رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
دا اونۍ په پېښور کې د افغانستان د ننگرهار د طالبانو د خپل انده یا متوازي حکومت گورنر مير احمد گل وژل شوی دی- دا لومړې ځل نه دی چې پاکستان کې د طالبانو خپل انده متوازي والي یا د ملا عمر نزدې ملگري وژل یا نیول کیږي-
د تیرې لسیزې راهسې د ترهگرۍ د پېښو سره مخ هېواد پاکستان اووه ښارونه په نړۍ کې د سختو خطرو سره مخ څلور شپېته ښارونو کې شامل شوي دی- دَ وي سِک ادارې گلوبل رِسک انالسیس یعني د نړيواله خطرې د څیړنې رپورټ واېي د پښتونخوا سرښار پېښور د سختوخطرو سره مخ ښارونو کې په اووم نمبر او د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان سر ښار کوټه په نهم نمبر دي
نزدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د طاقتوره پوځ د کور کمانډرانو غونډې وروستو په پاکستان کې د ترهه گرۍ پېښو کې د هند د استخبارتي ادرې را د ککړ تیا تورونه ستوا شوي دي
په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلې منظورالحق واېي د پاکستان او سعودي د پخوا په رنگه اوس هم ډیرخواږه او ډیر ښه تعلقات دي-
د پېښور یوه تور سرې مور په سلگو ده- د زړه نه ختوتنکې درد یې د کريکو، فریاد او بې وسۍ نه ډکو ساندو کې د غمجن ښار په اسمان لکه د لوگې خور اور دی...... بې قراره مور شمع بله کړې ده او د ارمي پبلک سکول مخې ته په لویه ډاگه کې ولاړه ده
د سعودي عربستان کلک ولاړ ملگری هیواد پاکستان واېي که په سعودي عربستان څه قسمه یرغل وشو نو په هر قيمت به یې سخت ځواب ورکوي – دا وخت سعودي عربستان د پینځه خليجي هیوادونو په شمول د لسو ایتلافي هېوادونو د سلو هواېي جنگي جهازونو سره په یمن هواېي حملې شورو کړي
وگمه د اواز د هنر جاودگره، د سُر شهزادگۍ او د لکونو خلقو د خوښې هنر منده وه – د وگمې هنر د کمال نه ډک ؤ- هغې ټپې ویلې، په غزل وییلو پوره پوهیدله او نيمکۍ ، مصریزې، سندرې خو لکه دهغې په رنگه چا ویلې نه شوې
اوریا مقبول جان د پاکستان پخوانی لویې سرکاري افسردی- ښاغلې جان په میډیا کې اکثره د سخت دريځو په پلوۍ کې خبرې او ليکل کوي - داردو ژبې په ورځپاڼه ایکپریس کې چاپ شوي خپل تازه کالم حرف راز کې د " ویره ، کرکه، کينه، جذبات او اړي گړي" په سر خط ليکي ، د غیر ملکي سفارت خانو په سرمایه روانې نغارې د یوحنا اباد عيسایان راوپارول او دوه کسان یې ژوندي وسوزول
مشال خان واېي نيکه یې یواځې د نوم غني نه ؤ بلکه دهغه شعر او شخصيت دواړه غني وو او دعوا کوي د هغه په شاعرۍ کې دومره زور دی چې پښتانه پرې د پرمختگ په لاره یون کولې شي- د غني خان د نولسم تلين په مهال د غني خان نمسي مشال خان ډیوه ریډیو سره د خبرو په مهال ویلي چې نيکه یې ورسره بې کچه مينه لرله
د مینځني ختیز او جزائر عرب په مسلمانانو هیوادونو کې د شیعه او سني تر مینځه او په خاصه توگه په پاکستان کې د مسلکي کرکې کچه ډیره لوړه ختلې ده- که په شام او عراق کې داعش اسلامي ریاست خپل مخاليفين وژل روا گڼي نو په پاکستان کې د دیوبندي مکتب مننونکي طالبان - شیعه گان مسلمانان نه مني او پرې ځان مرگي حملې کوي-
که یو خوا زه داسې څه قوي خبره نه شم کولې چې د امریکې صدر براک اوبامه دهند سفر په وخت وزيراعظم نريندرا مودي له دکلکې غاړې ورکولو کې اسلام اباد بیخي د پامه غورزولې ؤ- نو بلې خوا ته زه دا هم په پوخ یقين سره نه وائمه - چې پاکستان لپاره د سوړ جنگ د زمانې رقيب ماسکو به اوس د اسلام اباد غیږه توده کړي او د واشنگټن کمې به پوره کړي- خو دا ټولې کرښې چې را یو ځائ کړم نو د سفارت په کینوس ترې یو داسې تصوير ساز شي چې اسلام اباد د خپلو با ندينو تگ لارو په جال کې ښکیل کیدلو پلو ته کوږ شوې ښکاري –
د باقرعلي پلار رشيد غلي خان هم دغه تپوس کوي او واېي چې په دی سيمه کې دا جگړه اخر ختميږي ولې نا؟ د پېښور د خونړۍ پېښې وروستو د هېواد سياسي او پوځي مشرانو تر هگرو ته د ماتې ورکولو د اخري معرکې اعلان کړې خو د گڼ شمیر پښتنو پوهانو او ستر گورو په شان رشيد غلي خان سره هم دغه ویره مل ده هسې نا یو وار ورسره بیا چل ول وشي
څیړونکي فکر کوي کې په پاکستان او اسلامي نړۍ کې د مخصوصه نظریو لرونکو په یویشتمه پیړۍ کې د خپلې خوښې فیصلو روایت لاره او نه نيول شوه نو خبره د تهذیبي مکالمې د جگړې نه مخکې تللې شي -
داسې ښکاري د پښتنو بچي اوس دپوځ او حکومت په تشو لوظونو اوطالبانو ته په دړکو ورکولو تېروتلو ته تيار نه دي . د هغو په ذهن کې وس دا خبره ډېره رڼه ښکاري چې د دفاعي رياست په مفکوره کې پښتون قوم د خشاک په توگه استعمال شوې او سخت دريزه مفکوره يې د کور تر درشله رسېدلې ده .
تاسو په پېښور کې د شپاړسم دسمبر په خونړۍ پېښه د پاکستان حکومت په رسپانس (ځواب) مطمئن یې؟ زما په دغه تپوس د پښتنو د فکر خاوندانو خپل دريزونه داسې ویلې دی-
چې ډزې شوې نو شېرشاه غږ کړو احمده! او ما ورته په ځواب کې اوییل سر ښکته کړه- او د ناتاره ډزو په وخت مې خپله سر د کرسۍ لاندې کړو او ځان مې په مړ حساب کړو
د قيصه خوانۍ په چائې خانو کې نه د چائنکونو نا بړاس خېژي او نه د بلغمو نا. د صدر بازار په گوټ پیرونو کې د چا د پښو ښکالو نه راځي - د اندر شېرد زرگرانو سندانونه ساړه دي- د رحمان بابا په هديره کې د ولاړو ملنگانو کچکولونه نسکورپراته دي
د پاکستان عدالت د لکهوي ضمانت په داسې وخت کې کړې چې په پېښور کې طالبانو د سکول 132 تنکي ماشومان په بې رحمۍ سره وژلي دي ، قام یې په رسمي توگه د درې ورځو غم نمانځي او مور پلار یې په تود وير دي- د پېښور خونړو حملوته پښتانه پوهان د پاکستان 9/11 واېي
پاکستان کې د ډلې یو مشر محمد المهاجر یوه ویډیو د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښاریه کې جوړه شویده. او د پاکستان په بېلو بېلو علاقو کې ېې په دیوالونو نعرې لېکل شوي.
د ناروی په اوسلو ښار کښې په لسم دسمبر چې کله ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې انعام (جائزه) اخلي نو د پښتنو ستوری او وتلې هنر مند سردار علي ټکر به دغه مراسم په خپله سندره او موسيقۍ خوندور کوي- نوموړی به د نارويجن نوبل کميټۍ په بلنه "بي بي شيرينه" سندره واېي-
نور کتل