رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ویلي د دوی د تحریک خلاف چې کوم تورونه لگول کیږي دا یې د حق دپاره غږ پورته کولو نه نشي پشا کولی.
اسلام د پاکستان سرکاري مذهب دی خو د هیواد په ائين کې د دین اسلام او د نظامِ جمهور مادې په یو بل کې داسې اغیږلې شوي دي چې زیاتره وخت په ریاستي چارو کې ابهام پېدا کوي
د افغانستان ملي لوبډله په نړیوال کپ کې د لوبیدلو په سیالیو کې د بري ورستو خپل هېواد ته ورسیدله او په هوايي میدان یې تود هر کلی وشو
نن د غواراوي د سياليو په سپرسيکس پړاؤ کې په خپله وروستۍ لوبه کې افغانستان ائيرلېنډ ته ماتې ورکړه او د نړيوال کپ په سياليو کې د زغل حقدار وگرځیدلو.
د پخواني کرکټر عمران خان په تحريک انصاف کې په یوه ورځ کې ډراماي بدلونونه وشول.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين ويلي دي د دوي غوښتنې نه دي منل شوي او اوس د یو نوي پرلت تیاري کوي.
د پاکستان او افغانستان دچارواکو تر منځ په کابل کې د ملاقاتونو او د صدر اشرف غني لخوا د پاکستان وزيراعظم ته د بلنې ورستو ځيني څېړونکي قیاس کوي چې اړیکې به ښه شي خو که په یو بل بې باوري ختمه شي
نن په شارجه کې د پاکستان سپر ليگ په یو مهمه لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې د لاهور قلندرز لوبډلې ته په ٧ وکټونو ماتې ورکړه.
د افغانستان په سر ښار کابل کې مدني ټولنې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون وکړ. د لاریون گډونوالو د پي ټي ایم د مشر منظور پښتين په ویاړ شعارونه ورکړل او له هغه سره یې څنگ په څنگ د درېدلو ژمنې وکړې.
د پاکستان د سېنېټ یا بانديني ایوان په انتخاباتو کې د چېرمین په څوکۍ د حکومت مخالفه گوندونو شريک اميدوار صادق سنجراني حکومتي امیدوار راجه طفرالحق ته ماتې ورکړې ده.
په گس مټ تېز رفتاره بال کونکي اولس کلن شاهين شاه افريدي د پاکستان د سپر ليگ د تر ټولو غوره لوبډلې ملتان سلطان پينځه لوبغاړي وسوزول. د پاکستان د انگریزۍ ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبون ليکي د افريدي رفتار ته د ملتان سلطانان ټينگ نه شو.
پخواني کرکټر او په پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحریک انصاف مشر عمران خان په تېرو دوه لسیزو کې تر ټولو ستره چغه په پاکستاني سیاست کې د بې ایمانیو ختمولو په ضد پورته کړې ده.
د پاکستان د سېنیټ لپاره په انتخاباتو کې یو داسې پښتون هم ووټونه گټلي دي چې وايي دا گټه دهغه لپاره یوه معجزه او خوب دی.
د پاکستان قبایلي سېمې باجوړ ته په تېرو څلوېښتو ورځو کې د پينځه پښتنو ځلمیو جنازې وړل شوي دي.
د منځنۍ کرمې څخه پېښور ته د احتجاجي لاریون مشري کونکی پټهان عبدالخالق وايي پښتانه د ریاستي بې انصافیو په ضد راپورته شوي دي . هغه وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل: "اوس وخت د وېښېدو راغلی دی"
په سوات کې شوي تازه لاریونونو کې غټه اولسي غوښتنه داوه چې دويي خپله بې عزتي نوره نه شي زغملی، مظاهره چیانو شعارونه کول چې په سوات کې دې د ځايي روایاتو سرغړونه ختمه شي.
د پاکستان په پایه تخت کې د ستر عدالت مشر قاضي ثاقب نثار نن په تمه وو چې د نقيب مسید په قتل تورن مفرور پوليس افسر راو انوار به عدالت ته ورحاضر شي. خو راؤ عدالت ته ښکاره نه شو.
"منظور بهايي ( ورور) ته پریشانه (خفه) کیږه مه، مه په پرېشر( فشار) کې رازه، زمونږ سپورټ (ملاتړ) د تا سره دی مونږ د تا حامي( ملگري) یو"
منظور پښتون وایی اوس به د پاکستان څخه دا هم تپوس کوي چې د پښتنو وسایل چرته دي او چا یوړل
د پښتون احتجاجي لاریون مشر منظور پښتون وايي د پاکستان وزیراعظم ته په پښتنو د ظلمونو کولو نه لاس په سر کیدلو په خاطر په پښو پریوتلو، منظور پښتون وايي د ورته ووې
نور کتل