رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پیپلز گوند مشر او سیاسي رقیب بلاول بهټو زرداري د پاره د صاحبه خطاب د هیواد په سیاستدانانو، لیکوالانو او اولس کې سخت قهر راپارولی دی.
په ظاهره د اقتصاد په بې قابو شوي طوفان کې ښکلیل د عمران خان حکومت د خپل اولس سره د کړو لوظونو برخلاف د نړیوالې مالیاتې ادارې آي ایم ایف نه په سختو شرطونو پورونو اخستلو ته ملا تړي
د پښتنو د بشري حقونو لپاره د بې وسلې تحریک پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظورپښتين بلوچستان صوبې ته په خپل سفر پابندي د استعماري دور تگ لاره بللې ده
د بشري حقونو د خوندي ساتونکو او ماهرانو خیال دی چې په پاکستان کې په ښځو د جسماني، جنسي او زهني تششدد علتونه ډیر دي
د پښتونخوا د نوو ضلعو د قامي اسمبلۍ غړیو د پاکستان د ائين په ارټیکل 51 کې د ترميم غوښتنه کړې ده. د پخوانۍ فاټا نه د قامي اسمبلۍ غړي غواړي چې په دغو نوو ضلعو کې لکه د پخوا په شان د قامي اسمبلۍ 12 او دغلته د صوبايي اسمبلیو 24 عمومي څوکۍ ورکړی شي.
په 1973 کې د مارچ په 23 مه نیټه د پنډۍ په لیاقت باغ کې د سیاسي گوندونو متحده جمهوري محاذ په اولسي جلسه نیم پوځي حکومتي ځواک فیډرل سیکورټي فورس ناتاره ډزې وکړې او تر دولسو پورې کسان پکې ووژل شول او سلگونو نور ژوبل شول.
د تېرو شپږو میاشتو راهسې په پينځوو ملکونو کې د فریقینو تر منځ تر لسو پورې غونډې وشوې، له واشنگټنه تر ماسکو سفرونه وشول، بیانونه او فرمانونه جاري شول خو په افغانستان کې د سولې لپاره خبرې د گمانونو او وسوسو د پړاونو نه لا راونه وتلې
د پښتو موسیقۍ استاد او براډکاسټر سردارعلي ټکر ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ او هنر په میدان کې د خدمتونو په سر د امتیاز تمغہ ورکوي.
انگریز جرنیل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل په خپل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس" کې د جندول عُمراخان د افغان نپولین په نوم یاد کړی دی. چرچل عُمراخان ته افغان نپولین د هغه د جگړې د مهارتونو په وجه ويلي وو.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې بې گناه دی خو بد او ټگمار ورپسې شوي دي. هغه په یو ټویټ کې ولیکل چې د سیاسي انتقام غیر قانونه مهم بندیدل پکار دي.
د پاکستان او هندوستان مشران که یو خوا یو بل ته د جنگ گواښونه کوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ په تازه تاو تریخوالي په سیمه ايزو مطبوعاتو کې پارونکي بحثونه روان دي نو بلې خوا ته گڼ شمېر خلق دغه مشرانو ته د امن اپيلونه هم کوي.
د نوبل امن گټونکې ملاله یوسفزۍ د پاکستان او هندوستان په مشرانو غږ کړی دی چې د خبرو اترو د لارې دې تاو تریخوالی ختم کړي.
په کشمير کې د تاو تریخوالي سره سم د هند او پاکستان اقتصادي بازارونو نن د فبرورۍ په 27 یو شان غورځیدلي دي. څېړونکي وايي د وړاندې څخه د مالي مشکلاتو ښکار هیواد پاکستان اقتصاد به تازه جگړه د برمه پریباسي.
زاړه پالي هندي وزیراعظم نرېندرا مودي عمران خان ته ويلي دي که پټهان (پښتون) یې نو په خپله خبره ټینگ پاتې شه، داسې برېښي وزیراعظم مودي د پښتنو د قولونو د پاللو د روایت نه خبر دی (شاید فلم خدا گواه یې کتلی وي) خو ددې نه بې خبره دی چې پاکستانی وزیراعظم عمران خان په یوټرن خان مشهور دی.
د پاکستان د ځواکمنو قوتونو او طالبانو تر منځ په اوسني پاکستان کې نزدې اړيکو، په افغانستان کې په یو وخت د بیلا بیلو ډلو سره پټو یا ښکاره رابطو او د شوراویانو په موده کې د ټولو جهادي ډلو د اسلام اباد په موټي کې پاتې کیدلو پاکستان تل د افغانستان په جگړه کې مهم لوبغاړی جوړ کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښې وړانگه لوڼۍ وړانديز کړی دی چې ټول پښتانه گوندونه او تحریکونه دې یوه شريکه لویه جرگه جوړه کړي.
د عوامي نیشنل گوند سند صوبې مشر شاهي سید ويلي دي چې په سند صوبه کې یې د نوي لساني جگړې مخه نیولې ده. هغه د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په سند کې د پښتنو په ضد د کار بندیز اعلان شوی وو.
وتلي قانوندان او سیاستدان لطيف افريدي ويلي دي چې په پاکستان کې څوک خپل حقونه غواړي نو ځورول کیږي او، ورته غدار ویل کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتين ويلي دي چې د پاکستان په پوځي مرکز (جنرلز هیډ کوارټرز) کې د پښتنو د بربادۍ قیصې ليکلې پرتې دي
نور کتل