فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دطالبانو دحکومت وزیراعظم یا ریس الوزراء ملا محمد حسن اخند وایي د دوئ حکومت هغه ټول شرطونه بشپړ کړي چې دیو نظام مشروعیت لپاره کافي وي اؤ اوس باید نړۍ د دوئ حکومت پر رسمیت وپیژني.
ارزو خان وایي د ډاکټرانو د وینا مطابق په اور کې دنرښځي ګل پاڼې دبدن ۳۰فیصده برخه سوځیدلې اؤ هغه اوس دبټخیلې نه دپېښور حیات اباد کمپلیکس روغتون ته راوړل شوی چې دغلته یې علاج روان دی.
دطالبانو دحکومت دپوځي مشر قاري فصیح الدین بدخشاني اخطار کړی چې دوئ ښه ګاونډیتوب ته ژمن دي خو که چا یې په خاوره تیری وکړو نو غلي به نه پاتې کیږي.
دپښتو فلمونو،ډرامو اؤ سټیج وتلو ستورو خیبر پښتونخوا کې دهنرمندانو په بده ورځ اندېښنې ښودلي اؤ وایي که یو خوا په دوئ موجوده حالاتو کې دکار روزګار دروازې تړل شوي نو بلخوا یې ریاست هم په حقونو سترګې پټې کړي اؤ دوئ ته هیڅ درناوی نه ورکوي؟
دپاکستان دسپریم کورټ دمشر قاضي جسټس ګلزار احمد لخوا دعدلیې دازادۍ دعوې په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه راپارولي اؤ دمشر قاضي په وړاندې هم ګڼو فعالینو شعارونه ورکړي چې "علي وزیر باید له بنده خلاص کړل شي"
دطالبانو ویاند ډیوه ته وویل د دوحې تړون چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ شوی، ورته د ملګرو ملتونو ملاتړ هم حاصل دی اؤ دا چې اوس امریکایان غواړي ددغه تړون برعکس طالبان دفشار دلارې خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي دا بیا دسولې نه دجنګ ژبه ده چې دیو اړخ لپاره به هم په ګټه تمامه نه شي.
پاکستان کې دلاقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک د ګڼو مشرانو اؤ فعالینو دترهګرۍ مقدمو کې دعدالت لخوا دضمانتونو منظوریدو وروسته تیره ورځ دپاکستان مرکزي حکومت دتندره مذهي ډلې تحریک لبیک نه د بندیز پورته کولو منظوري هم ورکړې ده .
دپاکستان دحکومت اؤ پاکستاني طالبانو دتحریک ټي ټي پي ترمنځ د روغې جوړې روانو پټو خبرو کې مهم پرمختګ شوی اؤ دپاکستان حکومت دمهمو طالب مشرانو په ګډون دهغوئ د ۱۰۲ ؤ بندیانو په پرېښودو رضا شوی اؤ ډير زر به دغه طالب اسیران خوشې کړی شي.
پاکستان کې دمیډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا پخپلو تازه سپارښتنو کې ویلي چې د ټي وي ډرامه کې دغیږ نیونې یاغاړې ورکولو،ښکلولو،دکټ یا بیډ دښودلو، اؤ دلنډو تنګو جامو اچولو نه ډډه وکړل شي.
طالبان وایي په ملګرو ملتونو کې داستازي څوکۍ ترلاسه کول د دوئ حق دی ځکه نو داحق باید دوئ ته وسپارل شي.
طالبان وایي تورخم کې دپاکستان دبیرغ په شوي سپکاوي خفه دي اؤ په دغه پېښه کې ککړ کسان یې نیولي دي خو بل لوري ته څېړونکي وایي څنګه چې طالبان دګاونډي هیواد دبیرغ درناوی کوي دغسې باید دافغانستان خپل ملي بیرغ ته هم درناوی ولري.
دافغانستان خبري رسنۍ وایي دکابل په سفر تللي دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.
په کابل دطالبانو د قبضې نه وروسته په وړومبي ځل دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دیو لوړ پوړي نظامي پلاوي په مشرۍ دشنبې په سهار کابل ته رسیدلی دی اؤ هغه وایي دلته به دکابل د وروستیو پرمختګونو احوال واخلي.
پولیس وایي دپښتو وتلی سندرغاړې کفایت شاه باچا په صوابۍ کې هغه مهال دجمعې په ورځ د وسله والو په یو برید کې وژل شوی کله چې دی دجمعې د نمونځ کولو دپاره دکلي جومات ته دننوتلو په حال کې ؤ .
دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي پي ټي ایم د مصیبتونو ځپلي پښتون ولس د وینو اؤ اوښکو په منځ کې راپورته شوی هغه تحریک دی چې جرړې یې د ولس په زړونو کې دي اؤ دنوؤ ګوندونو په جوړیدو سره دې تحریک ته هیڅ ګواښ نه شته.
دطالبانو لخوا دپاکستان سره په پوله دپروت ختیز ولایت ننګرهار دنیولو وروسته داسې ویرې اؤ اندېښنې پیدا شوي چې ګنې طالبان به اوس په پلازمینه کابل ورخیژي اؤ لکه دګڼو ولایتونو د والیانو به ولسمشر اشرف غني هم صدارتي ماڼۍ یا ارګ هغوئ ته په رضا،سلا سپاري.
دافغانستان څخه رارسیدلي اطلاعات وایي ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو نښتو. بمباریو اؤ دامنیت دخرابې وضعې له امله تر ۲۰۰ؤ زیاتو خبریالانو دخپلو دندو نه لاس اخستی اؤ په لسګونو محلي راډيوګانو اؤ رسنیو له خپل ژورنالیستکي فعالیتونه ودرولي دي.
طالبانو دعوه کړې ده چې دافغانستان دوه نور مهم ولایتونو کندهار اؤ هرات یې هم دخپل واک لاندې راوستي اؤ وایي دهرات وتلی مشر کمانډر اسماعیل خان هم دخپلو ملګرو سره دهغوئ(طالبانو) لیکو سره یوځائ شوی دی.
دسیمې اؤ افغانستان په حالاتو اؤ دپښتنو په بد وضعیت دغور کولو دپاره په چارسده کې روانې پښتون قامي جرګه کې دپاکستان په افغان تګلاره کلکې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې دپاکستان نه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د"جهاد" په نوم روان دي اؤ دافغانستان امن یې تباه کړی.
دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګری په ضد روانه جګړه کې دوژل شوؤ پولیس سرتیرو اؤ افسرانو ورځ دچهارشنبې په ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په دغه صوبه کې دپولیسو په ضد دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.
نور کتل