رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-
په پاکستان کې د ٢٥مې جولای انتخابات د بې ساري نيوکو، ویرو او وسوسو سره کیدونکي دي، په هېواد کې د بشري حقونو کمیسون ایچ ار سي پي په انتخاباتو کې د ښکاره درغلیو په سر دسختو فکر مندیو اظهار کړی دی
د ترهگرو د حملو په خبرداري پیپلز گوند په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د خپلو جلسو د ځنډولو اعلان کړي دی خو هم نن تحریک انصاف گوند په خیبر پښتونخوا صوبه کې درې اولسي غونډې وکړې، د سیاسي گوندونو مشرانو ويلي دي په انتخاباتو کې یو گوند ته د بري کولو لاره جوړیږي.
د پښتونخوا صوبې په تندي ځلیدونکی غمی، د ملاکنډ د معیشیت د ملا هډ او د پاکستان د اوبو اهمه وسیله د سوات سیند، دښځلې، زهریله موادو او د قبضه گرو د لاسه د سخت خطر سره مخ دی.
د خېبرپښتونخوا پخواني اعلا وزیر پرویز خټک وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي.
د جماعت اسلامي گوند امیر سراج الحق ويلي دي په ټول پاکستان کې د صوباي او قامي اسمبلیو انتخابات په یوه ورځ کول پکاردي، د هغه تر مخه "دا چې په یوه ورځ وشي بهتره به وي، الغاؤ تلغاؤ به پیدا نه شي"
یو پاکستاني عدالت د ټیلي وژن د لانجمن کوربه او د ریاستي ټي وي پاکستان ټيلي وژن د پخواني مشر ډاکټر شاهد مسعود دنیولو امر کړی دی. د انگریزۍ ژبې اخبار ډان خبر ورکړی دی چې په ډاکټر شاهد مسعود د ٣٨ میلینو روپو د غبن تور دی.
د فاټا اصلاحاتي کمیټۍ مشر سر تاج عزیز ويلي دي فاټا په پښتونخوا کې ورگډول د پاکستان کورنۍ مسله ده، د افغانستان سره پکې د سلا حاجت نشته.
ټاکل شوې ده چې د مۍ په ٢٣ مه نیټه به د پاکستان په پارلیمان کې په ایئن کې د دیرشم بدلون قانون وړاندې شي، تمه کیږي دغه قانون به هم په دغه ورځ منظور شي.
ټاکل شوې وه چې نن به د پاکستان په پارلیمان کې په ایئن کې د دیرشم بدلون منظور کیدلو سره د فاټا اصلاحات عملي کیږي خو فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون پارلېمان ته وړاندې نه شو.
په بوگور کې په یوه ورځني کانفرنس کې افغان، پاکستاني او انډونیشیايي عالمانو په افغانستان او سیمه کې ترهگري او ځانمرگي بریدونه د اسلام د اصولو پرضد بللي دي خو په ترهگرۍ د تورنو ډلو د نومونو اخستلو نه یې ډډه کړې ده.
په پاکستاني مطبوعاتو کې د پوځ او د پښتون ژغورنې غورځنگ، پي ټي اېم تر منځه د خبرو اترو په ځنډ قیاسونه کېږي چې دفرېقېنو تر منځه په اختلافي ټکو باندې سلا نه ده راغلې.
په سوات کې د پاکستان زنده باد جلسې یو مهم مشر کرنل حیدر علي تور لگولی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنگ په شا د دښمن لاس دی، هغه وویل "دښمن معلوم دی، هندوستان دی او بل دا چې امریکا هم په سیمه کې بد امني غواړي
د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزير ميرحاصل بزنجو ويلي دي چې د پښتون تحفظ تحریک دمشرانو لاره نیول او دهغويي څخه خفگان بې انصافي ده.
سنېټر پرویز رشيد ويلي دي په پاکستان کې په میډیا حکومت او د حکومت ځيني ادارو وخت په وخت د ځیني خبرونو په حقله فشارساتلی دی.
"اوس به د پاکستان د حکومت سره خبرې هغه وخت کوو چې نړیوال منځگړتوب وکړي" ښاغلي پښتین دغه غوښتنه په وړومبي ځل په اتم اپریل په پېښور کې په یوه جلسه کې کړې وه.
وتلي پښتون شاعر رحمت شاه سایل ويلي دي چې دی د پښتون ژغورنې غورځنگ په پېښور کې غونډې ته ځکه ورغلی وو چې دا ورباندې قامي فرض وو.
نن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د جلسې په ملاتړ کې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هم لاریونونه وشول. په دې هېوادونو کې د امریکا د سر ښار واشنگټن نه علاوه په جرمني، برطانیه، فن لېنډ، سویډن او اسټریلیا کې هم مظاهرې وشوې.
د پاکستان وزیراعظم تیره ورځ کابل ته د سفر په مهال اعلان شوی چې پاکستان به خپلو افغان وروڼو له ۴٠ زره ټنه غنم په ډالۍ (تحفه) کې ورکوي. دې اعلان سره دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان څخه به پاکستان ته په تلونکو تجارتي توکو اضافي قانوني خرصونه هم نه اخستل کیږي.
د عوامي نیشنل گوند زلمي مشر ایمل ولي خان په خپل یو تقریر کې د خپل گوند عوامي نیشنل پارټۍ غړو ته گواښ کړی دی چې که څوک هم بغېرد اجازت نه کومې جلسې یا غونډې ته لاړل نو په ضد به یې چټک گامونه واخستل شي
نور کتل