رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
ضیاالدين یوسفزئ بختور دی چې د نوبل امن جائزه گټونکې ملاله یوسفزئ پلار دی خو زما په خیال دا دملاله هم خوش بختي ده چې د ضيا لور ده – گني هسې خو هره پښتنه پیغله په خپل ځایی یوه ملاله ده - مگر دا خو دا د "غیرت" او د "رواج" په تور کوهي کې ناست پلاران دي چې د خپلو لوڼو وزرې پرېکوي –
د پاکستان سرکاري ځواکونو په شمالي وزيرستان او خېبر اېجنسۍ کې د خپل کورني دښمن د غیر قانونه لښکرو د تاراج کولو لپاره مورچی وهلي دي- جگړه روانه ده – په میلینو بې گناه پښتنانه د خپلو کورونو نا په کډه شوي. په خیمو، د کرائی په کورونو، او د خپلوانوکره ېې کډې اچولي دي
" الکه بى ډوله مه ګډيږه! څنگه ناپوهه دي؟؟ دا دی لا څه گډې وډې خبرې کئ ؟" شاه زرين خان کاکا دکارپوهه په تبصره سمدټکه تاؤ وخوړو- د نسوارو ډبلي له یی په ورغوي کې ټک ورکړو- په کټ کې نیغ کیناستو او لا یی چې نور څه ویئلې وی د محمد زرين مور پرې را مخکې شوه "سړیه په تا کې دا چل دی چې ته خبره پوره نه اورې، لږ ورته غوږ ونيسه- غلې شه، پړ یی که نو مړ یی که!!"
بنگړي، نکريزې،بچوکي، باهوگان او شالونه! بمونو، تورې، ټو پکې،چړې چاکوان او غشي ليندې مې نه دي خوښې! سر سڼه، ډول سنگار، اتڼ او سندره مې د کلتور برخې دي! قدغنونه ، پابندۍ، زولنۍ ، زور زبردستۍ زما د کلي رسمونه— نه دي
گرانه نواب شريفه – خوئیندې لوڼه مې نن صبا کډوالې دي نو د چا يې ډوډۍ ست درته نشم کولې رانه خفه نشې-
که څه هم رفیق شنواري خپله د موسیقۍ کومه اله نشوه غږولی خو بیا هم هغه د موسیقۍ د نزاکت نه خبر وو. هغه صوفي سندر غاړی هم وو. لائق زاده لائق وايي که په ارکسیټره کې به یو هنرمند د الې یو تار هم خطا وغږولو نه شنواري صیب ته به محسوس شو
د زارا مور زیب النسا جېلاني او پلار ارشد جېلاني هم د امریکا په مخورېزه خلکو کې شمارل کېږي. په داسې کې د زارادمئېر جوړیدو ارادہ کی ټو غر ته ختل نه معلومېږي.
مونږه اخترې کول پریښودي دي— دلته د اختر څه کار دی-- اختر خو د راوي په غاړه دی -- چرته چې پېغلې ځلمي ، سره کړي لاسونه او اړولې څڼې جوړه جوړه گرځي.. د اباسين د غاړې د میندو زیږولو نه خو دغه حق د عربو دلالانو تروړلې دی .......
د افغانستان د خوست گورنر عبدالجبار نعيمي د پاکستان تورونه ردوي او وایی هیواد یی د چا په کورنو چارو کې مداخلت نه کوي او د کډوالو مرسته په انساني، مذهبي او قامي بنیادونو کوي-
کامران عارف غوښتنه کړې چې سيمې ته دې، د بشري حقونو کارکونکو له لاره ورکړې شي چې بې پلوه ننداره او څیړنه وکړي . د عمل یاتو شورو کیدلو ورستو د حکومتي پابندو په وجه سيمې ته نه خو اذاد خبریالان او نه د بشري حقونو کار کونکي تلې شي. کامران عارف وایی د حکومتي عملدارۍ مخافت نه کوي خو وایی د بې گناه انسانانو وژل د قبول وړ نه دي او حکومت له پکار ده چې د عامو خلقو وژلو نه بچ کیدلو قوي گامونه پورته کړي.
د پاکستان جوړیدلو پس په هیواد کې قانو ن او منطق باندې مذهبي رنگونه وپاشل شول او ېو داسې طاقتوره پوځ تخليق شو چې د ژوند په هر ډگر یی د سخت دريزه مفکورو پرچار وکړو او په نړي واله کچه یی د اسلامي ټولنې سر خيلي په اهدفو کې شامل شوه.
خو د خېمې په ېو گوټ کې ناست عزیز خان په سترگو کې ېو تپوس وو که د پاکستان لښکر د طالبانو نه وزیرستان زر وانخستو نو هڅې نه عضب خان له څه چل وشي. او که څه وشو نو ذمه وار به يي څوک وي.
اسماعيل خان وایی هلته ورته پوځي چارواکو د بارودو هغه کارخانه وښودله چې طالبانو به پکې بمونه جوړول، او دویی د ځان وژونکو برید کونکو د تربیی هغه مرکز ته هم لاړل چې د سونو په شمیره کې پکې ځان وژونکي تیاریدل. اسماعيل خان وایی پوځي چارواکو ورته ویلي چې 53 ټنه بارود ېې د دهشت گردو نه نیولي
د یوروگوئی 29 کلن لویس سواریز د کال 2014م په روان ورلډ کپ کې د گروپ ډي په مهم مېچ کې د اټلي په جورجیو کیلني د لوبې په 79م مینټ کې داړې ورخخې کړې. جورجیو کیلني قميص ښکته کړو او خپله داړه شوې اوږه ېې ريفري ته وښوده خو هغه د افغانانو خبره گل مرجان یی نه مني
د خېبر پښتونخوا په بنو کې د صحت چارواکي واېې د شمالي وزيرستان نه بې کوره شوي په لکونو ماشومان، ښځې او مشران د ناروغۍ، ستړتیا او دپولیو د وایرس نه خوندي کولو سمدټکه تابیا ته محتاجه دي چارواکي وايي د کډوالو سره ډیرې ناروغۍ او دپولیو وایرسو یو سیلاب هم ملگرې شوې دی
ښاغلې سعيد وایی پاکستان په خپله د کډوالود مرستو توان لري او د یو این یا بلې کومې نړيواله اداری نه یی مرستی نه دي غوښتلې. افغانستان ته د خلقو اوښتو په حقله ښاغلي سعيد اوویل چې د پلې دواړه خوا ته پښتانه پاتې کېږي او خپلو کې نزدې خپلوان دي نو که څه خلق تلي وي نو څه عجيبه به نه وي
پاکستان د ا وخت په نړۍ کې په فټ بال کې په 164 نمبر دی خو د پاکستان سفير وایی په برازيل ورلډ کپ کې د پاکستانیانو دلچسپي ډیره ده هغه وایی خلق به د برازيل د فټ بال په باره کې او د فټ بال کلبونو په باره کې ډېر معلو مات وکړي او شاید چې په مستقبل کې د پاکستان د فټبال شو قیان د دویی سره
بابر په پاکستان کې زیږیدلې په لندن کې ېې زدکړې کړي او په امريکه کې ېې د فلمونو جوړولو تربیه کړې . بابر واېي دی په پاکستان کې هم د فلمونه جوړول رزومند دی خو وایی لا ورته موقع نه ده برابر شوې
پاکستان او په خاصه توگه ددغه هېواد طاقتوره پوځ د ځان د پټو قيصو په حقله لیکل شوي رپورټونه تل د پاک وطن خلاف سازش گڼي. د میډیا یا بهرنو رپورټونو یا اندېښنو نه منکر کیدل د پاکستان په شان د هر بل سيکیورټي اسټېټ د تگلارې برخه وي . "
د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان وېلي دي د حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو طریقه کار خطا او بی لارې دی. مولانا د ډیوه ریډیو سره په یوه ځانګړی مرکه کې وېلي حکومت د غیر سیاسي خلکو د لاری د غیر سیاسي طالبانو د سیاسي ډلې مذاکرات هغه ته ټوقه ښکاري
نور کتل