازبکستان پلازمینه کې لیدنه وکړي.
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي په افغانستان کې اوس نوؤ طالبانو سر راپورته کړی اؤ دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې فیصلې کولې .
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دافغان طالبانو څخه هېله کړې چې هغوئ به پاکستاني طالبان اؤ نورې ورانکارې ډلې پرې نه ږدي چې پاکستان ته زیان ورسوي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان سکوټ انکار کړی چې دپاکستان دخاورې نه افغانستان کې دترهګرو په ضد کارروایۍ دپاره به پاکستان کې په هیڅ صورت امریکا ته پوځي یا هوایي اډې ورنه کړي.
پاکستان کې حکومت مخالفه سیاستمدارانو ، وکیلانو،خبریالانو اؤ دبشري حقونو فعالانو په میډیا اؤ عدلیه ورځ تر بلې سیوا کېدونکو قدغنونو اؤ بریدونو باندې ژوره اندېښنه ښودلې اؤ وایي ددې وضعیت په ضد به غلي نه پاتې کیږي.
دپښتو دمشهورې سندر غاړې ګل پاڼې نزدې ملګرې نجیبه فیض منلې ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان دپکتیا ولایت دیو ځوان سره د ګل پاڼې نکاح شوې ده خو پخپله ګل پاڼه په دې هکله د څه ویلو نه ډډه کوي.
داسلام اباد هایکورټ لخوا دپاکستان دپوځ دیو زلمي افسر دپلار اؤ دپاکستان دپارلیمان دپخواني غړي حافظ حمدالله دپاکستاني وګړتوب پځائ کولو پرېکړه څېړونکي دپاکستاني ادارو لخوا دسیاسي انتقام اخستنې په اساس دهیواد د ائین اؤ قانون چقولو یوه بدرنګه بېلګه بولي.
دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ډاډ ورکړی چې دطالبانو دامارت یا یکتاتورۍ بیا راتګ سیمه کې دهیڅ هیواد اؤ په ځانګړي ډول دپاکستان په ګټه نه دی.
دعوامي نیشنل ګوند دبنسټ اېښودونکي،ستر پښتون ملت پاله سیاستمدار ارواښاد خان عبدالولي خان کونډه میرمن نسیم ولي خان د85ؤ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوې اؤ ټاکل شوې ده نن اتوار/یکشنبه یې جنازه دچارسدې په ولي باغ کې کیږي.
سږکال دنړۍ مسلمانان دکوچني اختر ورځې په داسې حال کې نمانځي چې د نړۍ په زیاتره برخو کې دکرونا وایرس له امله لاک ډاؤن پځائ شوی اؤ په سترو اجتماعاتو اؤ دستورو بندیز پرځائ کړل شوی دی.
ترکي کې درې ورځې وروسته دافغانستان دسولې اؤ امنیت په موضوع راجوړیدونکې غونډه وځنډول شوه اؤ ترکي اعلان کړی چې اوس به دا غونډه د وړوکي اختر نه وروسته راجوړیږي.
دپاکستان دحکومت اؤ دغیرقانوني ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک ترمنځ مذاکرات کامیاب شوي اؤ حکومت اعلان کړی چې نن دنهې په ورځ به پارلیمان ته هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو پرېکړه لیک وړاندې کوي.
پاکستان کې داهلسنت مسلک ددیني مدرسو دمشر مفتي منیب الرحمان په غوښتنه لاهور کې دتندره مذهبي ډلې تحریک لبیک دغړو په ضد دطاقت کارؤلو خلاف هړتال روان دی خو سرچینې وایي په زیاتره سترو ښارونو کې روزګارونه اؤ بازارونه پرانستي پراته دي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دکورني نظام د ژغورنې اؤ بې حیایۍ دمخنیوي په خاطر یې دګڼ شمیر نورو ګامونو اخستو ترڅنګ د ترکي ډرامه هم پاکستان ته راوړې ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي محسن داوړ دخیبر پښتونخوا صوبې دنوم نه د “خیبر “لرې کولو اؤ پرې یوازې د “پښتونخوا” نوم اېښودلو په اړوند قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده .
دامریکې خفیه یا استخباراتي ادارو د جوبائیډن حکومت خبر کړی دی چې که چرې افغانستان کې په متحاربو ډلو د اقتدار د ویش دتړون نه پرته له دغه هیواد څخه امریکایي ځواکونه راوویستل شي نو نو د دوؤ نه تر درېوؤ کالو موده کې طالبان دافغانستان زیاتره برخه باندې قبضه کولی شي.
نور کتل