رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د پښتون ژغورنې غورځنگ مهم غړی ارمان لوڼی نن په لورالاي کې د احتجاج په وخت وژل شوی دی.
سیاست دان شاه جي گل او خبریال حسن خان وايي په شمالي وزيرستان خیسور کې یې هغه څه وليدل چې په اوریدو بې یې د خلقو نه د حیات کیسه هېره شي.
په ټولنيزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې یو تنکی ماشوم حیات خان وايي پاکستاني پوځیانو یې د کور ستر پرده ماته کړې ده، د حیات خان تر مخه پوځیان یې بې اجازته کور ته ورننوځي:
د طالبانو او امریکاي چارواکو ترمنځه د قطر ټاکل شوې خبرې په داسې حال کې منسوخ شوي دي چې د افغان حکومت لوړ رتبه چارواکو ويلي دي 2019 په افغانستان کې د سولې کال دی.
د صدر اشرف غني ځانگړي استازي محمد عمر داودزي ويلي دي چې په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي.
د صدر اشرف غني دحکومت د سولې په پروسه کې تندو هلو ځلو گمانونه سِوا کړي دي چې افغان طالبان به پخلا شي او په افغانستان کې به 17 کلنه جگړه پای ته ورسي، د ځيني کارپوهانو په خیال په کال 2019 کې به په افغانستان کې سوله وشي.
د اسلام اباد، ماسکو او بیجینگ مشران د واشنگټن په هيله د کابل د سولې په پروسه کې د نور هر کله په پرتله ډېر متحرک ښکاري. مطبوعات وايي دغه هیوادونه کوښښ کوي چې طالبان پخلا کړي او د افغان حکومت سره یې نیغه په نیغه خبرو ته کینوي.
خبري اداره ایسوسي ایټیډ پریس وايي پاکستان د پېسو د غیرقانونه انتقال دمخ نیوي ادارې ایف ای ټي ایف د تور فهرست نه د بچ کیدلو لپاره گامونو پورته کولو ته تیار شوی دی.
نن په بنگله دیش کې د خپلواکۍ او بریا ورځ د شهیدانو او د اذادۍ د مبارزینو په یاد کې په ډیر احترام سره نماځل کیږي. بنگالیان وايي په 16م دسمبر یې د قبضه گر پوځ نه اذادي په زور واخستله، او اوس هر کال دا ورځ د بریا د ورځې په توگه نمانځل کیږي.
د امرېکې خارجه وزارت په پاکستان غږ کړی دی چې د وي او ای تړلی ویب پاڼې پرانیزي.
په افغانستان کې د سولې گامونه ښکاري د نور کله په پرتله ډېر گړندي شوي دي .د امریکا د صدر په افغانستان کې د سولې لپاره ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد او د ځیني نړیوالو رسنیو تر مخه د طالبانو د قطر د دفتر استازي هم اسلام اباد ته رسیدلي دي.
د کیڼ لاسي گوند عوامي ورکرز پارټۍ مشر فانوس گجر نن د دسمبر په وړومبۍ نیټه د زړه په ناڅاپه دوره کې مړ شوی دی. د ښاغلي گجر مړينه د پاکستان یو شمير سیاست مدارانو او د قلم خاوندانو د روڼ فکره سیاسي جدوجهد لپاره یو ډېر لوی زیان بللی دی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جگړه ځپلې سيمې شمالي وزیرستان ته په سفر کې د سیمي د قامي اسمبلۍ دوه متخب غړي علي وزير او محسن دواړ د هغه سره ملگري نه وو.
صدر ټرمپ وویل چې په راتلونکې کې و افغانستان او عراق ته د سفر اراده لري، او هلته به له امريکايي ځواکونو سره لیده کاته کوي خو نوموړي ددغه سفر نیټه نه ده ښودلې. نوموړی د صدر جوړیدلو ورستو دغه یادو هیوادونو ته نه دی ورغلی.
د نوبل امن انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ مور تور پیکۍ ويلي دي د طاهر داوړ وژنې ژړولې ده، هغې وویل د طاهر داوړ په بې رحمۍ سره وژل به د زړونو ونه اوځي.
د پاکستان یو ملت پال عوامي نیشنل گوند په خپلو دوو لوړ رتبه غړیو افراسیاب خټک او بشرا گوهر گوند ته د زیان رسولو، دگوند په نورو غړیو کې د انتشار جوړولو سخت تورونه پوري کړي دي او د گوند غړيتوبونه یې ورله ځنډولي دي.
په ماسکو کې د طالبانو د استازو په گډون د دولسو هېوادونو د نمایندگانو د مشاورتي غونډې تمه ساتل چې په افغانستان کې به سوله راولي دا مهال څېړونکي غوڅ ځواب ورکول ممکن نه گڼي خو ځيني په ډاگه واي دا عمل د سیمه ایزو طاقتونو د سولې په لور د اخستل شوو گامونو څخه یو، البته هدفونه یې مشکوک دي
تېره اونۍ د پېښور هاي کورټ د قبايلي ضلعو لپاره د انټرم گورنمنینټ ریگولیشن ١٨(موقتي حکومت قانون) معطل کولو امر ورکړو د څه په وجه چې وس په پخوانۍ فاټا کې د پاکستان یو قانون هم عملي نه دی.
د مذهبي چارو او مذهبونو تر منځ د ښه اړیکو ساتلو وفاقي وزير نورالحق قادري تصديق کړی دی چې د مذهب د سپکاوي د تور نه بري کړی شوې اسیه بي بي لا وس هم په جیل کې بندي ده.
د پاکستان یو مشهور سیاسي او مذهبي ٨١ کلن مشر مولانا سیمع الحق نن د نومبر په دریمه د خېبر پښتونخوا په اکوړي کې خاورو ته وسپارل شو، خو څېړونکي گمان کوي د مولانا د قتلولو کیسه به تر ډېرې مودې ژوندۍ وي.
نور کتل