رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د پاکستان د پوځ مشر اوویل ملایان خپل هېواد ته څه ورکوي؟ د پوځ د مشر په خیال د دويي په مستقبل کې امکانات څه دي " نو دويي به څه کوي؟ دويي هېواد له څه ورکولی شي"؟ هغه دا هم اوویل چې د مدرسو په ضد نه دی خو دغلته په ښودونکو درسونو کې بدلون غواړي.
د پاکستان د لویې پنجاب صوبې سیاستمدار او پخوا درې ځله وزيراعظم پاتي شوي نواز شريف د پښتون ملت پال مشر عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) د نظریې، ارمانونو او مبارزې ستاینه کړې ده.
نن د دسمبر په دویمه د نوموړي پښتون سیاسي ملت پال مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴ تلين نماځل کیږي.
د پېښور په ننۍ حمله کې د وژل شوی قاسم علي شاه خبره په رښتیا آمرشوه — هغه د نومبر په ٢ مه په خپل فېس بک پاڼه ليکلي وو چې جنازې مو په اسمان کې فرېښتو وکړلې- د ځمکې خلک مو تر اوسه شهادت نه مني!
د شمالي وزيرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدي ډیوه ته اوویل حکومت په خوست کې پاتې کډوال بیرته راوستل غواړي خو دويي لا خپل فارمونه، نه دي ډک کړي. هغه اوویل دا کډوال به هرور مرو راولي خو کله، دا نيټه نه شي ورکولی.
د مظاهره چیانو د قابو کولو لپاره حکومت د پوځ څخه کمک وغوښتلو. د پاکستان پوځ ته حکومت په یو خط کې ليکلي دي چې په سر ښار کې دې د مظاهره چیانو په قابو کولو کې د حکومت مدد وکړي.
په پاکستان کې د شخصي ټي وي چینلو نشریات د هېواد په گڼ شمېر برخو کې نه لیدل کیږي او ټولنيز رسنۍ هم تړل شوی دي.
د امن نړيواله جایزه گټونکې ملاله یوسفزۍ کتاب اي ایم ملاله (زه ملاله یم) په اردو ژبه کې مشعل بکس چاپ کړو او د نومبر په دویشتمه یې په پاکستان کې د مخکتنې دستوره کیږي.
په ېو سړک یوه پټه کې په پاکستان کې د نورو منصوبو سره یوه سمندري اډه، په بنگله دېش کې پلونه، او په روس کې د رېل پټړۍ جوړېږي. د برتانيې یوې ورځپاڼې دي گارډین په خپل یو رپورټ کې ليکلي دي:
د پښتو ژبې تکړه شاعر او نقاد رياض تسنيم د ځيگر د ناروغۍ د لاسه د کراچۍ په یو سرکاري روغتون کې د مرگ د خطر سره مخ دی. دهغه د کورنۍ غړي او ملگري وايي که چري د تسنيم د درملنې چټک غور او نه شو نو ژوند به وبايلي.
د پېښور مريم نسيم وايي "ځمونږ په کلتور کې د جينکو د وزن پورته کولو یا ویټ لفټينگ د لوبو رواج نه ؤ خو اوس زه غواړم چې نورې جينکئ هم دې لوبې ته راشي"
په پېښور ارمي پبلک سکول کې د وژلو شوؤ ماشومانو د میندو پلرونو سره ویره ده چې د پاکستان پوځ به د ١۴٨ ماشومانو قاتلانو ته عامه معافي ورکړي.
په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني ويلي دي پاکستان د ډیورنډ په پوله د برلن ديوال جوړولو کوښښ کوي. خو هر چاته معلومه ده چې د برلن دیوال چرته لاړو.
د پاکستان د روښان فکره ، پرمختګ خوښو او اذاد خېالو په لندن کې ساتھ دوېمې غونډې ته په واشنګن کې پخواني سفیر حسېن حقاني اوویل په پاکستان کې لږکېو ته د خپل مذهبي چارو اذادي نشته دی.
په فاټا کې د ايني اصلاحاتو او د خیبر پښتونخوا صوبې سره د یو ځای کولو لپاره د قبایلي اولس په لاریون کې په شريکو ښځو پوليسو تشدد کړی او د لارېون لار یی ورله نيولی ده.
د جنوبي وزیرستان د چلغوزو ځايي سوداگرو په واڼا کې په نوي جوړه کړی شوي منډهۍ یا ایگري پارک کې د کاروبار کولو څخه انکار کړی دی.
د امرېکې او پاکستان د اړيکو په سخت کړکېچلي وخت کې د واشنگټن په سفر خارجه وزير خواجه آصف کو ښښ کوي چې د خپل هېواد خلاف د نړۍ د شکونو کچه راټيټه کړي.
د پاکستان د انگریزۍ ژبې اخبار اېکپرېس ټريبون خبر ورکړی دی د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځه د طالبانو د بدل یا ورکړې راکړې فېصله شوې ده.
د ریاستي چارو مرکزي وزير قادر بلوچ ويلي دي په لسو ورځو کې به په فاټا کې په ايني اصلاحاتو عمل شورو شي. هغه ويلي دي د ملگرو ملتونو د غونډې نه په ستنېدلو به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اصلاحاتو عملي کېدلو اعلان وکړي.
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير مظفر سید خبردارې ور کړی دی که وفاق د نېشنل فنانس کمېشن( د قامي مالیو کمېشن) کې د قامي وسيلو وېش په دواو اونېو کې و نه کړو نو عدالت ته به ځي-
نور کتل