سوداګر وايي، سږ کال د ګرانۍ له امله د هغو خلکو شمېر هم د تېرو کلونو په پرتله کم شوی چې په روژه کې به یې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي اخېستل. دوی وايي، پخوا به زیاتو خلکو په روژه کې په لویه پیمانه خوراکي توکي اخېستل او بیا به یې پر بې وزلو او غریبو خلکو وېشل. نور حال د رابعه پیر په راپور کې.
د خبريالانو تنظيمونه وايي، ښځينه خبريالانې يواځې له ځورونو سره مخ نه دي بلکې په ويره کې ژوند او کار کوي رخشده تاج بلوچ د بلوچستان د تربت سيمې هغه خبریاله ده چې د زورګيرۍ او ډارولو له امله يې خپله سيمه پرېښوده او دا مهال په اسلام اباد کې کار کوي.
څيړونکي وايي پخوا هم پاکستان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال قابوي کړي وو او اوس یې هم کولی شي خو اوس پکار ده چې په دغه لړ کې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان مرسته وکړي.
په پاکستان کې پخواني افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي، په اوسني وخت کې په افغانستان کې امن دی او جګړه نه شته هغه زیاتوي، خو مایوسي شته، جوني ښونځیو او ښځې کارونو ته نشي تللی او په د خلکو په سیاسي فعالیتونو باندې محدودیتونه دی.
وزیراعظم خپله وینا کې ویل د ۷۵ کلو راهسې روانه د نورو څخه د پیسې غوښتلو دغه لړې باید ودرولې شي دوې زیاته کړه دا به هغه وخت ودریږي چې ټول قام د ګرانې سره د مبارزې لپاره متحد شي او د خپلو ذرایعو د تولید ژمنه وکړي.دا خبره کول ډیر اسانه البته دا کار کول ډیر ګران دې
دا وخت پولیس د ترهګرې سره مخ دي. په خاصه توګه د خیبرپښتونخوا پولیس ددې څومره جوګه دې چې د خپل حفاظت ترڅنګ د عام ولس حفاظت هم وکړی شي؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علې شاه وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پولیس تر ډیر حده د عصرې اړتیاو سره سم کړی شوي دي
د خزانې د وزارت ترمخه د نړیوال مالیاتې فنډ ایي ایم ایف د ډلې او د پاکستان د حکومت د چارواکو ترمنځ د نهمې جایزې د کتنې په اړه خبرې اترې روانې دي او د پاکستان له خوا ایي ایم ایف ته د پور د بیرته ورکولو لپاره بېلابېل وړاندیزونه شوي دي
په اقتصادي چارو کار کوونکی خبریال مهتاب حیدر وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، ایي ایم ایف یوه داسې نړیواله مالیاتي اداره ده چې که پاکستان ته پور ورکړي نو له دې وروسته به پاکستان ته د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه اقتصادې پورونه ترلاسه کول ممکن شي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ويلي، د افغانستان د پاره د امریکا ځانګړی استازې تومس ویسټ د جنورې د ۲۹مې نه د څلورمې فرورۍ پورې د پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ د يوې اوونۍ اوږد سفر کوي. او نوموړی به د ملګرو او د بشري مرستو له موسسو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.
د اسلام اباد د پوليسو لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې فواد چوهدري د ایيني ادارو په ضد د تشدد او د خلکو د احساساتو د پارولو هڅه کړې ده
بل پلو ته پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او اې ډیوه ته وایي، پاکستان دا وخت د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دغه لوطنامې که چرې وشي نو کتل به داوې چې تیل پاکستان ته څومره ارزانه ورکول کیږي. ولې چې پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هم په ارزانه بیعه تیل اخلي
په پاکستان کې د بشرې حقونو کارمندان او دلږکیو ډلو سره تعلق لرونکې کسان په داسې حال کې ددغه قانون په غلطه توګه د کارولو ویرې څرګندوي چې په هیواد کې وړاندې څخه د مذهب د سپکاوې قانون نه دناسمې استفادې په پسر نیوکې روانې دي
نور کتل