رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د پښتنو د یو نړيوال تنظيم پښتون گلوبل ډایسپوره (پي جي ډي) مشرانو د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د خبرو د ختمولو د بیان ملاتړ کړی دی.
سپین روبي سیاست وال او د پېښور هاي کورټ بار ایسوسي ایشن صدر لطيف افریدي د پښتون ملتپاله عوامي نیشنل گوند نه د ویستلو ورسته کومه پښېماني نه ده ښودلې
د پښتونخوا ملي گوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي په پاکستان کې ډېر اړی گړی روان دی، د اولس نه عزت تروړل کیږي، گراني سِوا شوې او روزگار نشته ده،
تیره ورځ، د اگست په 30 مه نیټه، په سوات کې پېغله هنرمنده ثناء خپل ورور په چړو وهلو وژلې، دا په تیرو لسو کلنو کې نهمه ښځينه هنر منده شوه چې یا خو د کوم نزدې خپلوان یا د خپل ميئن د لاسه وژلې کیږي. په سوات کې پولیس وايي دثناء ورور دهغې له وژنې وروسته تېښتېدلی
پښتنون ګلوبل ډایسپوره (پي، جي، ډي) په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې دا تنظيم په نړۍ کې د پښتنو ټولنه په خپلو کې د کلکو، پیاوړو او سپیځلو اړیکو په خاطر د یو بل سره تړل غواړي.
کنیډا په مونټریال ښار کې د پښتون ګلوبل ډایسپوره تنظيم مشرانو ویلي دي چې د پښتانه په سیاسي، سماجي او اقتصادي توګه د ستونزو سره مخ دي او دا تنظيم غواړي چې ددغه مسلو حل ولټوي
په بهر هیوادونو کې د میشتو پښتنو د یو نړیوال تنظيم پښتون ګلوبل ډیاسپوره بنسټ په کنیډا کې کېښودل شو.
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وړاندې غټه نعره " تبديلي" یعني بدلون وو. وس د حکومت د یو کال په پوره کیدلو ښاغلی خان اولس ته د بدلون د نعرې سره سره د ښې ورځې په امید د زغم تلقين کوي او د "ریاستِ مدینه" خوب ويني.
د عمران خان او د پاکستاني ادارو په ضد په شعارونو پورته کونکو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ ، د پاکستان مسلم لیگ (ن)، د بلوچستان سره تعلق لرونکو اقلتیونو او د گلگت بلتستان سره تعلق لرونکو د ځینو سیاسي ډلونو کارکونکي شریک وو
په پاکستان کې نزدې سلو سیاستدانانو، وکیلانو، دانشورانو، خبریالانو او د بشري حقونو کارکونکو په یو لیک کې اپيل کړی دی چې ټولنه دې د امریتي طاقتونو او ریاستي ادرارو د زورگیرونو په ضد یو موټی شي.
په اباسین کې په دریمه جولايي لاهو شوې کښتۍ کې ډوب شوي 18 مړي لا په یولسمه ورځ هم نه دي موندل شوي.
چارواکي وايي اولس په اباسین کې ډوب شوي خپل مړي په خپله لټوي. د امدادي ډلو سره اوزار نه وو، هغويي نن بیرته لاړل. په دریمه جولاي په اباسین کې د ډوبې شوې کښتۍ 24 مړي لا بې درکه دي.
په دریمه جولاي په اباسین کې د ډوبې شوې کښتۍ 24 مړي لا بې درکه دي. د شانگلې ناظم نیاز احمد وي او ای ډیوه ته ويلي دي په اباسین کې د 24 کسانولادرکه شوو مړو لټون عملیات روان دي.
اتیا کلن سپین ږیری پښتون سیاست مدار غلام احمد بلور د پښتنو په قامي سیاست کې د دوامداره زیار او همت یو علامت گڼل کیږي.
قاضي ته د وړاندې کولو لپاره بندي علي وزير د پېښور جېل نه بنو ته بوتلل شوی وو. او د بنو نه بېرته د پېښور جېل ته يوړل شو. په داسې موقعو چې یو مهمه مقدمه وي د قاضي یا د مجسټریټ د غیرحاضرۍ وجه څه کیدی شي؟
د پاکستان ځيني سیاسي مشرانو او خبریالانو د شمالي وزیرستان په پېښه د پاکستاني مطبوعاتو کردار یو اړخیر او شرمناک بللی دی. په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په میډیا په ټکونو کې ويلي شوي دي چې مطبوعات د شمالي وزیرستان د پېښې خبرونه داسې ورکوي لکه په 1971 کې یې چې د هند نه د بایلونکې جگړې په وخت ورکول.
د عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ويلي دي د وسني حکومت خلاف نه بلکې د هغو خلقو خلاف به تحریک چلوي چا چې دا حکومت جوړ کړی دی.
نور کتل