رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د فېس بک د زیږدنې ١۴ کاله ورسته، په اسلامي جمهوریه پاکستان کې د فېس بک تر ټولو مشهوره پاڼه د اردو ژبي پاپ سندرغاړي عاطف اسلم او په اسلامي جمهوریه افغانستان کې د دري ژبې مشهورې هنر مندې اریانا سعيد ده.
په پایه تخت اسلام اباد کې د پښتون لاریون او پرلت یو ځلمی مشر منظور پښتون وايي دويي د پاکستان په ریاست پسې ننواتې تلي دي.
سنبل اوومه ښځينه هنر منده وه چې پرون سحر په مردان ښار کې ووژل شوه. په تېرو څو کلنو کې که د پښتنو په خاوره د هنرمندانو روانو وژنو ته وکتل شي نو د انگریز مورخ سر اولف کیرو دغه قول غلط نه ښکاري چې "پښتانه موسیقي خوښوي خو د موسيقارانو نه کرکه کوي"
د پاکستان انتخابي کمیشن (اي سي پي) اعلان کړی دی چې د سینټ انتخابونه به د روان کال په دریم مارچ کیږي، خو په انتخابي مهال وېش کې قبایلي سیمه فاټا نه ده شامل کړې شوې.
راو انوار د پاکستان د پولیسو یو داسی نوی پیری دی چې وجود یې شته دی خو لیدل کیږي نا. د پولیسو او استخباراتو جاسوسانو، خبریالانو او په زرگونو پاکستانیانو ورپسې، شاړې – ابادې او غرونه— دشتې چاڼ کړل خو د راؤ انوار درک نه لگي.
د کابل په مارشل فهيم پوځي اکادمۍ په ٢٩ مې جنورۍ سهر وختي حمله په تېرو نهو ورځو کې د ترهگرو دریمه حمله وه چې ١١ افغان عسکر پکې ووژل شول.
په هري پور جېل کې د ترهگرۍ د مخ نيوي ځانگړي عدالت د مشال خان په قضیه کې ٧ مه فروري دفېصلې اورولو نیټه ټاکلې ده.
په پاکستان کې د شپږ کلنې زېنب سره د جنسي زیاتي او بیا د هغې په وژنه کې د ککړ تن په اړه د شخصي ټي وي کوربه ډاکټر شاهد مسعود حیرانونکو انکشافونو د هېواد تر ټولو ستر عدالت سپريم کورټ پام هغه ته اړولی دی.
د افغانستان د پلې سره جوخت د خیبر درې په لمن کې د زیږېدلي ٦.٦ فوټه لوړ ، ١٧ کلن شاهين شاه افريدي یارکرې، او بنسری د کرکټ د مينه والو په وجود غونی ودروي.
د مذهب د سپکاوي په ناحقه تور د وژل شوي مشال خان پلار محمد اقبال په برتانیه کې په باچا خان لیکچر (وینا) کوي.
پاکستاني مشران وايي د ترهگرۍ ځپلې شاته پاتې شوې د فاټا د ستونزو د ختمولو یواځينۍ لاره دا ده چې دا سيمه په پښتونخوا صوبه کې ورگډه کړې شي خو ځيني سیاسي مشران ددغه وړانديز ردوي.
د پاکستان یو عدالت ويلي دي د غیر قانونه تنظيم تحريک نفاذ شریعت محمدي مشر صوفي محمد د هېواد سره د غدارۍ او په پوليس تهاڼو د حملو په دوو تورنو کې په ضمانت خوشی کوي.
٢٠١٧ د پښتو ادب دنظم او په ځانگړې توگه د نثر په برخه کې ډېر گټور کال وو. وتلی نقاد او شاعر سمیع ارمان داودزی وايي تیر کال په پښتو ژبه کې د نړیوال معیار نثر ليکل شوی دی.
دوو پښتنو ليکوالو د اباسين ارټس کونسل پښتونخوا د خاص پوځي میلمه میجر عامر په لاسو د ایوارډونو (جایزو) اخستلو څخه انکار کړی دی.
په لومړۍ ټي ټین کرکټ لیگ مقابلو کې پښتانه هنرمندان شاعران او وتلي شخصیتونه د "پښتون" نومې کرکټ لوبډلې نمایندگي کوي.
د بلوچستان د داخله چارو وزیر سرفراز بگټي وي او ای ډیوه ته ویلي داعش او طالبانو د کوټې په گرجا د حملې ذمه واري اخیستي خو حکومت په کره توگه ددغه دعوې تصدیق نشي کولی
په ١٦م دسمبر ١٩٧١ کې د پاکستان ٩٠٠٠٠ زره پوځ په ډهاکه کې دهند پوځ ته سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شو، مشرقي برخه یې یو نوی وطن بنگله دېش جوړ شو.
د پاکستان ستر عدالت ننۍ پرېکړه هم لکه د تېرو پرېکړو دنيوکو سره مخ ده. ننۍ فېصله کې عمران خان بري شو خو هم دغه شان تورونو کې گېر پخوانی وزيراعظم نوازشريف د جولايي په ٢٨ مه نه ا مين او نه صادق پاتې شوې ؤ.
د پاکستان په پارلېمان کې فاټا ته د پښتونخوا د هاي کورټ(سترعدالت) د غځولو قانوني مسود ه سبا ته د گل په ورځ وړاندې کیږي.
په خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف مشرانو مرکزي حکومت ته گواښ کړی دی که فاټا یې په یوه اونۍ کې د خېبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو اعلان او نه کړو نو بیا دې ځان احتجاج ته تیار کړي .
نور کتل