د پاکستان سپریم کورټ د پنجاب پوليسو ته امر کړی چې د تحريک انصاف چيرمېن عمران خان باندې د حملې مقدمه دې په 24 ساعتونو کې درج کړی شي، چیف جسټس عمر عطا بندیال ویلي که مقدمه درج نه شوه نو نوټس به یې اخلي.
روسي سینیټر ایګور مورزوف تیره ورځ ادعا کړې وه، چې اوکراین او پاکستان په دې وروستیو کې د جوهري وسلو د جوړولو د ټکنالوژۍ په اړه خبرې کړې دي. هغه ادعا وکړه چې په دې اړه د اوکراين د کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان سفر کړى دی
د استخباراتې ادارې مشر ویلې چې نوټرل، میر جعفر او میر صادق ورته ویل کیږې ولې چې د غیر قانونې کار کول یې رد کړې وو- که چرې سرلشکر غدار دې نو په پټه ولې ورسره وینې- داسې نشې کیداېې چې په ښپه کې خبرې ورسره کوې او په ورځ کې غدار ورته ویل کیږي
په یو وخت کې ارشد شریف د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ته ډیر نژدې ګڼل کېدو او وخت په وخت به يې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو چې پکې موجوده وزیراعظم شهبازشریف هم دی، د مبینه کرپشن په اړه خصوصي رپورټونه نشر کول. خو په تېرو څو میاشتو کې هغه د حکومت او د پاکستاني پوځ د رهبرانو سخت نقاد و
په هیواد کې د قدرتې افتونو په مهال دنظم ساتنې ادارې این ډي ایم ای پر ویب پاڼه د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه دخپرو شوؤ شمیرو ترمخه د جون د میاشتې راهسې دبارانو او سیلابونو له امله ۱۷۱۹ کسان مړه شوې اؤ ۱۲۸۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دې-
د کال ۲۰۱۷ د سر شمیرو تر مخه پاکستان د ۲۰۸ میلیونه ابادی سره د نړۍ شپږم لویې هیواد دی، د پاکستان په ابادۍ کې د ۲.۴ فیصده په کچه زیاتوالس دوام لري- د یوې اندازې تر مخه کال ۲۰۲۲ کې دغه ابادی ۲۲۷ میلیونو څخه زیاته شوې ده
د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ دخواست اوریدنې په مهال دسیاسې معاملو د پارلیمان د لارې دهواري هدایت کړی او ویلي یې دي چې عدالت د قامي اسمبلۍ سپیکر ته څه لارښودنه نه شی کول
اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره د جوړ شوي کمېشن مشر نواب اختر مینګل ټاکلی او په یوه میاشت کې دننه یې د کمېشن رپورټ غوښتی دی.
تیره ورځ داسلامې نظریاتي کونسل یو بیان کې ویل شوي وؤ چې حکومت ته یی وړاندیز کړی چې د نرښځیانو د موجوده قانون د هراړخیزه جاج اخیستو د پاره دې د اسلامي نطریاتي کونسل د غړو، قانون پوهانواو د طب دماهرانو ګډه کمیټي جوړه کړی شي
د څیړونکو وینا ده پاکستان په څرکنده د فلسطین په اړه پخپل دریځ ولاړ دی، څه خلک د اسرایل سره د ښو اړیکو په هځه کې هم دي البته دغه هځې په ډیرې ښکته کچه کیږې چې نه ګڼې نزدیو کې به څه پايلې ولري
دغه غوښتنې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله تیره ورځ په کراچې کې د اتحادې ډلې متحده قومي مومنټ د مشرانو سره د لیدنې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل دا د رياست دپاره د شرم خبره ده چې خلک عدالتونو ته د وړاندې کولو په ځای بې درکه کړی شي او بيا د هغه مړی ترلاسه شي
دغه اوریدنه چې د شریعت کورټ دقایم مقام مشر قاضي سید محمد انور په مشرۍ کښې د فیډرل شریعت فل کورټ کړې ده، د اوریدنې په مهال د جنس د حقونو یو نامتو فعال نایاب علي، عدالت ته ویلي چې د جنس د پیژندنې سره یې ژوند ته ګواښ څو چنده شوی دی
نړیوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] په پاکستان کې د روانو سیلابونو څخه په رامنځته شوو حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او په سیمه کې د ادارې مشر استهر پیریز روئز ويلي د وروستي موافقه شوي پروګرام تر مخه به په پاکستان کې د سېلاب ځپلو او د بیارغونې هڅو کې مرسته کوي.
دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې وروستیو کې په پاکستان کې دټيلي ویژن چینلو په اړه په اشاره کې وویل چې امریکا اندیښمنه ده چې د رسنیو محدودیتونه او همدارنګه د خبریالانو په وړاندې د بریدونو لپاره د حساب ورکولو نشتوالی د بیان ازادۍ، سوله ایزې غونډې او اتحادیې ته زیان رسوي
ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو
نور کتل