رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د کال 1979 د سپرلي یوه رڼه ورځ وه چې د نور گل اولسوالۍ د خلیل مومندو شتمنې کورنۍ کډه اوتړله او د گاونډي هیواد پاکستان لور ته ورروانه شوه. د کورنۍ د سپین گیرو، تور سرو او زلمو پیغلو د قافلې په منځ کې څلور کلن ماشوم زردشت هم وو.
د بهر میشتو پاکستانيانیو سازمان ساتهـ په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو، په میډیا د بنديزونو، د حراستي مرکزونو په موجودگۍ فکر مندي ښودلې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په خپله باندينۍ او کورنۍ تگ لاره کې ترهگر گوندونه د آلې په توگه پکارول بند کړي. د ساتهـ په اعلامیه کې ویل شوي
په واشنګټن کې د دوه ورځنۍ غونډې په لمړۍ ناسته کې ساتهـ ارګنايزېشن غوښتنه کړې چې په پاکستان او ګاونډي هېوادونو کې دې د بشري حقونو روانې سرغړونې ودرول شي او د يو سوچه جمهوري نظام د بحالۍ دپاره دې سياسي ګوندونه او د بشري حقونو تحریکونه يو ځای شي.
د پاکستان په قانون کې د جنسي زیاتي کونکي تن سزا مرگ ده خو د هیواد د قامي اسمبلۍ غړي په شته قانون کې بدلون غواړي چې هدف یې سزاگانې "عبرتناکه" کول ښاي
په پاکستان کې په 29م نومبرد طالبعلمانو د يونینز بیرته په ځای کولو غوښتنو ته په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي یونینز په ځای کیدی شي خو لومړی به اصول جوړوي.
نن په پاکستان کې په زرگونو طالبعلمانو په ټولو غټو ښارونو کې او د سوشل میډیا په پاڼو په تعلیمي ادارو کې د ذدکړه کونکو د سیاسي تنظیمونو (سټوډنټس یونینز) بیرته په ځای کولو لپاره جلسې جلوسونه کړي دي.
په واشنگټن کې د کابل، نوي ډلي او امريکا سفيرانو خوشبیني ښودلې ده چې په افغانستان کې د هندوستان په ملاتړ د صدر ډانلډ ټرمپ د جنوبي ایشیا لپاره ځانگړې تگ لاره کامیابۍ پلو ته روانه ده
د شمالي امرېکې ستر هیواد کنیډا په کلگرۍ ښاریه کې د ستر ملت پال پښتون مشر باچا خان په نوم دنومبر په 18 مه یو ماښامې لمانځل شوې چې ورته د باچا خان نایټ نوم ورکړی شوی وو.
د پښتونخوا حکومت په معدنیاتو د ملکيت قانون پخوانۍ فاټا ته ورغځولی خو د مخالفو گوندونو سره ویره ده چې دې گام سره به د سېمې جگړه ځپلی او په معاشي توگه بې وزله اولس د بیلینو ډالرو د معدنیاتو د ممکنه برخې نه محرومه شي.
په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي گوند مشر مولانا فضل الرحمان باندې نزدې نظر لرونکي څېړونکي دا پوښتنه کوي چې ایا د پوځ نزدې ملگری او په زاړه پاله ټولنه کې د مذهبي او پارلېماني سیاسي چالونو ماهر لوبغاړی مولانا فضل الرحمان به د بغاوت په لاره روان شي؟
د کرتارپور په راهدارۍ پرانستلو خوشاله یم خو د افغانستان او پاکستان ترمنځه ازغن تار هم لرې کول غواړي: اسفندیار ولي خان
که څه هم په پارلیمان کې د عددي اکثریت او د پوځ د ښکاره ملاتړ سره د عمران خان حکومت مظبوط ښکاري خو د حکومت مخالفو اوحکومتي مشرانو یو بل ته تُندو او اټلو گواښونه د څېړونکو په خیال په هېواد کې د څو ورځو راهسې روانه سیاسي بې قراري نوره سوا کړېده.
د پاکستان د مذهبي او سیاسي گوند جمعیت علما اسلام (ف) په بلوچستان صوبه کې مهم مشر او پخواني سنیټر حافظ حمدالله د خپل پاکستان د شهریت په ختمیدلو توند غبرگون ښودلې او وايي پاکستان یې په شهریت ډرون حمله کړیده.
په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې بشرپالې گلالۍ اسماعيل په واشنگټن کې ويلي دي د پاکستان پوځ د ترهگرۍ په ضد د جگړې نه کاروبار جوړ کړی دی. هغې په دغه تگ لاره کې د بدلون غوښتنه کړې.
په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په ننگرهار، او د پاکستان په سيند او پښتونخوا صوبو کې نزدې 85 کسان وژل شوي چې ټول پښتانه وو، څیړونکي وايي د دوه لسیزو نه زیاته موده وشوه چې د وژنو دا لړۍ نه ودریږي.
په شام کې په کرد ځواکونو د ترکي په حملو د ملگرو ملتونو، امریکا، ناټو او د عرب ليگ نړیوالو مشرانو ناخوښي ښکاره کړې خو د اسلامي هیوادونو تر منځه په شخړو کې تل بې طرفه پاتې شوي پاکستان په دې مسله کې غیر معمولي طرفداري کړېده.
د ترهگرۍ په تور کې د عارضي ضمانت ورستو د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ منتخب غړي علي وزير په ځان لگیدلي د ترهگرۍ تورونه رد کړي دي او وايي ترهگرۍ نه دی.
د پاکستان په سند صوبه کې د هندوانو په یو مندر د حملې او د کاروبارونو د لوټولو په تور کې پولیسو د گڼ شمیر کسانو په ضد مقدمې جوړې کړي دي.
د صدر ډانلډ ټرمپ دافغان طالبانو سره د سولې د خبرو ختمولو اعلان ختمي دی او که خبرې به بیرته روانې شي؟ په دې موضوع گڼ شمیر څیړونکي د خبرو بیا شورو اټکلونه کوي خو ورسره ورسره صدر ټرمپ ته په طالبانو د فشار سوا کولو او ورباندې د حملو کولو مشورې هم ورکوي.
نور کتل