د اقتصتادي چارو خبریال مهتاب حیدر واېې تیرو کلونو کې په لوی میر بهرنې سرمایه کارانو د هیواد څخه خپلې پیسې بهر ویستې دې. هغه وايي چېرته چې سیاسې بې ثباتې وې هلته سرمایه کار نه راځې. سرمایه کاران، که هغه کورنې وې او که بهرنې، په سیاسې حالاتو او اقتصادی تګ لارو کې استحکام غواړې
د پاکستان آډيټر جنرل د خېبرپښتونخوا حکومت په مالي چارو کې د اربونو روپو بې نظمۍ په ګوته کړي، دغه مالي بې نظمۍ د زراعت، توانايۍ، صحت او ټرانسپورټ په څانګو کې موندل شوي او اډيټرز د تړلو ادارو په اړه د بې پلوه پلټنو سپارښتنه کړې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تیره ورځ د تاجک صدر سره د لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل چې پاکستان او تاجکستان ته پکار ده چې د صنعت او زراعت په شمول په نورو مشترکه اقتصادي منصوبو کښې د همکارۍ زياتولو او د متقابل تجارت د ودې لپاره يو بل سره کار وکړي
چیف جسټس ډاکټر سيد محمد انور د اوریدنې په مهال ویلي دا ډيره د افسوس خبره ده چې کورنۍ زیاتره دنرښځیانو ماشومانو دپيژندګلو څخه انکار وکړي اؤ ددې په په نتيجه کې بیا دغه ماشومان دمجرمانو له خوا د جنسي تيریو او تشدد ښکار کيږي او دعمر زیاتیدو سره د نرښځیانو ژوند ډیر ستونزمن کیږي
د جرنالسټانو د حقونو ادارې، IFJ د خبریالانو د خوندیتوب او ازادۍ د خوندیتوب لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه بیا تکرار کړې ځکه چې په روان کال کې د وژل شویو یا نیول شویو خبریالانو په شمېره کې زیاتوب ریکارډ شوی دی، د ايي ایف جې ترمخه تېر کال 47 خبریالان وژل شوي وو.
څیړونکي وایي د چین د پاکستان سره اړیکو کې څه شک نشته. د دوئ ترمخه چین دغه اړیکې په سیمه کې خپل اثر زیاتولو د پاره کاروي او پاکستان هم غواړي چې په اقتصادې او په ځانګړې توګه د هند سره د اړیکو په تناظر کې د چین د اړیکو څخه څومره کولی شي ګټه ترلاسه کړي
د لادرکه کسانو د حقونو د پاره دکارکوونکي سازمان ډیفنس اف هیومن رائټس مشره امنه مسعود جنجوعه ډیوه سره خبرو کې وايي، د ډیرو خلکو په اړه معلومات مخې ته راغلي خو دغه شمیره د کمیدو پر ځاٸ زیاتېږي
مرکزي وزیر ساجد حسین طوري وي او ای یوه سره خبرو کې وایي دا یوه قامی مسله ده باید د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شې او پر دغه معامله بحث وشي چې د خلکو څه سوچ دی او په دې اړه باید ګډه پریکړه وشي
اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان باید د خپلو بهرنیو زیرمو د لوړولو او خوندي کولو لپاره ټولې هغه لارې ولټوي، چې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو ته راټیټ شوي چې لویه برخه یې د تیلو او ګازو اخیستل دي
بل پلو ته اسلام اباد هایکورټ کې هم د پي ټي ایي داحتجاجي ناستې له امله په ممکنه توګه دلارو تړل کیدو په ضد د تاجرانو د درخواست اورېدنې شوې اؤ چيف جسټس عمر فاروق ویلي چې جلسې کول دهرچا حق دى خو ددې څخه دې د عامو خلکو حق اغیزمن نه شي
پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې شوي برید په اړه د پلټنو دپاره سپریم کورټ ته خواست کړی دی دغه خواست د سپریم کورټ په لاهور، پیښور، کوټه او کراچۍ رجسټرۍ کې په یو وخت جمع شوی دی.
دپاکستان د بشرې حقونو دکمیشن پخوانۍ مشره زهره یوسف وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په پاکستان کې مدام مذهب د سیاست د پاره کارول شوی دی
نور کتل